ښاغلی ارینزی

په تېرو پنځوسو کلونو کې نړۍ دومره پرمختګ کړی او هومره بدلون راغلی چې له تېرو لسو، شلو او حتی سلو پېړیو سره نه شي پرتله کېدای.

د جنوب ختیځې آسیا ځینو هېوادونو لکه جاپان، مالیزیا، چین، جنوبي کوریا، تایوان، سنګاپور او (هانکانګ) چې نه انرژي لري او نه اومه مواد، داسې حیرانونکی پرمختګ کړی چې سړي سر منځی کلنی عاید یې په منځنۍ توګه 15- 40 زرو دالرو ته رسېدلی او د نړۍ له خورا پرمختللو، هوسا، خوندي او خوشحاله هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

د دې هېوادونو هېواد پاله، مسوولو او هوښیارو مشرانو څلور – پنځه لسیزې مخکې پرېکړه وکړه چې په انساني سکتور باندې پانګونه وکړي او داسې پیاوړي مسلکي کادرونه وروزي چې له ریګ څخه غوړي وباسي او هېوادونه د پرمختیا، پراختیا، سرلوړي او هوساینې په لور وخوځوي.

په انساني سکتور باندې (نه) پانګونه او د رښتیانیو هېوادپاله کادرونو (نه) شتون یا لږوالی، هغه ستونزې دي چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې، افغانستان ډېر ځورولی او درانه زیانونه اړولې دي.

موږ خپل ځان، خپل تاریخ، خپل موقعیت او د سیمې او نړۍ حالات سم نه پیژنو. د مسایلو د تحلیل او ارزونې پوهه، اراده او وس نه لرو او له همدې امله په پرله پسې توګه په څاګانو کې لوېږو او لا له یوې غمیزې او بدمرغۍ څخه نه و رغېدلي چې په بله واوړو او د وینو په نوي تالاب کې لاهو شو!

ترخه تاریخي واقعیتونه وايي، هغه ولسونه چې لږ پوهېږي او په سیمه او نړۍ کې خپل دریځ سم نه ویني، هر وخت د نورو د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهالو ګټو په معاملو او جګړو کې سوځي او نه جبیره کېدونکی زیانونه ویني.

هغه وخت چې په نړۍ او په تېره بیا زموږ په سیمه کې د سړې جګړې وریځې خورې وې، افغانستان د لویو سیاستونو او تګلارو قرباني شو او د سترې پوهې او وطني فکر د کمزورتیا له امله په داسې لوبو او لومو کې ښکېل شو چې لا تراوسه یې کراره ورځ نه ده لیدلې، هره ورځ د سر او مال نوي زیانونه ګالي او د نورو د ګټو د جګړو په ډګړ بدل شوی. یو دلیل چې موږ په دې جګړو کې ښکېل پاته او د نورو د ګټو قرباني شوي یاستو د ملي فکر، ستر فکر، ملي تګلارو، ملي ګوندونو، ملي شخصیتونو، ملي زعامتونو او تفاهم نشتوالی دی چې ولس لکه بې شپونه رمه په بېدیا کې لالهانده دی او داسې ټپونه ګالو چې هر اړخیزه او بنسټیزه رغېدنه یې پېړیو ته اړتیا لري!

سړې جګړې افغانستان ته دومره زیانونه ورسول چې شرح یې (هفتاد من مثنوی) غواړي او کېدای شي چې زموږ څو راتلونکي نسلونه ورته وژاړي او خپلو پلرونو، نیکونو او مشرانو ته ښېراوي وکړي!

د (ثور د اوومې انقلاب) او د (ثور د اتمې اسلامي انقلاب) پېښو له امله د افغانستان څه باندي یو نیم ملیون نارینه، ښځې او ګلالي ماشومان وژل شوي، یونیم ملیون معیوبین او معلولین لرو، په زرګونو خلک ورک دي، په ملیونونو وږي، نهر، بېسواده، ناروغه، وزګاره او له راز – راز عقدو ډک پاته دي، درې ملیونه په نشو روږدي او په ملیونونو د وطن پرېښودو ته اړ شوي، یو شمېر واړه انسانان لا اوس هم په درواغو ویاړونو کې ډوب دي او د ثور د اوومو او اتمو د ښېګڼو په هکله بابولالی وایي. د افغانستان پېښي د نړۍ د بدلانه بنسټونه بولي او ادعا کوي چې د افغانستان په ژغورلو یې نړۍ ژغورلی! دا خلک له فکري پلوه ناروغان او په رېښتیا چې ډېر واړه دي!

د تاریخ تیوري لوی لیکوال (اچ.کار) وایي: تاریخ ولولي او هغه تېروتنې بیا مه تکراروئ چې یو ځلې یې تاسو له ناورینونو او کړاوونو سره مخامخ کړئ او وژلئ یاست!

د ثور د اوومو او اتمو ورځو یاد د دې له پاره ښه دی چې موږ د افغانستان پوخ او ډیر ملامت نسل او ځوان کهول ټول پند ترای واخلو، د احساساتو له پړاو څخه د تعقل او تفکر پړاو ته تېر شو، د افغانستان د ژغورنې له پاره مسوولانه ګامونه پورته کړو او هغه مسوولیتونه په سمه توګه سرته ورسوو چې خدای(ج) د اشرف المخلوقات او خپل خلیفه په توګه موږ ته راسپارلي دي.

موږ د افغانستان خلک باید ډېر په (تېر) کې بند پاته نه شو. دې فکر زموږ د پرمختګ او نیکمرغۍ مخه ډب کړی. موږ ته په کار دي چې سم فکر وکړو او په ګډه د یو سم انساني ژوند په لور په مخ وخوځو. د تېر له افسون څخه ځانونه وباسو. د نیکمرې د لمر وړانګې هلته لیرې ښکاري.

د ښاغلي ارینزي نورې لیکنې

One thought on “د (تیر) له افسونه وتل په کار دي/ احسان الله آرینزی”
  1. Salamoonah;
    Aaryenzei sahb reshtya wayyi.
    Dr. sahb M.Ashraf Ghani ya`ni 2. Thinker!!, xo wayi che Malyzia, Singapoor etc. niema maat aw gooodd hevaduno pa bya raghawilo aw oseny halet ta rasevelo ki yi koshesh karrey dey; oos de d hamhagha molkunu saxa Kaarpohan aw international Ciasetdanaan raweli che Afghanistan pa bya raghawinah ki mrastah wakrri. La 2 sary aw 6 sary xamaar aw gol-mergan na xo poorah kegy na! .la 4me Ciakawiy maxnewy pakar da.
    Pa dranwiy.

ځواب ورکول h.s.z. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *