،،تر،، ته د سر خبرې

 که په یوه هیواد کې یوزورواکی هرڅه له نورونیسي، نوهغه ټولنه ورسره هرومرو ستونځې لري. په ژبه کې هم هم دا حال دۍ. د ،، تر،، اړیکوی، د نورو زیاتو اړیکویونو ځای نیولی، نو له دې امله یې ژبه داسې لږ څه بدرنګه کړې، چې غواړم دا اندېښنه د نورو ګرانو هیوادوالوسره ګډه کړم.

زه د تاسو سره څوغونډالې ګډوم او وبه ګورو، چې دې ،، تر،،  څنګه د نورو اړیکویونو ځای نیولی او نورو اړیکویونو ته ځای نه پرېږدي.

بیا یې لنډ پیژند ته: ترد مهال، وخت او یا یوبل څه پای په ګوته کوي.

بیلګې: اړیوی ته

۱ – له تورخم څخه تر جلالاباد پورې.

۲ –  …. لسو بجوپورې.

۳ ـ ….ټول دې راشي تر سپین پورې.

تړنوی ته:

۴ – سپین کوټه کې یا میلمستون کې ناست وو، ترڅو میلمانه کورونو ته ولاړل.

یادونه: له هر څه د مخه یوه یادونه اړینه بولم اوهغه دا چې که په یوه ځای کې یو اړیکوی راځي، نو همغه یو اړیکوی دۍ، دا سې نه شو ویلی یا دا نه شي کیدی، چې دلته دا راځي او دا هم راځي. دوه بیلابیل اړیکویونه د یوې موخې یا یوي اړیکې له پاره نه شي راتللی.

هر اړیکوی ټاکلی دکارولوډول او دود لري، یواړیکوی د بل اړبکوي ځای باید ونه نیسي او همداسې یو اړیکوی د بل اړیکوي د مخه یا وروسته نه شي راتللی.

دا ،، تر،، چې هرځای کې کارول شوی، هلته سم دۍ، چې هلته بل اړیکوی نه شي راتلی اوکه له ،،تر،، څخه هلته بل اړیکوی  ښه وو، نه، نه دا چې ښه وو، بلکه دا چې د همغه اړیکوی ځای وو، راتلی شو، نوبیا هلته ،،تر،، باید لرې شي او په همغه خپل ځای کې اتکړۍ ورته واچول شي.

زه چې د ژباړو سره سر او کار لرم، اوهمداسې د پښتو لیکوالانو لیکنې لولوم، د یو لړ ستونځو سره د پرېپوزيشن یا اړیکویونو له امله  لاس او ګریوان یم. دا په المانې کې روښانه دي او پوهیږې چې څه په کوم ځای کې یا د څه سره راځي، چې موږ خارجیان هم داسې لږ څه پرې پوهیدی شو. په پښتو کې دا کار داسې ښه نه دۍ سرته رسیدلی. که جملې لولو، نو ترمخه، تروروسته، … وروسته تر هغه په مصر کې له….، تر پورې ترمنځ او داسې نور لولو، نو نه پوهیږو، چې دا ،، تر ،،   داسې نور څّه ټولیز(یونیورزل) شوي او که څنګه؟

 داسې راته برېښي، چې د ،، تر،، وزر شوي او د ،،د،، ، ،،په،، ، ،، له… څخه،، او داسې نورو ځای نیوی شوی. 

زه د دې لیکنې سره غواړم، چې دا ،،تر،، په خپلو پولو کې رابند کړم او دا وزر یې پرې کړم، زما په اند د پوره دلایلو سره.

دا هیله، چې ژبپوهان او نور مینه وال به نه ځانله زما د پوهاوي له کبله هم  د ما سره په دې کې مرسته وکړي.

غواړم د ګرانو لوستوکو پام د لاندې ته راواړوم اوزما (زما په اند) سمون هم ورسره ولیکم:

۱ –   کارګیل: ،،د جګړې تر ټولو هسک ډګر هیر شوي قربانیان …،،

وړاندیز: تر نه شته اونور یې ستاسوخوښه.

د جګړې له ټولو څخه د هسک ډګر هیر شوي قربانیان یا 

له ټولو څخه د هسک ډګر (د) جګړې هیر شوي قربانیان

 له ټولو څخه هسک ډګر کې د جګړې هیر شوي قربانیان

۲ –  لولو او ناسم دۍ:
،،کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۲ مترو لوړه شوې،،.
سم یې:
کابل کې (د) ځمکې لاندې د اوبو سطحه یا هواره تر ۱۲ متره (پورې) لوړه شوې. .. تر ۱۲ متره (پورې)،، سمه ده که ۱۲متره د جګیدو پوله وي، خوګورو چې داسې نه ده. پرته له دې ناسم او داسې لیکل کیږي: … له ۱۲ مترو ( څخه ) لوړه شوې.
تر نه شته یا یوځل شته او کچه نود سطحې په ځای نه شي راتللی. هر یویې  د ځان له پاره خپل پیژند لري.

که غواړۍ، چې دا ،، کچه،، هرومروراوړۍ، نوبیا به ولیکۍ: د ځمکې لاندې د اوبوسطحه، چې په کچه شوې، نو ….

۳ – په لاندې لیکنو کې ،، تر ،، ته پام وکړۍ، چې ناسمون به په کې وي، که نه؟
— ،،  تر څو چې دخپل لويدلي پټکي غور نه وي.،، دلته ،، تر،، په ځای دۍ.
—  وايم دپيسو تر څنګ يې تاريخي قيصي. وایم د پیسو څنګ کې یې ….
—  دی تر هر چا دروند، وياړلي او . دی له هرچا (څخه)……..

—  يې ترټولو لوی عامل وي. يې له ټولوڅخه …
—  تر سترګو کيږي. د سترګو کیږي.
—  به تر قانوني تعقیب لاندې راشي. به د قانون……

..پښتنوتر بل هر دښمن… پښتنو له بل… 

……….ځان ونه پیژني تر دې به مو حال بد شي. .. له دې (څخه) …

۴ – یوه لنډه لیکنبرخه اوڅومره ناسم،، تر ،،:

،،په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د تازه مذاکراتو تر څنګ په کابل کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي وایي، له سولې وړاندې باید د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره نشي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی.،،

د لیکنې لومړۍ برخه:

 ،،  په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د تازه مذاکراتو تر څنګ په کابل کې… ،، 

دا  منځ اوڅنګ اړیکویونه دي او له دې د مخه اړیکوی نه شي راتللی. نولیکو:

… استازو منخ کې د تازه مذاکراتو څنګ کې  په…

یادونه: ګورۍ چې په منځ کې  او همدا رنګه په څنګ کې هم نه لیکو،ځکه چې ،، په ،،اړیکوی دۍ اودلته منځ اوڅنګ هم ړیکویونه دي. 

دویمه برخه یې:،،… باید د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره نشي.،،

لیکو:……… د سره نه شي …

دریمه برخه:،، … د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار کړی،،

،، پر تر سره کیدو،، خونوره هم هکپکونکي برېښي.

لیکو:… د ولسمشرۍ ټاکنو د سره کیدو باندې ټینګار کړی

یادونه: دا ،، ترمنځ،، ډېر راځي او له دې امله باید لږ یې څیړنه وغزول شي

که د یوې مڼې پوټکی وګورو او خوسا شوی وي او په اند یو، چې منځ به یې هم خوسا وي ، نو وایو چې دا مڼه ( له پوټکي ) تر منځ (پورې) خوسا ده. او که مڼه مو غوڅه کړه او  منځ یې خوسا وو، نو وایو چې دا مڼه په منځ کې ( دلته ځکه ،، په منځ کې لیکو،چې دلته منځ ځای دۍ اونه اړیکوی) خوسا ده او نه تر منځ او یا یې منځ خوسا دی..

همداسې که دوه کسان سره جوړ نه وي او جګړه سره لري، نو وایو، چې د …  او … مڼخ کې جګړه ده او نه په = یا تر منځ جګړه ده.

همداسې د الف او ب منځ کې مینه ده اونه ،،ترمنځ،،.

۵ – ،، او څیړنې تر سره شوي او په تر سره شویو کارونو سترګې نه شو پټولی خو زه د دې ژبې د یو ویوونکي او زده ،،

لیکو: ….د سره شوي او د سره شویو کارونوباندې…، له بلې خوا خو پرته له دې ،،په تر،، هم ناسم دۍ، خکه ،،په ،، او،، تر ،،دوه اړیکویونه دي.                                                                    د دې لیکنې د پایونې سره زما د ،، تر ،، په وړاندې موخه پوره شوه.

د ،، تر ،، د تیرې په وړاندې مې همدومره څه کولی شو، نوره ستاسوخوښه ده، چې مخه یې نیسۍ او که همداسې په تیري کې یې پرېږدۍ.

  تاسو چې د هرچا هره یوه لیکنه ولولۍ، نو دا د ،، تر،، د ناسمې کارونې سره به مخامخ وۍ، چې د نورو اړیکویونو ځای یې نیولی دۍ.

داسې لږ یادونه د ،،له … څخه،،:

له پرون څخه ،له دې وخت څخه، له هر وخت څخه ، له بل هر وخت څخه ، له تا څخه،، له یوه څخه ، له ټولوڅخه ، له تیر وخت څخه، له اته بجو څخه، له جلال اباد څخه، له دې ځای څخه……

لږنورهم ورسره مل:

،،ساینسپوهان وايي چې د سږ کال د جولای په ۳۱ نېټه په ګرینلنډ کې تر بل هر وخت تر ټولو زیاته واوره ویلي شوې ده.

دوی دا خبره د ثبت شویو معلوماتو پر اساس کوي.

سمون یې: لومړی: ناسم: تر بل هر وخت. سم :له بل هر وخت څخه.

دویم: ناسم: ترټولو زیات واوره ویلې شوې.سم: دا ،، تر ،، خوله ورایه ناسم دۍ. تر ټولوزیاته واوره ویلې شوې. داسې سمه ترې پوهیدنه نه لري.،، ترټولوزیاته،،څه نه وایي.

،، تر بل هر وخت تر ټولو زیاته واروه ویلي شوې ده.،، په ځای:  له بل هر وخت څخه زیاته… یا له ټولو تیرو وختونوڅخه زیاته…

،،په یاده ورځ تر ۱۰ ملیون ټنه زیاته واوره ویلي شوې ده. تر دې پخوا هیڅکله داسې نه دي شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې دې ۱۰ ملیون ټنه واوره ویلي شي.،،

د ،،تر۱۰ میلیونه ټنه زیاته…،، په ځای: له ۱۰میلیونه ټنه څخه زیاته…

،،تردې پخوا،،، په ځای: له دې څخه پخوا یا دمخه…

دا دې لا بله: ،،تر سراوي،،: ،،او ټاکنیز بنسټونه د رڼو ټاکنو ترسراوي ته لاره خلاصه کړي،،.

او ټاکنیز بنسټونه د رڼو ټاکنو د سره کولو ته لاره خلاصه کړي

دې ته هم پام وکړۍ:

،،د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هر راز موافقه باید تر لاسلیکېدو مخکې…،،.

،،خو ګراهام د ولسمشر ټرمپ او د ده د حکومت د جګپوړو چارواکو تر غونډې مخکې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي….،،

،،  …………و د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو……………

او د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته په اوومه يا د څوارلسمې لمريزې پېرۍ په شپږمه لسيزه کې پيلېږي.

 پړاوونو ووېشو؛ خو تر جګړو وروسته ،،

بیا تکرار اخرنۍ یادونه:

 ،،تر،، پرته له دې، چې د مهال، ځای،نوم او یا بل څه پای نه ښایي، یعنې پورې ورسره نه شي راتللی، ناسم کارول شوی. 

بله ناسمه کارونه راته روښانه کیږي، چې په ځای یې بل اړیکوی راتللی شي. دا ناسمه کارونه ان، چې زموږ نالوستي پښتانه هم کوي. فکر ورته وکړۍ او دا ناسمون تراوسه (پورې) بس دۍ. 

لوي څښتن مو دې په ټولو پوهنوکې بریالي لري.

پام: هره لیکنه که لولۍ، پام وکړۍ چې څومره واره دا ،، تر ،،د نورو اړیکویونو ځای بیځایه نیسي.

[email protected]

2 thoughts on “د «تر» وزر شوي | ډاکترماخان میږی شینواری ”
  1. کابل کې (د) ځمکې لاندې د اوبو سطحه یا هواره تر ۱۲ متره (پورې) لوړه شوې!ا
    شینواری صاحب!ا مننه له لیکنی خو ماته یې دا لنډۍ رایاد کړه:
    د موزیګی شکیدلیه کټه
    زه چې دی لنګه کلکوم بازو دی ځینه
    زما پوښتنه داده:
    ایا ستاسی په لیکنه کې د (متره )په ځای که د (مترونو) کلمه ولیکو بده به وي؟
    بله خبره د سطحی ده چې تاسې هواره لیکلی ده. که ستا د ( هواره) کلمه بیرته دری ژبی ته ترجمه کړو نو ترجمه به یې سطحه نه بلکه هموار راشي. زما په نظر دلته د سحطې کلمه وکاروو نه مصنوعی کلمی

  2. ببرک صیب ډېره مننه.
    خبرې اولنډۍ ټولې دې سمې او په ځای دي.
    زما اند:
    لومړی: موږ خو وایو چې یومتر، دوه متره اونور، خو بیا هم ستا خبره سمه ده.
    دویم: لنډۍ: چې داسې نه وی، نوما به ولې دا لیکنه کولی. ستونځې لرو او اوبي به یې ورته لټوو.
    دریم: هواره همدا د درې هموارې په څیرده، ګومان مې دۍ، چې که دا سطحه له عرب وپوښتو، نو همداسې به ترې وپوهیږو.
    د لیکنې موخه دا ،، تر ،، دۍ او کچه د سطحې په ځای کارونه.
    بیا هم له سمون څخه مو ډېره مننه. وايي،چې زدکړه تر ګور پورې کیږي.

ځواب ورکول ډاکتر ماخان شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *