تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: په استانبول کې د افغانستان قونسلګري وايي په تیرو ۹ میاشتو کې تر ۳۵۰ زیات افغان پناه غوښتونکي د ترکیې په پولو مړه شوي دي.

په استانبول کې د افغانستان قونسل جنرال ذکریا بارکزی وایي، دغه احصائیه ټکان ورکوونکې ده.

نـوموړی زیاتوي، دا مهال شاوخوا ۳۰ زره افغانان په ترکیه کې پراته دي چې د سختو ستونزو له کبله بیرته خپل هېواد ته ستنېدل غواړي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري وايي، وزارت په دوامداره توګه خلکو ته د غیرقانوني مهاجرتونو د خطراتو په هکله پوهاوی ورکوي، خو په وینا یې چې د ورته مهاجرتونو مخه نیول مشکل دي.

One thought on “د ترکیې په پولو کې سږ کال ۳۵۰ افغانان مړه شوي دي”
  1. ورځ کې به ۵ وخته یهودونصاراو ته ښکنځلې کوي، بیا به د مسلمان له لاسه د سر په بیه هماغوی ته ورروان وي، د سفر دوعاوې به هم چوفوي، چې ورسیدل شکرونه به هم باسي، بیا به دکلیسا په پیسو ختمونه هم کوي… حیران حیران یم خدایه څومره ذلیل شوو

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *