تاند- په ترکیه کې د انجیل یوه خورا پخوانۍ نسخه موندل شوې چې ویل کېږي ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.

په دې نسخه کې، چې په تېرو دوه زره کلونو کې پټه ساتل شوې وه، ویل شوي چې حضرت عیسي (ع) تصلیب شوی یا وژل شوی نه دی، او د خدای پاک زوی نه دی.

د انجیل په دې پخوانۍ او نادره نسخه کې، چې د ترکیې د پلازمېنې انقرې په انتروپولوژي موزیم کې ساتل کېږي، راغلي چې عیسي ع د خدای پاک پیغمبر دی نه د خدای زوی. په دې کتاب کې دا هم ویل شوي چې خدای پاک عیسي ع جنت ته ژوندی خېژولی دی.

د ترکیې د نشنل ترک ورځپاڼې د راپور له مخې د تورات دا نسخه د مدیترانې په سیمه کې د قاچاقبرو له یوې ډلې ترلاسه شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د قاچاقبرو ډله په غیرقانوني ډول د دې انتیکې او لرغونې نسخې د قاچاق په تور نیول شوې ده.

دا نسخه شاوخوا ۴۰ ملیونه ترکي لېرې ارزښت لري چې شاوخوا ۲۸ ملیون ډالره کېږي.

ترک لرغونپوهان او مذهبي عالمان وايي، هغه څه چې په دې نسخه کې راغلي، د انجیل هغه بڼه ښيي چې اسلام پرې باور لري. د دې نسخې محتوا له هغې یوې سره توپیر لري چې عیسویان یې لري.

د انجیل په دې نسخه کې، چې د سرو زرو په اوبو د حضرت عیسي ع په ژبه یعني په ارامي ژبه لیکل شوی، د حضرت محمد ص د راتګ یا ظهور وړاندوینه شوې او ویل شوي چې محمد ص به ۷۰۰ کاله وروسته اسلام تاسیس کړي.

د خبر رالېږونکی: نبي حبیبي

3 thoughts on “د انجیل ۲ زره کاله پخوانۍ نسخه د اسلام حقانیت تاییدوي”

ځواب ورکول Ghulammohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *