تاند- د کابل ښار په وزیراکبرخان مېنه کې نن د پولیسو او یوه چارواکي د ساتونکو ترمنځ د موټر د تورو شیشو پر سر ډزې وشوې.

شاهدان وايي، کله چې پولیسو وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي د موټر تورې شیشې پاکې کړي، ساتکونکو یې د وزیراکبرخان مېنې په ۱۵ سړک پر پولیسو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ترلاسه شوی.

شاهدانو وویل، پولیسو یو موټر ودراوه او هڅه یې وکړه چې تور فلم د هغه له شیشو لېري کړي خو په موټر کې سپرو وسله والو، چې ویل کېږي د کورنیو چارو وزارت د کوم چارواکي ساتونکي ول، جنجال وکړ او خبره یې ډزو ته ورسوله.

ډزو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړه خو کله چې په دې پوی شول چې د یوه چارواکي ساتونکو د خپلو تورو شیشو په خاطر جنجال کړی، ډېرو غوسه څرګنده کړه.

دوی وویل، کله چې چارواکي په خپله مقررات نه رعایتوي، په کومه خوله له خلکو د مقرراتو د مراعتولو توقع کوي.

تراوسه پوري د کابل امنیه قومانداني د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د ساتونکو د اقدام په ملاتړ کې وویل:«پولیسو ته پکار ده چې په دې وپوهېږي چې له جګپوړو چارواکو سره باید څرنګه چلند وشي.»

صدیقي په عین حال کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي.

4 thoughts on “د تورو شیشو پر سر د پولیسو او د یوه چارواکي د ساتونکو ترمنځ لانجه وشوه”
  1. واه واه دا نو څه حکومت دی؟
    حکومت خو دطالبانو ریښتینی عادل حکومت و چې دلګۍ مشرانو یې لارې شکولې وې په غازي سټیډیوم کې یې لاس او پښې ترینه پرې کړل او همدغه راز یوطالب یوبیګناه سړی وژلی وه طالب په عام محضر کې قصاص کړل شو داسې لسکونه پیښې شته چې طالبانو پخپلو چارواکو عدالت پلی کړیدی او سزاګانې یې ورکړیدي. اوس نو ددې حکومت نه دانصاف طمعه لرل نا انصافي ده.

  2. ارسطو رښتیا ویلي وو چې قا نو ن د غڼې جال دۍ، ضعیف پکې نښلي او زور واکي یې جال ورا نوي، دا لنډه غر نوي قدرت ته رسیدلي ، ځمکه او آسمان نه پیژ ني.

  3. ديره جالبه ده ان تربهرنيو راديو٫گانو ددزو خبري ،دخلكو تشويش چه يا خدايه بيا سه پيش شول اونتيجه يي دچارواكي دباديگارد موتر دشيشو پاكولو موضوع،خير هرسه چه پيش شول وشول خوملت سرونه ورته نيولي او په سر سر يي وهي ،مگر داملت خو دومره بي غيرته هم نهوه،اوحتي دسقاوي حكومت هم تردي كمزوري نهوه ،داخبري به پريزدو خو دافسوس خبره داده چه ولي حكومت اورسني دعاملينو او چارواكو نومونه. نه اخلي؟ داكوم ترس اوداردي چه دتولو خوله يي ورترلي ده ،دا چارواكي هرسوك چه وي ژردي له مقابل پوليسو نه معزرت وغواري اونومونه دي رسوا او جزادي وركر شي ،زكه دتورشيشو نه نصبول دهمدي مقاماتو لخوا تاييد اوخپله يي نقض كوي

  4. واه صدیقی واه آیا د لندغرو چارواکو لپاره قانون نسته؟
    قانون مقام نپیږنی
    اوسنی چارواکی
    غله
    داړه ماران
    وژونکی
    چپاولګر
    بی ناموسه
    ووووووووووو

ځواب ورکول Shoaib ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *