د ثور کودتا

 د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه هغه ورځ ده چې کمونسټانو کودتا وکړه او د وینو ويالي یې وبهولي، تر يو ملیون ډیر افغانان شهیدان شول، تر يو نیم میلیون پوري افغانان معیوب او په ملیونونو افغانان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه کله چې د وخت ولسمشر داود خان د خلق ګوند ځیني رهبران بندیان کړل نو د خلق دموکراتیک ګوند د انقلاب هوډ وکړ او د دواد خان په حکومت یې کودتاه وکړه چې په نتیجه کې یې د هیواد واګي او حکومت خلقیانو په لاس کې واخیست او د داود خان د کورنۍ ۳۰ تنه غړي یې په شهادت ورسول.

وروسته له دې په هیواد کې ناخوالو زورواخیست دا چې د خلق ګوند د دوو رهبرانو لخوا رهبري کیدو نو د چپ لاس رهبر یې نورمحمد ترکي او د ښي لاس رهبر یې ببرک کارمل وو، چې په ډیر کم وخت کې د دوي په منځ کې اختلافات اوج ته ورسیدل او نتیجه یې دا وه چې د ښي لاس اکثریت خلقیان ووژل شول یا له هیواده وشړل شول په دې جریان کې د حفیظ الله امین او تره کي تر منځ هم اختلافاتو زور واخیست او امین د تره کي په وژلو بریالي شو او په خپله یې د قدرت واګي په لاس کې واخیستي، کله چې د تره کي پلویانو دا حالت ولیدل نو له ببرک کارمل سره یې اتحاد وکړل او په ۶ د جدي د ۱۳۵۸ کال د شوري ځواکونو په مرسته او ملاتړ بیا سلطنت ته ورسیدل،

په دې جریان کې په هیواد کې وضعیت تر دې کچي خراب شوي وو چې کله یې هم اټکل نه کیدو د اووم د ثور له برکته په هرات کې په يوه ورځ کې ۲۴۰۰۰ مسلمانان قتل عام شول، بندیخانې له افغانانو ډکي شوي، له بې ګناه مسلمانانو څخه نوکان او څرمني وایستلي شوي او ‌‌ډلییز قبرونه یې له افغانانو ډک کړل خلاصه اووم د ثور وو چې افغاني کلتور ته پکې سپکاوی او شرقي کلتور ته درناوی وشو.

2 thoughts on “د ثور اوومه په هیواد کې د ناخوالو پیل/ صفی الله سلطانی”
  1. له حقیقتونو مخ اړونه کوی نور هیڅ نه . یوه نیم ملیون افغانان د ای ایس ای د تالۍ څټو په لاس قتل سول د خلقیانو په لاس نه

ځواب ورکول اټل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *