د دغه کتاب لیکوال امریکایی ژورنالست ډاکټر انډریو سکاټ کوپر دی او پښتو ته افغان ژورنالست عبدالمالک عاصم را ژباړلی دی.
په کتاب کې د امریکا او خلیجي هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو بحث شوی دی.
لیکوال هڅه کړې چې په دغه کې کتاب کې دې پوښتنې ته چې امریکا، ایران او سعودي عربستان څنګه په منځني ختیځ کې د ځواک انډول بدل کړ ځواب پيدا کړي. دغه کتاب په ۱۱ څپرکو او ۵۸۰ پاڼو کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی د (۲۵۰) افغانیو په بدل کې یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.
پتې:
لومړۍ څانګه: کابل پوهنتون لوېدیځ سړک.
دویمه څانګه: دهبوریو پارک جنوبي دروازې ته مخامخ.
د تلفون شمېرې: ۰۲۰۲۵۰۴۶۵۲-۰۷۹۸۹۸۹۶۹۶
[email protected]
www.aksosbookstore.af
F/aksos book store
اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم شاوخوا ۲۰ کتابونه چاپ کړي دي.

3 thoughts on “« د تېلو د پاچاهان» په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه”
  1. دودیال وروه پورتنی متن یو واری بیا ولوله کیدلای شی چی سوال به مو حل شی،

  2. ګرانو لوستونکو!

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    له لوی او مهربانه الله تعالی څخه ددې هیله لرم چې روغ او جوړیاست.
    درنو لوستونکو غواړم د تېلو د باچاهانو د کتاب په اړه یوه څه درسره شریک کړم.
    دا کتاب چې یوه غښتلي او په ډېرو نړیوالو قضیو کې ننوتي او مخور امریکاېي ژورنالست لیکلي او زمونږ ګران ورور او تکړه ژورنالست عبدالمالک عاصم ژباړلی، په خورا لویو او مهمو پېچلیو موضوعاتو باندې را څرخیږي، چې له همدې امله یې لږ تر لږه يو ځل لوست ټولو ځوانانو او په سیاست او اقتصادي چارو کې بوختو کسانو ته خورا اړین او په زړه پورې بولم.
    • په دې کتاب کې د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ اړیکې
    • د لویو ځواکونو او شتمنو هېوادونو ترمنځ اړیکې
    • په تاریخي اړیکو باندې رڼا
    • د اوسني حالت له تېر سره ښه تړون او جوت لاملونه
    • د راتلونکي په اړه د دغو لویو ځواکونو پلانونه
    • د خپل هېواد په اړه د نړیوال سیاست له مخي اصلي انځور
    او په پای کې هرکس کولای شي چې ددې په اړه خپله لاره او ګودر معلوم کړي چې چېرته؟ او دڅه لپاره مخه کوي؟
    ګران ورور او د یاد کتاب ښه ژباړونکي عبدالمالک عاصم صاحب ته له لوي الله تعالی څخه د ستر اجر اوښه په زړه پورې بدل هيله لرم او ددې لوی خدمت او زیار څخه یې تل د یوه افغان، مسلمان او خپلواک بچې په صفت منندوی یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *