عبدالله عبدالله

تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: د ټاکنو کمېسیون نن شنبه د یوې اعلامیې په نشرولو خبر ورکړی چې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شمېرنه یې پیل کړې ده، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د رایو بیا شمېرنه تحریم کړه.

د کميسیون اعلامیه کې راغلي چې کمېسیون د څارونکو پر وړاندې د تخنیکي وسایلو بسته بندي د رایو د تفتیش لپاره پيل کړې ده او ناظرین هم باید چې د ابلاغ شوې مودې په پام کې نیولو سره د وخت د کموالي له کبله باید حاضر وي.

خو د عبدالله ټاکنیزې ډلې هم په یوه اعلامیه کې ویلي، تر هغو چې د رایو تصفیه نه وې شوي د رایو بیا شمېرنه نه مني.

ټاکل شوې وه چې د رایو بیا شمېرنه تېره اوونۍ پیل شوې وای خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یې مخه نیولې وه او ویلي يې وو چې ټولې غیر بایومتریک رایې باید باطلې شي.

خو د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بیا تېره ورځ وویل بې بایومتریکه رایې باطلوي خو لومړی باید صندوقونه وکتل شي.

2 thoughts on “د ثبات او همپالنې ډلې د رایو بیا شمېرنه تحریم کړه”

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *