په سیاست کې د عمل ابتکار ساتل د خطر امکان کموي؛ خو کله کله ناسنجولی اعتماد ابتکار پردی کولای شي. په ولسي جرګه کې افغان حکومت حد اقل اتیا وکیلان لري، چې د فیصلو جهت که د حکومت په خوښه ونه ټاکلی شي، لږ تر لږه یې سبوتاژ کوي، اما له دې وېرې چې له افغان سیاستوالو او مخورو سره د امریکا اړیکې په مراتبو تر افغان حکومت ژورې دي، نو ولسمشر کرزي یوه حیاتي فیصله له قانون څخه سنتي چینل ته ولېږدوله او نن د خپل دې اقدام په لالچ کې ناکراره دی. په حقیقت کې د لویې جرګې پرېکړې د ولسمشر کرزي دیپلوماتیکه اراده سخته ځپلې ده. اوس ولسمشر په یوازې سرله امریکا سره د معاملې بېلانس ساتي او دنیا څه چې خپل حد اقل ملاتړي یې هم غږ نه بدرګه کوي.

په کور دننه عجيب یو تصور حاکم دی؛ مهمه نده چې د تړون انجام به څه وي، خو تر طالب اخوا مطلق اکثریت له امریکا سره د امنیتي ملګرتیا لس کلنې موافقې ته شېبې شماري. دا هم د سیاسي شعور د ماشومتوب یوه بېلګه ده، چې کیفیت نه غواړي د بدو انتخابونو په منځ کې نسبتاً بد لټوي. ما چې له جرګې وروسته څوک لیدلي او پوښتلي یوازې یو ملامت لري، چې هغه یې ولسمشر دی او د ولسمشر ملامتي یې په تعاملاتو کې ځنډ دی. دا ډول ولسي بې باورۍ په لسو کلونو کې د ولسمشر د وینا او عمل له افسانو سرچینه اخلي، بېګا به یې ویل ملا عمر مې بښلی، سبا به چورلټ منکر وو؛ هر ولس چې له داسې لوړو ځوړو تېر شي د اعتماد په بحران مبتلا وي.

دلته سیاسي ګوند نشته، خودرویه ملي مدني ټولنه او محوري جريان نشته، چې سیاسي اعتراضیه مانورې یې ترسره کړې وای. لویه جرګه په مطلق استبداد درېدلې وه، یا به دې حمایت کاوه یا به طالب وې. حکومت درېیم سیاسي تاکتیک ونه درلود، ټول د جرګې په محور راټول شول، خو جرګې د دوی د ارادې خلاف او مطلق پرېکړه وکړه. اوس نو تر امریکا ولسي فشار خطرناک دی، چې ولسمشر یې د تاریخ ملامتۍ او بې تضمینه تړون په منځ کې د تصمیم په بحران کې ښکېل کړی دی.

د تړون شرایط د پخوا په نسبت له افغان لوري نور هم سخت  او مخ پر زیاتېدو دي، د ولسمشر له لوري په باګرام کې د نورو بندیانو سپارلو ټینګار عامه افکار حیران کړي. دا امکان مخ په ډېرېدو دی چې له پیله په دې تړون د ولسمشر کرزي د لاسلیک اراده نه وه، خو د ولسمشر لوری ټینګار کوي، چې د تضمین نشتوالی کولای شي دا تړون د افغانستان د تراژیدۍ د خونړي دوام  بل فصل وګرځوي.

که هر شرايط ومنل شي او تطبیق هم شي؛ تړون تر انتخاباتو د ځنډ قوي امکان لري. سوله په یوه نیمه میاشت کې نشي را تللای، امریکایان د افغان امن تضمین نشي ورکولای او که غالباً دا کار وکړي هم مانا یې داده، چې د نا امنۍ په جوړولو کې امریکا لاس درلود چې تر کرزي وړاندې امریکا ددې جوړښت په بد انجام پوهېږي. اخري شرط د ټاکنو د شفافیت تضمین دی،  ټاکنې چې عملاً ترسره نشي، بل ډول تضمین نشي لرلای او نه د ټاکنو پر بنیاد تضمین عملي دی.

په داسې حالاتو کې ولسمشر له ګڼو دلایلو سره تړون ته تن نه ورکوي او امریکا د انتظار لپاره تر شپږو میاشتو حوصله نلري، دا کېدای شي، د فشارونو څه بل څپرکی پرانېزي، چې ډېره وېره یې د نا امنۍ له زیاتېدو ده، خو مطلق شرایط نه د امریکا او نه د کرزي په ګټه دي.

One thought on “د تړون امکان کم دی/ اباسین بریال”
  1. لیکوال صاحب، د تړون مخالف یوازې طالبان نه بلکه د حزب اسلامي په ګډون د هېواد ۸۵ سلنه وګړي مخالف دي او د هېواد د بدبختیو لامل یې بولي. د یوې حقوقي پوښتنې په ډول آیا په جرګه کې داسې خلک وو چې د هيواد د ۳ سلنه وګړو استازیتوب د وکړي؟ په پوره باور درته وایم چې د یو فیصد هيوادولو اتازیتوب هم په جرګه کې و نه شو، ځکه خو به یې پایلې هم د جرګې د غړو د توقع خلاف وي، او یوازې د چټل کاغذ پر مخ به تورې لیکې پآتې شي. دا وطن به ان شاالله ازادیږي

ځواب ورکول عابد وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *