ادبي صنعتونه دبدیع په علم اړه لري اوپه منظوم اومنثورکلام کي ئې کارول دکلام ښکلا ورزیاتوي، دجذابیت سبب ئې کېږي اودکلام پر لوستونکي باندي ئې اغېزه اوتاثیر ډېروي.

ادبي صنعتونه دوې غټي څانگي لري چي یوه ئې لفظي صنعتونه په ځان راکښېباسي اوبله ئې معنوي صنعتونه.

معنوي صنعتونه دکلام له معنوي اړخ سره تړلي وي. حسن تعلیل، لف ونشر، رجوع، تجاهل العارف اونور معنوي صنعتونه بلل کېږي.

له لفظي صنعتوڅخه چي سروکارئې زیاتره له شعرسره دئ،دکلام د شکلي رنگارنگۍ اودمخاطب یالوستونکي دپاملرني اړولو په نیامت کاراخیستل کېږي. نوره کومه گټه پر بناء نه ده. ځیني لا داسي هم وایي چي دلفظي صنعتوپه راوړلوسره شاعرغواړي پرشعرباندي خپل برلاسی ثابت کاندي. توشیح، المربع، المشجر، ترصیع او تجنیسونه دلفظي صنایعوپه مثالوکي راځي.

ختیځ ادبیات له دغو دواړو ډولو ادبي صنعتوڅخه ډک دي او مطالعه او زده کړه ئې ددغوادبي صنعتوله زده کړي پرته سخته ده. لویدیځو ادبیاتو هم دخپل اوږده تاریخ په بهېرکي داسي یوه دوره تېره کړې ده چي شاعرانوبه دشعر دغو لفظي اومعنوي ښکلاوو ته په خپل کلام کي ځای ورکاوه. زه غواړم په دې لیکنه کي دتوشیح ادبي صنعت په باب یو څومعلوماتي خبري له لوستونکوسره شریکي کړم او په ختیځ او لویدیځ ادب کي ئې مثالونه راوړم.

توشیح عربي ویی دئ چي معنائې “دیوچاغاړي ته غاړه گۍ (وشاح) اچول” ده. عربي (وشاح) ته په هندي ژبه کي” هار” وایي (غیاث اللغات). هار، پښتو ژبي ته هم لارموندلې ده.

دادبي اصطلاح له مخي توشیح هغه لفظي صنعت ته ویل کېږي چي یو شاعر خپل منظوم کلام داسي واوډي چي دبیتوله منځه څخه کومه مستقله معناداره کلمه یا کلمات راووزي. هغه کلام چي توشیح پکښې راغلې وي، د( موشح) کلام په نامه یادېږي. مُوَشّح بیت (فرد)،موشحه بولـله (قصیده)، موشحه ټوټه (قطعه)، موشحه څلوریځه (رباعي) اونور.دغه کلمات او توري یا د بیتوپه سرکي راغلي وي یائې په منځ اوپای کي. ددغو کلماتودپیداکولو له پاره شاعرپه شعرکي هغه شان قاعدې او قرینې نه راوړي، لکه معماویونکي چي ئې په معماوو کي راوړي. دتوشیح کلمات یاپه جلا رنگ لیکل سوي وي، یائې غورسواله دبیت دنورو تورو له پنډوالي سره توپیرلري اویائې نو دشعرپه پای کي دلمنلیک په توگه اشاره ورته کړې وي. له دغو اشاروپرته ئې موندل ډېر سخت کار دئ اوډېرفکروهل ورلره بویه.

دتوشیح صنعت مثالونه په فارسي ادب کي خورازیات دي خوپه پښتنوشاعرانودونده (دومره)زیاته پاملرنه ورته کړې نه ده. دفارسي ژبي دشپږمي هجري قمري پېړۍ شاعر سیدالشعراء استادابومحمد رشیدی سمرقندي دلفظي اومعنوي صنعتوپه کارولوکي داستادۍ درجې ته رسېدلی اوپه دې لارکي ئې نوم ایستلی وو( وگ : لغتنامه دهخدا). په دې لاندي فارسي بیت کي شاعردقرآن عظیم دسورة الشوری اته دېرشم آیة ( وَاَمرهُم شوری بَینهُم) راوړی دئ اوهغه توري چي دغه مبارک آیة ځني استخراجیږي، ماپه سره رنگ راوړي دي :

رسدوامق به عذراعاقبت خسروبه شیرین هم

شودگرخنجری هرموی بدگویان و زوبین هم

لوستونکي به متوجه سوي وي چي شاعرددغه دبیت دویلوپروخت څونده (څومره) خواري پرځان منلې ده؟ دې خوارۍ ئې دشعرپرښکلا باندي کوم اغېز نه دئ کړی خوپرشعرباندي ئې خپل تسلط په ثابت کړی دئ.

په دې بل مثال کي شاعر د څلوریځي دسرتوري داسي راوړي دي چي دهغوله یوځای کېدلوڅخه دمحمد (ص)مبارک نوم استخراجیږي :

من بردهنت به مـــــــوی بستم دل تنگ

حــــــاصل زلبت نیست برون ازنیرنگ

من باتو و توبامنِ مسکین شب و روز

دارم سرِ آشتی و تــــــوداری سرِ جنگ

دپښتوژبي یوه غزل به هم راوړم چي دتوشیح په صنعت کي ویل سوې ده چي دبیتودسرله تورو څخه د( گل ملوک) نوم راوځي اوله “بورا” ویبپاڼي مي رااخیستې ده. ماته دانه ده معلومه چي گل ملوک دشاعر خپل نوم دئ ، که دبل چا؟

 

گمـــــــــــــراهانوســــــــــره مه گډوه ځان            فــــــــــــرمایلي دي نبي آخـــــــــــــر زمان

له فضولوبدکارانــــــــوصحبت مه کړه              بل خبري ته غــــــــــــــــوږمه ږده دنادان

مدام گرځه پــــــــه مجلس کې دنېکانو             قایم اوســـــــه پخپل دین کې مسلمان

له گناه بــــــــــــــــه منزهه وي هغه څوک         چې ثناصــــــــــفت تل وایي پــــــــه زبان

ورکول بل ته دخــــدای په نامه ښه دي             په قــرآن کي داسې وایي پاک سبحان

که دي گنج لکه قارون په دنیاډېرشي               بې کفنه تـــــــــــــــوښه نشې وړی دځان

په پښتوکي ددغه ادبي صنعت مثالونه نورهم سته خوماته ښاغلي جهاني دکندهاردیوه ځوان شاعرشعري مجموعه راواستوله چي (پاڼه) نومېږي اود دېوان په شکل دالفبې پرردیف برابره ترتیب سوې ده. هره غزل ئې پنځه پنځه بیته ده اودهري غزلي دبیتودپیل له توروڅخه ( زبیده) نوم جوړېږي. ماته په فارسي، عربي، اردو اوپښتوادب کي بل کوم داسي شاعرمعلوم نه دئ چي دخپل ټول دېوان غزلي ئې په یوه ادبي صنعت کي ویلي وي. داشاعربشیراحمد(تائي) نومېږي اودطب ډاکټر دئ. استعدادئې دستایني وړ دئ.پرقلم دې برکت وي.

یومثال به ئې ولولو :

 

زړه،سینه کي ونه لیدفـــــــــــــــــــــراغت                چي داستادورځوخـــــال ئې سوقسمت

باردهــــــــــــــجرئې تړلی رگ په رگ دئ               پرې اثردزاهــــــــــــــــــــــــدنه کانصیحت

یارجدا،منزل جدا، مېنه جداســـــــــــوه                    لادمیني پــــــــــــــــــــرصحراځي سلامت

دعشق باربه مجنون نه وونصیب سوی                    که لایق وای روغ اشخاص ددې حاجت

همېشه دخُمه می له ســــــــــاقي غواړي                   ” تائي” مه بولئ په عشق کي ملامت

لویدیځوادبیاتوهم پخپل تاریخ کي یوه داسي پړاو وهلی دئ چي شاعرانوبه دکلام شکلي رنگارنگۍ ته پاملرنه کوله اوهغه به ئې دخپل کلام دښایست اوقوت نخښه گڼله. په دې لړکي ئې دتوشیح ادبي صنعت هم له پامه نه دئ ایستلی. په انگرېزي ژبه کي هغواشعاروته چي دتوشیح ادبي صنعت پکښې کارسوی وي ،(acrostic poems) وایي. د اکراسټیک ویي ریښه یونانۍ ده. په یوناني ژبه کي (akron) پای، انتها ته وایي او(stikhos) دکتارمعنالري. داکراسټیک فرانسوۍ بڼه (acrostiche) ده. په مروجوقاموسوکي ئې د(acrostic poems) اصطلاح ته کښلي دي چي : هغه شعر، لفظي معما یا کم (کوم)بل ترکیب ته ویل کېږي چي په هغه کي یولړټاکلي توري داسي کتارسوي او راوړل سوي وي چي له هغوڅخه یو بل لغت یالغتونه جوړسوي وي.

په انگرېزي ژبه کي داکراسټیک شعریوه زړه اوپخوانۍ نمونه چي زما ترنظرتېره سوې ده، هغه دامریکایي جنرال ،سیاح او سیاستمدار جوسیاهرلان (۱۷۹۹ ــ ۱۸۷۱ع)شعر دئ چي خپلي معشوقې الیزابیت سوېم (Elizabeth Swaim) ته ئې ویلی اوما(هوتک)د بن میکنټایر (Ben Macintyre) دهغه کتاب له شپږم مخ څخه رااخیستی دئ چي (The man who would be King) نومېږي:

Each quickening pulse in Coreopsis speaks

Lo at first sight my love for thee was mov’d

Iris love’s messengers salutes those cheeks-

Zephyrs! sweetly breathe where Alfers lov’d

Althea says with passion I’m consumed

Be wreathed the moss rose bud and locust leaves

Emblem of love confess’d beyond the tomb-

Thy Captive made, Peach blossoms ferned leaves

Heliotropes blue violet and Tulip red

Secure devotion love in declaration-

Whilst ecstasy from fragrant Jess’mine’s bred-

Ambrosia means love’s acceptation

In Verbena, Daisy red, Cowslip and Mignonette

Must sense and beauty, grace, divinity set.

From Marigold- that’s cruelty!- abstain

And Rose, fair lady, for it means disdain!

په دغه شعر کي دتوشیح (acrostic) صنعت کارسوی دئ. که ئې دهر فرددسرتوري سره یوځای ولیکل سي، نود(Elizabeth Swaim) نوم ځني جوړېږي.

ددې شعرپه ژبه پوهېدنه اودپکښې راغلو مفاهیمو اواصطلاحاتو ژباړنه ماوارو کسانوته سخته ده، خوبیاهم ماهڅه کړې ده چي له درنو شاعرانوڅخه په بخښني غوښتلو سره،ددغه شعر مطلب په آزاد ډول پښتوته راواړوم :

راته وایي داسپوږمۍ په هرسترگک کي

چي اول دیدن دي زړه راڅخه یووړ

دبوډۍ پرټال سپرو، زمادمیني

قاصدان ټول سلامي سول

ستاسورکو سورکوغومبرو،اننگوته

دنسیم خوږې وږمې مینه خپره کړه

صبروزغم ئې له گلونوڅخه واخیست

درپه غاړه ئې دگلوغاړگۍ کړه

اوپه ډاگه ئې نارې کړې

چي له قبره به مي هم ستامینه پاڅي!

شکوفې دشفتالودرته تسلیم سوې

ژیړلمرگلي، سره لاله اوارغوان هم

درښتیني ډاډمن عشق په نارو سرسول

یاسمن پرنڅاراغلل

خپروله ئې خوشبوی خوشبوی عطرونه

دعسلو معناڅه ده؟ قبلول دعشق اومیني

که گلاب دئ که لمرگلی

که لاله که ارغوان دئ

مجموعه ده دښایست اودښکلاوو

پېرزوینه دڅښتن ده پرموږباندي.

که دي گل همېش بهاروبولم گراني!

که مخی درسره سورگل دگلاب کړم

راته وایسي خپل ځان ډېرگناهکاره

خودبه ډډه کړم له دې ظالم کرداره.

جوسیاهرلان هغه لومړنی امریکایي دئ چي دامیردوست محمدخان د اول وارپاچهۍ پروخت په کابل کي اوسېدلی دئ. دجوسیا هرلان دغه پورتنی شعر په ځینو انټرنیټي منابعوکي یوه بل مشهورامریکایي اډگارالن پو(Edgar Allan Poe ( 1809 – 1849) ) ته منسوب بلل سوی دئ. ددې انتساب سبب ماته ددغو دواړو امریکایي شاعرانو د معشوقودنومونونزدې والی ښکاري. دالن پومعشوقه دده داکالور (الیزا)وه چي بشپړنوم ئې(Virginia Eliza Clemm) وو . دوی دوو وروسته واده سره وکړ.

په لاندي انگرېزي اشعاروکي هم دتوشیح صنعت کارسوی دئ :

True Love

 

This isn’t how I imagined it would be

Rumors spreading about you and me

Unsure if it’s totally true

Especially after seeing her with you

 

Looks like it was never real

Otherwise I won’t have to feel

Very depressed that I can’t believe in anything

Even in that thing they call “True Love”

 

ددغه شعردهرفرد دپیل توري (دسرحرفونه) که سره یوځای ولیکل سي، ( True Love= رښتینې مینه) ځني جوړېږي.

دابل انگرېزي شعربه هم چي دتوشیح صنعت پکښې دئ راوړم :

 

Friendship!

Friend is all you need …

Right there next to you is where they seek…

If you went through a hard time…

Entertain you is their job…

Never will they ever hurt you…

Doing what’s good for you…

Standing up for you no matter what …

Helping you wherever you are …

It’s what friendship for…

Promise they’ll always be there for you.

 

د دې شعر دهرفرددسرله تورو څخه د(Friendship = دوستي) کلمه جوړېږي. دوروستیو دوو انگرېزي شعرونوترجمې دي لوستونکوته پاته وي. نوربه مو نه غموم اورخصت به درڅخه واخلم.

محمدمعصوم هوتک

آشاواــ انټاریوــ کاناډا

دوهمه دډسمبر۲۰۱۴ع

One thought on “د توشیح ادبي صنعت په ختیځ اولویدیځ ادب کي/ استاد هوتک”
  1. استاد محترم سلام
    درې خبرې:
    رحمان بابا، حميد ، خوشال ، اقبال لاهوري او نورو شاعرانو په ديوان کې دادب او صنعت په برخه کې ډير نور مطالب شته چې په لويديځه ادب او ادبياتو کې نشته نو کله چې منبع نه وي نو صنعت به ځنګه مينځ ته راشى
    دوهمه خبره د اسلامي فقې او احکامو پر اساس هم له لويديځې نړۍ سره کوم تړاو نه لري. د چاپيريال، او کلتور په ارتباط هم ډير شيان توپير لري په ځانګړې توګه په
    ځانګري ادب او مخلوط يا ګډ ادب کې
    دريمه فلسفې خبره قراني اعجاز ، معنا، نص، او په تيره بيا په معنوي لحاط د وامرهم شورى بينهم د ادب له ښکلا او صنعت نه ډير اوچت کلام دې چې تفسير او بيان ېې کتابونه نيسي.

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *