په تيره اونۍ کې د هالنډ د نړيوالې محکمې د حقوقي موسسې يو حقوقپوه د کمونيستانو د واکمني د لومړيو دوو کلونو د قتلوقتال يو نوملړ خپور کړ، چې تر ۵۰۰۰ بې ګناه انسان د اخواني، روشنفکر، ماوېست او نورو نومونو لاندې پرته له محکمې په ډېره نامېړانه وژل شوي دي، چې په نړيواله کچه ورته پام اړول شوی دی او په اړوند يې ډېر غبرګونونه په رسنيو کې شوي دي.

د دغه زړه بوږنونکې پېښې په اړه بايد له ټولو قربانيانو سره زړه خوږی وښودل شي او زه هم په خپل وار سره د دغه شهېدانو کورنيو ته د جميل صبر له پاک الله غواړم او شهيدانو ته يې د فردوس جنتونو تمه کوم او په دې هيله چې ځينې ذهني ناروغان او یا سياسي اپورچونيستان له دغه غملړلې پېښې سياسي ګټې پورته نه کړي او له دغه بشري غميزې سکتوريستې ډنډوره جوړه نه کړي او د کمونيستانو خبره: هره پېښه د خپلو ګټو لپاره و نه کاروي!

له بده مرغه نن مې آريايي برېښنا پاڼه کې يو شمېر له غرضه ډکې ليکنې ولوستلې، چې د ببرک کارمل پرچمي ډلې يو شمېر مخکښو، چې د وروستيو څو کلونو په بهير کې د ببرک کارمل په نامه د پرچمي فارسي ژبو په غولولو د خپل ژوند د هجرت شپې تېروي او ليکنو کې يې هم د کارمل ډلې ته د «بيني خميري» د جوړولو په موخه روا او ناروا ټول ليکي، چې هره پېښه د خپلو موخو په ګټه وکاروي، خو له هېره باسي، چې د افغان تاريخ په ټټر کې هر څه ژغورل شوي دي او د افغان ولس خوله نور نو نه د سرو قواو په کلاشينکوف پټېږي او نه هم د امريکا په مډرنو ډرونونو ځپل کېږي، ځکه نو که نن وي او که سبا وي، نو حقيقت به رابرسېره کېږي او خلک به د ټولو له جنايتونو او خيانتونو خبرېږي! د يو ليکوال دغه څو کرښې مې دلته رانقل کړې، چې نور يې هم ولولي:

مرتبط بر انتشار لست قربانیان سالهای 1978-1979 اشارات و سوالات مطرح میگردد که ارائه جواب و توضیح را نه تنها برای ملت افغانستان بل برای جامعه جهانی و اخصاٌ پولیس و دستگاهای زیربط هالندی ، ضروری میباشد. این لست که قسمتی از لست سال 1979 است شامل 12000 نفر بود و حفیظ الله امین خواست با انتشار این لست بار تمام جرایم خود و حلقه مجرم و مرتکبین جرایم خود را بدوش گروه فقید ترکی بیاندازد و با شعار ” مصئونیت، عدالت و قانونیت” خاک در چشم ملت بپاشد.

د کمونيستانو سره غميزه د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور مياشتې په ۷ نېټه رامنځ ته شوه، چې پيل يې په ارګ کې د بريدمن امام الدين، چې په ناروې کې مهاجر دی، د مرحوم شهيد سردار محمد داود خان د کورنۍ او د کابېنې د ۷۳ تنو په وژنه تر سره شوه، چې وروسته له دغه پېښې د افغانستان متدين او با غيرته ولس په يو او بل نامه ترور شول، چې په لومړيو دوو کلونو کې ۲۰۰۰۰ انسانان په قتل ورسېدل، چې په دې اړه تاريخ ليکونکي صديق فرهنګ په خپل کتاب «افغانستان در پنج قرن اخير» کې پوره معلومات ورکړي دي، چې تاسو يې هم کولی شی په نومولشوي کتاب کې دغه معلومات ولولی.

مګر زما د دغه ليکنې موخه د ثور جنايت او د جديې خيانت ته ګوښې شوې ده، ځکه چې يو شمېر ليکوالو هڅه کړې، چې د کارمل خيانت د خلقيانو د جنايت تر پوړني لاندې تېر کړي، چې ګواکې د ټولو خوالو او نا خوالو مسؤلين خلقيان ول او په تېره بيا حفيظ الله امين يې په ګوته کړی دی او غواړي په دې ډول خپل غوړ لاسونه هم د امين په لمن پاک کړي او له خپلو مخکښو کاذب مشران جوړ کړي او د شادروان، سرداراو قهرمان مختاړي او د فقيد، همېشه ياد، قافله سالار او داسو نور ورستاړي ورزيات کړي.

1زما ليکنه د افغان ولس ځوان قشر ته د کمونيستانو د واکمني ظلمونو ته نغوته کوي، چې يوه وړه برخه يې د (لیست ۵۰۰۰) په نوم خپره شوې ده، مګر د نابغه شرق نـــور محمــــد تره کي له وژلو وروسته د ستاره شرق د حکمروايي په لومړيو کې د ۱۲۰۰۰ او څوک يې د ۱۳۰۰۰ انسانو د قتل عام ليستونه ياودي، خپاره شول، چې لېدو ته يې هغه مهال يو شمېر ورغلي هم ول، مګر بيرته ژوندي رانغلل او يو شمېر يې ليا په کوڅو کې تېر باران شول او د روسانو له يرغل سره سم د پرچمي بکوف له راتګ او د روسانو په بولنه ۲۳۰۰۰ تنه يوازې له پلچرخي خوشې شول، چې عبدالرسول سياف ، چې بيا په عبدالرب رسول سیاف واوښت هم خوشې شو، چې نن يې امريکايي غوبل ته شين څراغ نيولی دی!

د بنديانو د خوشې کولو دغه سياسي لوبه هم په يوه بله بدمرغي واوښتله، ځکه د ګڼو ګوڼو له عمله او یا د روسانو د يرغل سره د کرکې په اړوند شور ماشور جوړ شو، چې کمونيستي عسکرو په بنديانو او ملکي خلکو ډزې وکړې، چې د بنديانو د خوشې کولو پروسيجر هم تر څو اونيو وځنډول شو! خو له بده مرغه د سرو پوځونو د يرغل په ترڅ کې هم د پلچرخي زندان او پولېګونونه د انسانانو په غوښو او ککرو ډک شول او ډاګونه يې په وينو پرېمينځل شول، چې د کمونيستي واکمنو د قربانيانو شمېره د هغه مهال شوروي اتحاد د کمونيستانو په کنګره کې د مرحوم اکاډميسين اندرې ديميترويچ سخروف په وينا ميليونونه افغانان شهيدان ياد شول او د روسانو يرغل يې پر افغانستان وغندلو. ښاغلي ميخايل سېرګېيويچ ګورباچف هم په خپل کتاب «پېرېسترويکه» کې پر افغانستان د روسانو يرغل غندلی دی او د قربانيانو يا وژل شويو شمېر يې ميليونونه ياد کړي دي. مګر بايډ په ګوته شي، چې د روسانو د يرغل د زمانې د لاسپوڅي (دستنشانده) واکمني مشري بيا همدغه شادروان رفيق ببرک کارمل کوله، چې د بکوف نوم يې په (کې، جې، بي) کې او د ثاني شاشجاع نوم يې د افغانستان په تاريخ کې ګټلی دی.

د ثور د جنايت او د جديې د خيانت پړه افغانستاني کمونيستان په يوه او يا بله سيکتاريسته ډله لکه: پرچميانو او يا نويو خلقيانو اچوي، ځکه داوړه ډلې «مرحله نوين انفلاق ثور» ته ورننوتې او بيا چې همدا چپډوله لږ احساساتي شي، نو نه زرغونشاه ترې خلاص شي او نه هم ستمشاه! او بيا پخپله د تره کي، امين، کارمل، نجيب او د کېش پرستي په نورو سېکتورونو سره ووېشل شي او خپله درنه او د نورو سپکه به وايي، چې له يوه نه شاشروان جوړ کړي او له بله قهرمان! عجيبه خام سرونه او منجمد فکرونه!

آیا يو شمېر له سړو فکرونو او منجمدو مغزونو سره فکر نه کوي، چې افغان ولس هم د فکر او تعقل واګي لري او کولی شي، هم پېښې او هم د خلکو او يا سازمانونو افکار وڅېړي او يا د ګوندونو سليقوي شاليد وپلټي او خپل فکري مخليد او آنديز شاليد پرې جوړ کړي، نو يو شمېر ماجراجو بايد پوه شي، چې د خلکو سترګو ته نور نو د زهرو خاورې نه شی شيندلی! او ستاسو د مداريتوب او سياسي ايجړه توب په نيرنګ او سليقوي خرامان هر څوک پوهېږي او قضاوت پرې کوي، نو ښه به دا وي، چې: ای مرد دانا سخن سنجيده ګو و یا خموش!

د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور په ۷ نېټه خلقيانو له پرچميانو سره يو ځای کودتا وکړه او د سرې غميزې پيل يې د افغان ولس د ولسمشر او د هغوی د کورنيو د غړو د وژلو په اړوند د افغان ولس د سرو وينو ډکو پاڼو تاريخ پيل کړ او افغان ولس يې داسې ټپي کړ، چې له پرهارونو يې تر ننه پورې وينې څڅېږي او افغاني هويت، ذهنيت او انسانيت ته داسې صدمه رسېدلې ده، چې په سلهاوو کلونو به يې د ټولنيزو پرهاورنو ټپونه جوړ نه شي.

د سرې غميزې له پيله انسانان په يو او بل نامه وژل شوي دي، د هغه مهال د واکمني رئيس مرحوم ملګری نور محمد تره کی وو، لومړی معاون يې مرحوم رفيق ببرک کارمل وو او دويم معاون او لومړی وزير يې مرحوم حفیظ الله امين وو؛ په سياسي بېرو، مرکزي کومېټه او په کابينه کې يې هم خلقيان او هم پرچميان په خپل انډول سره ځای پر ځای شوي ول او د رياستونو، ولايتونو په کچه هم هم خلقيان ول او هم پرچميان ول، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازي هم پکې فعال ول، چې حتی نومونه يې هم ټولو ته معلوم دي، نو د ۱۹۷۸ـ۱۹۷۹ د قتلونو مسؤلين هم همدغه ټول دي او بايد د خپل جرم سره سم په سزا ورسېږي!

ځينې به وايي، چې داسې نه ول! مګر د معلومات لپاره به ځينې ټکي ياد کړم. د سرې غميزې له پيله او بيا وروسته له لومړيو ۶ مياشتو د خلقيانو او پرچميانو تر منځ په قدرت وېشنه شخړې پيل شوې، چې کارمل له يو شمېر پرچميانو لکه فدا محمد دهنشين، اناهيتا راتب زاد او يو شمېر نورو سره بهرنيو ملکونو ته ولېږل شول او کارمل له يو شمېر رفيقانو سره په چکوسلواکيا کې مېشت شو او پر افغانستان يې د روسيې يرغل ته د افغانستاني اړخ طرحه رېزي پيل کړه، خو په افغانستان کې اناهيتا راتب زاد ته د لوېديز نڅاګرې او کارمل ته د امپرياليست ګوډاګي لقبونه ورکړل شول، چې په مارشونو او مظاهرو کې به يې په هورا ګانو او د مرګ په وراشو بدرقه کېدل! مګر کال لیا نه وو تېر، چې د کيوبا د هونا کيسه پیل شوه، چې نابغه شرق سر پکې وخوړ او ستاره شرق د واکمني په آسمان کې په ځلېدو شو!

د افغانستان د يرغل پلان هم پوخ شو، چې د روسي يرغل روسي نقشه بيا په کرملين کې جوړه شوه، چې ليونيد ايليچ برېژنف، کاسيګين، سوکلوف، ګروميکو او اندروپوف يې طراحان ول او بکوف يې د پرچمي طرحې پر بنسټ بيا د افغاني سترنج دانه شوه، چې څو ځلې يې تاشکند او بګرام ته وړو او راوړلو، خو آخر يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۲۷ نېټه په روسي ټانګ له بګرامه تر کابله بوتللو او د افغانستان تر راډيو يې ورسولو، چې د بيرويې سياسي له يو شمېرغړو سره يې وکتل او يو دوو تنو ته يې د وژلو او فاشيست ګواښونه هم وکړل، مګر د میهنفروشي سندرې يا خبرې يې له تاشکنده خپرې شوې!

وروسته له ۱۹۷۹ ميلادي کاله د افغانستان په هر ګوټ کې شين سترګي، سور مخي او پړ مخي روسان خواره شول، د افغانستان په ټولو ادارو کې روسي مشاورين ځای پر ځای شول او ټول افغانستان د روسي سرو ځواکونو په حريم کې رااحصار شو، چې افغان ولس يې له ښکېيه په ټانګ او توپ وېشتلو او له پاسه يې په چورلکو او جېتو په نښه کولو، چې وروسته د تره کي او امين له قتلوقتاله يې له ۱۹۷۹ ميلادي کاله تر ۱۹۸۹ ميلادي کاله پورې د روسيې د نظامي ماشین مېچڼ په افغان ولس وچلوله او د دغه مودې په ترڅ کې يې تر څو ميليونه خلک ووژل او ټپي يې کړل، افغانستان يې وېجاړ کړ، په افغاني ټولنه کې يې بل نسل ته ۳ ميليونه کونډې، په ميليوناوو بورې او څو ميليونه يتيمان، څو ميليونه معيوبين او معلولين په غنيمت کې پرېښودل، چې د زغم، مسؤليت او ساتلو پېټي يې د مظلوم افغان ولس او ځوان نسل پر اوږو پروت دی، ځکه سرو غوبليانو او شنو طوطيانو خو له افغانستانه پښې سپکې کړې او ځانونه يې (G8) ته ورسول.

3د کمونيستانو د ظلمونو عاقبت دا شو، چې هغه مهال ليا له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې ۷ ميليونه افغانان مهاجرت ته اړ شول، چې ليا اوس هم څو ميليونه د مهاجرت له خوالو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې ۲۰ ميليونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. په ۱۹۹۰ ميلادي کال د هغه مهال د ښوونې او روزنې د وزير (بشرمل) له څرګندونو سره سم په ټول افغانستان کې تر ۵۰۰ ښوونځي فعال پاتې دي، مګر نور يې له منځه تللي دي.

بايد ياده شي، چې  له سرې غميزې مخکې د (تاريخ معاصر افغانستان) په پاڼو کې راغلي دي، چې د سردار محمد داود خان په واکمني کې تر ۶۰۰۰ ښوونځي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې فعال ول، نو له دغه بېلګې (مشت نمونه خروار) کېدلی شي يو انسان اټکل وکړي، چې کمونيستي نظام افغانستان ته څومره بدمرغۍ راوړې دي! چې د مملکت ټول اداري او روزنيز ميکانيزمونه يې فلج کړل او ټولنه يې د ظلم په بړبوکۍ کې لاهو کړه.

اشرار، مجاهد، اخوانی، طالب، القاعده، جنبشي او داسې نورې پدېدې هم د کمونيستانو د ظلم زېږنده او د جنايت پايله ده، ځکه د دوی ظلم افغان ولس ووېشلو، مهاجر يې کړ او د استخباراتي کړيو په لومه کې يې ورکړ، چې نن سبا په افغانستان کې استخباراتي جګړه روانه ده او هره ورځ يې په سلهاوو بې ګناه افغانان قرباني کېږي، چې مسؤلين يې د نننيو تېکنوکراتانو تر څنګ پروني کمونيستان هم دي، ځکه کمونيستانو د افغاني واکمني د بنسټ بېخ وايستلو، چې ټول ملت يې سرسام کړ، چې ماديات او معنويات يې ورته برباد کړل!

د ۱۹۹۰ کلونو په جګړو کې د کمونيستانو استازي: عظيمي، دوستم، دلاور، وکيل، کاوياني، علومي او ګڼشمېر نورو هم خپله ونډه پوره کړې، ځکه د جبل سراج له توافق سره يې سم، په افغانستان کې د ملل متحد طرحه شنډه کړه او په کابل کې يې د کودتا بندو بست وکړ، چې عاقبت يې په افغانستان کې ملکولطوايفي شوه او د جنبش د قواوو په مټه د رباني د حکومت پر ضد دوه ځله د کودتا هڅې وکړې او نظاريانو بيا د افشار فجایع رامنځ ته کړه، چې په زرهاو خلک د تنظيمي جګړو قرباني شول.

ځوان نسل بايد له تېرو پېښو عبرت واخلي او پرې نږدي، چې سياسي نانځکې او لاسپوڅې ډلې يې استعمال کړي، برعکس هڅه دې وکړي، چې خپل ټولنيز مسؤليت پرځای کړي او افغانستان کې عدالت پلی کړي او د افغانستان په اداري چارو کې په صداقت ونډه واخلي او د پرونيو کمونيستانو او نننيو فسادي تېکنوکراتانو افغانستان خپلواک کړي او له دغه بدمرغيو خپل ځانونه، راتلونکی نسل او ملت وژغوري او د مملکت زعامت ته يوه څانګپوهه، افغان ميینه او صادقه اداره رامنځ ته کړي.

له بده مرغه بايد ياده شي، چې د کمونيستي دوران غوبليان او د اسلامي خوځښتونو شنه طوطیان هم نه په مسکو کې تم شول او نه هم مکې ته ولاړل، نو دواړه ډلې غربي کفرستان او يا امپرياليستي استعمارستان ته پناه يووړه، چې د کمونيستي نظام اکثريت د سياسي بېرو، د کابينې غړي، د رياست جمهوري کارکوونکي، د مرکزي کومېټې غړي او د ولايتي شورا مُنشيان ټول په جرمني، هالنډ، بلجيم، ډنمارک، ناروې، سويډن او نورو لوېديزو ملکونو کې مېشت دي، چې يو شمېر ليکوال بيا د مهاجرينو د حقونو ناندره هم پورته کړې ده، چې ګواکې دوی پرچميان هم د ۱۹۷۸ـ۱۹۷۹ کلونو د ظلمونو قرباني دي، مګر دوی نه ليکي، چې له خلقيانو سره يې يو ځای د روسانو يرغل ته زمينه برابره کړه، سره غالۍ يې ورته هواره کړه او د پلچرخي پر ځای يې ټول افغانستان د روسيې نظامي ځواکونو لپاره لابراتوار وګرځولو او د افغان ولس يې د توپونو او راکټونو سوځېدلې غوښه کړله!

په پای کې بايد ياده شي، چې په افغانستان کې بايد يوه څانګپوهه اداره رامنځ ته شي او نننۍ جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي او په افغانستان کې دې انتفالي عدالت پلی شي او د افغانستان د وروستيو ۳۵ کلونو د جنايتونو او خيانتونو مسؤلين دې محاکمه شي او په وروستيو ورځو کې د خپاره شوي نوملړ له ليستونو دې ناوړه سياسي، سېکتوريستي او بې شرمانه سليقوي سؤ استفاده نه کېږي، ځکه دا به ډېره بې غيرتي وي، چې د دغه لېست پر بنسټ پرچميان له خلقيانو او يا مجاهدين له چپيانو د غچ اخيستنې په موخه د افغاني قربانيانو وينه خپله وسيله کړي! ځکه دا ډول هڅې د شهيدانو شهادت او د قربانيانو د کورنيو غمونو ته سپکاوی دی!

په درنښت

6 thoughts on “د ثور جنايت او د جديې خيانت/ ډاکټر لمر”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    دغه ليکنه هم د ثور د جنايتونو او د جديې د خيانتونو سره تړاو لري او که مو وخت درلود، نو ويې لول!

    یادداشتی بر انتشار لست کشته شده گان سالهای 1978-1979 در زندانهای زمان حفیظ الله امین توسط روزنامه 8 صبح و دستگاه های هالندی در وبسایت انتر نتی

    صبح 18 سپتامبر در عین حالیکه روزنامه 8 صبح در کابل لست قریب به پنج هزار قربانیان را که در زندانهای زمان حفیظ الله امین کشته شدند، نشر نمود ، این لست از جانب مقامات عدلی و پولیس هالند در عصر همان روز نیز در سایت های انتر تی منتشر گردید. گر چه انتشار این لست برای کسانیکه همان شرایط دوره وحشت را به چشم سر دیده بودند و یا درخوف و اختفا بسر میبردند، تازه نیست . بعد از ششم جدی 1358 ( جنوری 1980) دولت جدید تحت رهبری ببرک کارمل فقید هم بخاطر یاد بود از قربانیان که بدون محاکمه کشته شده بودند، عزای ملی اعلان نمود و در همین ماه تحت یک فرمان شورای انقلابی وقت عفو عمومی اعلان و بیش از 22 هزار نفر از زندانها بدون کدام استثناٌ رها گردیدند. انتشار این لست به احتمال قوی قسمتی از همان لست های قبلاٌ نشر شده است .

    اکنون نشر مجدد این لست ها که مربوط سال 1978 و 1979 اند، ممکن یک سند خوبی باشد در تجدید نظر سیاست تبعیضی 1- اف بر ضد صد ها هموطن ما که در کشور هالند خلاف نورم های انسانی از تمام حقوق پناهنده گی، اولیه بشری ، معیشتی و صحی محروم ساخته شده اند. ما امید واریم تا مقامات هالندی به خصوص وزارت خارجه و دستگاه آی . ان. دی هالند بر تجدید نظر گزارش وزارت خارجه سالهای 200-2003 قد خم نموده و محتوای غیر واقعی آنرا بپذیرند و به 15 سال برخورد خشن و ضد بشری شان بر علیه این هم وطنان ما خاتمه دهند.

    آنچه من بحیث یک فعال حقوق پناهنده گان افغان در هالند در آگاهی کامل هستم که تعداد از قربانیان سیاست تبعیضی 1- اف در همین سالهای 1078-1979 چه در ادارات تحقیق و چه در زندانها شکنجه شده و ماه ها را بدون تعین سر نوشت و یک پروسه غیر عدالتمندانه بسر برده اند و اکنون یکبار دیگر با سیاست تبعیضی دستگاه های هالندی خورد و خمیر میگردند. ارتکاب این اعمال و مسئولیتهای مجرمین اصلی سالهای 1978-1979 متاٌسفانه بر سرنوشت پناهنده گی این افراد سایه افگنده است یعنی هموطنان که در سالهای بعدی و در حاکمیت بعدی در دستگاه های امنیتی بعدی کار میکردند.

    مساٌله کشتار های بدون محاکمه در بین سالهای 1978 و 1979 تنها منوط بر لست های کشته شده گان که در زندانها و مراکز تحقیق کشته شده اند، نمیگردد زیرا تعداد زیادی هم به دستور افراد در تهکاوی های ادارات و پوهنتون ها زیر شکنجه افراد وابسته به گروپ امین کشتده شده اند که این رقم بالا تر ازاین لست و لست قبلی 12000 نفری است. بناٌ لازم و ضروری پنداشته میشود تا روی این مساٌله چند تذکری ارائه بدارم.

    چنانچه این لست یک گام در پیشبرد ” پروژه عدالت انتقالی” تلقی میگردد که از سال 1997 آغاز و تا اکنون ادامه دارد، ولی پیوسته سوالات را هم مطرح ساخته است که آیا در این پروژه مشترک هدف عمده ، وآنچه که محاکمه کشیدن مجرمین جنگ و مرتکبین جرایم نقض حقوق بشر عنوان شده است، چه خواهد بود.

    نویسنده بررسی جرایم جنگی و جرایم ضد بشری را در یک پروسه بیطرفانه و غیر سیاسی – تبعیضی مشروع و ممکن میداند و آنرا یک گام در مجازات مرتکب و مسبب جرم و تاٌمین یک عدالت که در مطابقت با کنوانسیون های قبول شده بین المللی صورت گیرد، میداند . ولی بدین معنی نه که نقش و نفوذ یکی از طرف های درگیر وقت در زمان جنگ های سی ساله بدین پروسه ها سایه سیاسی – تبعیضی افگند و یک پروسه عدالت مندانه را با قمچین زدن ها بی طرف اهداف دیگر بتازانید. جنایات جنگی در سی سال اخیر با شدت آن ارتکاب یافته است و تا حال هم با تمام شدت آن و با موجودیت اسناد موثق تصویری جریان دارد. توقع ما از پروژه عدالت انتقالی و پولیس و دستگاه های زیریط هالندی در این پروژه مشترک شان این خواهد بود که پروسه های حقوقی نباید تحت تاٌثیر دیدگاه های سیاسی و هنوز تحت جو سیاست جنگ سرد و تضاد های عمیق ایدیالوژیک سالهای دهه 50 و ادامه خشن آن در سالهای بعدی در افغانستان ، قرار داده شود و به عوض یک پروسه عدالتمندانه ، صرفاٌ عقده مندی ها ” عدالت ” را بحیث ابزار هدف گروهی قرار دهد.

    برای یک بررسی بر مبنای حقوق بشر و جرایم ضد بشری باید آن جرایم که از طرف نیرو های در جنگ (مستقیم و غیر مستقیم) بر ضد دولت وقت مرتکب جرایم شدید جنگی شده اند نیز قابل بررسی و محاسبه باید باشند. برخورد های جانبدارانه تا بحال نشان داده است که از جرایم مانند ترور های فردی، کشتن اسیران جنگی در محضر عام ، تجاوزات جنسی ، سر بریدنها و چشم کشیدن ها ، پوست کردن ها و قطعه قطعه کردن اعضای بدن افراد اسیر شده که هنوز زنده بودند، هیچگاهی به بررسی نهاد های مدافع حقوق بشر و عدالت انتقالی قرار داده نشده و گویا تحت نام مبارزه آزادیخواهانه بالای این جرایم شدید رو پوش سیاسی و تبعیضی گذاشته میشود. از دیدگاه حقوق بشری و آنچه در کنوانسیون های بین المللی تعریف و توضیح گردیده ، جرم در برابر ” انسان ” است نه تفاوت بین ” این انسان” و ” آن انسان”

    مرتبط بر انتشار لست قربانیان سالهای 1978-1979 اشارات و سوالات مطرح میگردد که ارائه جواب و توضیح را نه تنها برای ملت افغانستان بل برای جامعه جهانی و اخصاٌ پولیس و دستگاهای زیربط هالندی ، ضروری میباشد.

    این لست که قسمتی از لست سال 1979 است شامل 12000 نفر بود و حفیظ الله امین خواست با انتشار این لست بار تمام جرایم خود و حلقه مجرم و مرتکبین جرایم خود را بدوش گروه فقید ترکی بیاندازد و با شعار ” مصئونیت، عدالت و قانونیت” خاک در چشم ملت بپاشد. سوال مطرح میگردد که قسمت دیگر این لست چرا بدست داده نشده و یا انشار نیافته است.

    در این لست تنها نامهای اکثریت کسانی افشا گردیده که تحت نام اخوانی و مائویست به قتل رسیده اند، تعداد محدود از افغان ملتیها و مردم اهل بدخشان و تخار که تحت نام سکتارست به قتل رسیده اند. در حالیکه تعداد زیاد از گروه های دیگر نیز به قتل رسیده اند که ممکن یا در اختیار قرار داده نشده اند و یا در لست های مورد انتخاب و انتشار دهنده گان پروژه عدالت قرار داده نشده اند. اظهر من الشمس است که در این دوره وحشت سیاسی تعداد زیاد افراد بعد از وقایع زیر دستگیر و بدون کدام پروسه قانونی بعد از شکنجه کشته شده اند:

    قتل صد ها افراد تحت نام سکتاریست و بخصوص طرفداران شاد روان طاهر بدخشی بعد از ترور سفیر آمریکا در کابل.

    دستگیری و قتل بیش از 600-1000 نفر از باشنده گان اهل تشیع شهر کابل بعد از واقعه چنداول.

    دستگیری و کشته شدن صد ها تن از طرفداران شاد روان ترکی بعد از واقعه میزان 1979 از جمله شاد روان باحث (هرات) بسام (کندهار) سپین غر و تعداد ی دیگری که تصادفا، در عین وقت دستگیری خودم در اداره تحقیق و زندان پلچرخی بسر میبردند و کشته شدند.

    -در بین سالهای 1978-1979 بیش از 1500 تن از اعضای فرکسیون پرچم تحت رهبری شاد روان ببرک کارمل بدون محاکمه و بنام ” اشرافی” کشته شدند. ولی در لست 5000 نفری تنها چند نام محدود دیده شده است.

    تعداد از روشنفکران که هیچگونه خط فکری و اندیشه وی نداشته اند که به جوقه های اعدام ” پولیگون پل چرخی” فرستاده شدند. بیاد دارم که در ماه میزان 1979 مرحوم غلام محمد فرهاد با لقب ” پاپا” که یکی از چهره های پر افتخار ویکی از شهردار های با وجدان بود که با کارگران در جاده میوند نان و گندنه میخورد، با همان افتخارات و بحیث یک چهره ملی در محوطه مدیریت تحقیق نمیتوانست برای رفع ضرورت به تشناب برود ، محلی که در یک بلندی قرار داشت، همیشه با پطلون نمناک قدم میزد وبعداٌ از وی خبری نبود و همچنان هزاران مردمان تحصیل کرده که در این اداره حهنمی داخل شدند و متعاقباٌ سر به نیست شدند.

    مایه تاٌسف است که سازماندهنده گان ” پروژه عدالت انتقالی ” و دستگاه های زیربط هالندی همچنان روزنامه 8 صبح هیچگاهی به دیگر خانواده های بازمانده گان کشته شده گان این دوره وحشت مراجعه ننموده تا لست 5 هزار نفری خود را حد اقل دوباه به 12000 و ممکن بیشتر از آن میرسانیدند. تعدا د فامیل های بازمانده گان این کشته شده گان در کشور های اروپائی منجمله هالند کم نیستند و میتوانست این همکاری ” صرفاٌ در قالب مشروعیت و بیطرفی” ممکن و میسر گردد. و لی عوامل که در فوق تذکر داده شده است ، باعث طرح مسائل مربوط به نقض حقوق بشر و جرایم جنگی تحت ذوق و دیدگاه های یکجانبه سیاسی میگردد و یک پروسه را که باید بیطرفانه و حقوقی باشد، تحت سایه قرار داده است.

    چنانچه در فوق هم تذکر داده شده است در جدی 1980 ( جدی 1358) حکومت جدید تحت رهبری شاد روان ببرک کارمل علاوه بر اعلان عفو عمومی و رهائی تمام زندانیان سیاسی ، یکروز را بحیث روز عزای ملی اعلان نمود و در تمام مساجد و تکیه خانه ها مراسم فاتحه خوانی و یادبود از کشته شده گان صورت گرفت. غیر قابل انکار است که حزب دموکراتیک خلق افغانستان بخصوص فرکسیون پرچم هم بیشترین قربانی ها را در این دوره وحشت داده است که بر حق خواهد بود که نام قربانیان این حزب باید بدون تبعیض و استثاٌ بخش عمده در در این لست داشته باشد.

    با آنکه ممکن تعداد از مرتکبین این دوره ترور و اختناق و ارتکاب جرایم ضد بشری هنوز در اینجا و آنجا زنده گی میکنند و یا مصروف فعالیت های سیاسی اند، ولی بیشترین تعداد از این مرتکبین جرایم ضد بشری زمان حفیظ الله امین یا با اجرای عمل ترور کشته شده اند ویا به نسبت جرایم شدید ضد ملی و بشری بعد از سالهای 1980 و در یک پروسه عدلی و قضائی به مجازات مختلف محکوم گردیده اند. تعداد هم در اولین روز های تحول 6 جدی سال 1358 (دسامبر 1079) کشته شدند که نامهای شان برای اکثریت مردم روشن و واضح است و هم در اسناد رسمی دولت وقت وجود دارند. اکنون این سوال مطرح میگردد که آیا کشته شده گان ( عاملین جرایم) را باید دوباره کشت و کسی که قبلاٌ مجازات شده است، دوباره مجازات نمود؟

    نویسنده جای تاٌسف میداند که با برخورد های سیاسی ، جانبدارانه و یکجانبه چنین اسناد و ارتکاب جرایم بر روند های مغلق و پیچیده سالهای بعد از 28 دسامبر 1979 سایه افگنده است و چنین تلاشی صورت گرفته است و ادمه هم دارد.

    چنانچه تحت تاٌثیر همین گونه دیدگاه های تبعیضی و بر بنیاد عقده مندیها تعداد از هموطنان ما در کشور هالند از 15 سال بدین طرف به نسبت جرایم یاد شده بالا از هرگونه امتیازات مانند حق پناهنده گی ، تاٌمینات اپتدائی ، معیشتی و انسانی محروم ساخته شده اند که با این دوره وحشت هیچ گونه ارتباط نداشته و اصلاٌ در دستگاهای دولتی این دوره کار نکرده اند.

    اکنون که این لست با تمام نواقص و در نظر داشت تمام نکات نظری که در فوق بیان گردید، امید است تا سند و فاکتی باشد مبنی بر عدم هرگونه مجرمیت و یا ارتباط و شرکت در آن جرایم ، بخاطر برائت این هموطنان ما در کشور هالند.

    بخاطر رفع ابهامات و جلو گیری از سوٌ تفاهمات و تکمیل بیشتر چنین لست ها نویسنده پیشنهاد مینماید تا آن عده خانواده های که در کشور های اروپائی و دیگر کشور ها زنده گی میکنند و هنوز در جریان چنین تحرکات قرار داده نشده اند ، اسمای عزیزان شان را در فهرست نامها ی که در روزنامه 8 صبح و یا ویبسایت وزارت نظم عامه هالند پیدا کرده نمیتوانند، مشخصات ( اسم، تخلص، ولد ، محل کار ، تاریخ گرفتاری (تقریبی) ، تعلقیت سیاسی و محل سکونت) شان را آماده نموده با خود داشته باشند. همچنان آن باز مانده گان و خانواده های متضرر که اعضای خانواده های شان با وسایل مانند ترور های فردی، کسان که بحیث اسیر بدون کدام پروسه حقوق به قتل رسیده اند نیز با خود آماده داشته باشند. یک کمیته که عنقریب تشکیل خواهد شد، حاضر خواهد بود تا این لست را به سازمان عفو بین المللی ، پارلمان اروپا و کمیسار حقوق بشر ملل متحد و سائر مراجع ذیرط بسپارد.

    نویسنده در زود ترین فرصت زمانی ابلاغیه را از نام یک کمیته خاص که مسئولیت جمع آوری متباقی نامهای قربانیان سالهای 1978-1979 را که در این لست موجود نیستند تهیه نموده ، به نشر خواهد سپرد.

    امیدواریم تا هر خانواده درد دیده ما کمیته را با ارسال نامه همکاری نمایند. کمیته تشکیل شده شما هموطنان را قبلاٌ از یک خدمت بدون تبعیض و استثناٌ و احترام به موقف ” صرفا هموطنی” اطمینان میدهد.

    لطفاٌ نظریات و پیشنهادات تان را پیرامون این مساٌله از طریق مایل و یا صفحه فیس بوف برایم ارسال بدارید:

    [email protected];

    معه سلاموکم الاهلول صادقين
    ملا ميوند آخوند

  2. مننه، لمر صیب، دیر ښه تحلیل مو کړی دی.
    مننه، لمر صیب، دیر ښه تحلیل مو کړی دی.
    خبیث پرچمنیان د خلقیانو په جنایت کې هم شریک دي او په وطن پلورنه او وطن ورانونه کې یې دوه ځل نور هم منحصر بفرد ریکارډ جوړ کړی دی.
    لومړی ځل چې نشنلست ـ کمونست امین پوه شو له ملت سره جوړه د حل یوازني لار ده، نو همدا کارملي برچمینو په روسي ټانکونو سپاره افغانستان ته راغلل او چغې یې جوړې کړې چې (اګر اتحاد شوروي بزرګ نمیبود، اکنون افغانستان در نقشه جهان وجود نمیداشت، او دا یې هم موږ ته یو معیار کړ چې مر شرافتمند، افغان واقعی او انسان شریف کسیست که به دوستی افغان ـ شوروي افتخار کند.)
    د دوی او روسانو په وخت کې یو نیم میلیون افغانان شهیدان او همدومره معیوب او ۷ میلیونه مهاجر شول. چې د خلقانو د واکمنۍ تر جنایت ۲۱۰ چنده زیاته ده.
    تر دې یې هم لوی ملي خیانت او جنایت دا دی چې کله ټوله نړۍ، د کابل حکومت یوه برخه او زیاتره تنظیمونه پدې قانع شول چې جګړه د حل لار نده او یوه بیطرفه اداره به د ملل متحد تر مشرۍ لاندې موقت واک واخلي او عادلانه انتخاباتو ته به لار اواري، خو همدغو پرچمي کارملیانو د شورای نظار د مسعودیانو سره په همغږۍ او د روسانو په قومانده کودتا وکړه، داخلي جګړه یې پیل، ۶۰۰۰۰ کابلیان مظلوم ترین افغانان یې شهیدان کړل او د ۱۰۰ کالو جوړ شوي اردو او نظام یې وپاشل.
    دوی دې نه خوشالیږي چې د خلقیانو د جنایتونو په راسيړلو به د بشریت د تاریخ تر ټولو سيک او شرمناک خیانتونه چې دوی کړي دي له افغانانو پټ شي.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    دغه ليکنه هم د کمونيستانو په اړه ده او ويې لول!

    هغه کس چي پنځه زره افغانان یې وژلي دي ، پټ له زندانه ازاد شوی دی

    The Seattle Times

    ژباړه : احمدالله رحماني

    د اسدالله سروري نوم د هر هغه افغان چي د کمونستانو د لمړي دوو کلونو په واکمني کي په افغانستان کي ژوند کاوه ، اشنا دی . اسدالله سروري هغه څوک دی چي خدای بخښلي محمد دادود خان ته نژدي سړی بلل کېده او له هغه سره په کال ۱۹۷۳د محمد ظاهر شاه پر وړاندي کودتا کي ولاړ وو . همدغه اسد الله سروري په کال ۱۹۷۸ کي د نور محمد ترکي سره یو لاس شو او د محمد داود خان پر وړاندي یې کودتا وکړه . په هماغه کال اسد الله سر وري ددوږخي څارني اداري »اګسا« مشر وټاکل شو . د یوه کال په موده کي چي اسدالله سروري د اګسا مشر وو په زرګونو افغانانو دده په فرمان خپل ژوند له لاسه ورکړ . د هغه ۴۷۸۵ افغانانو نوملړ چي اوسمهال د هالنډ د څارنوالي له خوا خپور شوی دی ، د اسدالله د ریاست په بهیر کي شهیدان شوي دي .

    په کال ۲۰۰۸ کي د کابل استناف محکمې اسدالله سروري په ۱۹ کاله بند محکوم کړ . دوه کاله مخکي تر دې اسد الله سروري د کابل د محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی وو ، خو بیا یې د اعدام سزا په ۱۹ کاله بند واوښتله . تر هغه وروسته د اسدالله په اړه مالومات نه شته . هغه په زندان کي هم نه شته لو نه د هغه په اړه کوم بل موُثق مالومات د چا لاس ته ورغلی دی . داسي ویل کیږي چي اسدالله سروري د هغه د پلویانو له خوا چي د کابل په حکومت کي لوړ پوړي چارواکي بلل کیږي ،په پټه توګه له زندان نه ایستل شوی او له افغانستان نه بهر ته لیږدول شوی دی .

    اسدالله سروري د حفیظالله امین د واکمني پر مهال د کودتا نه دتیښتي په بهانه شوروي اتحاد ته پناه یوړه او کوم وخت چي ببرک کارمل واک ته ورسېد ، بیرته هیواد ته راستون شو . لمړی د کارمل د مرستیال په توګه او بیا دافغانستان د سفیر په توګه مغولستان ته لاړ . د اسدالله سروري تر ریاست وروسته د اګسا نوم په کام او بیا په خاد بدل شو . کوم وخت چي ډاکټر نجیب الله له واک نه را وغورځول شو ، اسدالله سروري ۱۳ کاله داحمد شاه مسعود سره محکوم پاتي وو.

    اسدالله سروري د کال ۲۰۰۵ په دسامبر کي د زرګونو افغانان په ځورولو او وژلو متهم او په کال ۲۰۰۶ کي په اعدام محکوم شو . دوه کاله وروسته د کابل محکمې د اسدالله سروري اعدام په ۱۹ کاله بند واړوله او هغه د احمد شاه مسعود د وخت بندي ګري یې هم په همدې ۱۹ کاله کي حساب و بلل شوه . تر دې وروسته اسدالله سروري ورک شو . داسي ویل کیږي چي دی به باید په کال ۲۰۱۰ کي له زندان نه ازاد شوی وای ، خو اوس یې پته له چا سره نه شته او په زندان کي هم نه شته .

    ځکه ویل کیږي چي دا د ۴۷۸۵ افغانان وزونکی به دهغه د پلویانو له خوا پټ له زندان نه ایستل شوی او له افغانستان نه بل هیواد ته استول شوی وی .

    The Seattle Times

    معه سلاموکم الاهلولمسلمين
    ملا ميوند اخوند

  4. Dear Dr. Lmar, you used word of Marhoom for non-Muslim, may be mistakenly please.
    مرحوم اکاډميسين اندرې ديميترويچ سخروف

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ما د ښاغلي عبدالمجيد تبصره ولوستله، نو د معلومات لپاره به دغه يو دوه کليبونه ورته لينک کړم، ځکه په هندي فلم کې د ۱،۴۶ شېبې نه وروسته هندوانو ته تر څو ځله د «شهيد» کلمه کارول کېږي او په دغه بل کې بيا نورې خبرې دي، خو (اندرې ديميتريويچ سخروف) فلم بيا په روسي وو، چې زه يې هم په خبره پوه نه شوی، خو يو فلم مې له انګرېزي ترجمې سره وموند (۱۲،۴۰ شيې نه وروسته) او له انټرنته مې ولوستل، چې سخروف پر افغانستان د روسانو د يرغل سخت مخالف وو او په افغانانو يې ډېره زړه خوږېدو او د افغانستان جهاد يې مقدسه او پارتيزني جګړه ياده کړې ده او په روسانو يې د جنګ پړه اچولې او له شرمه او ننګه ډک يرغل يې ياد کړی دی، ډاکټر لمر صرف د «مرحوم» مختاړی ورسره ليکلی، چې (په يو چا رحم وشي) معنی ورکوي، نو خدای (ج) پخپله پوهېږي، چې په خپل کوم مخلوق او يا بنده باندې په قهر شي او په کوم يې ورحمېږي! نو دلته له اسلام مقدس دين سره متضاده څرګندونه نه ده شوې!
    معه سلاموکم الاخوتالمسلميڼ

    http://www.youtube.com/watch?v=lnwmI2k9DgA
    http://www.youtube.com/watch?v=RzmJNI1JOxE
    http://www.youtube.com/watch?v=DOOgEGzuz9U

    ملا ميوند آخوند

  6. صدافسوزاوحسرت په هغه چاچی ځانته جهادیان اومجادین وای اوپه رڼوسترګوورته ګوری خلقیان اوپرچمیان دخپل یوانټرنشنل جنایتکاردځوړندولوورځ په خوراسپین سترګی اومیړانه یادوی په کارخوداؤچی د۵۰۰۰بی ګناه مظلومانوله نوم لړخپریدوسره سم پاته قاتلان اوجنایتکاران دمحکمی میزته راکش سوی وای نه داچی دځړول سویوپه یادکی غونډی جوړی سوی وای خوبیاافسوزچی لمرصیب دپلاراوورورله قاتل څخه انتقام اوبدل اخستلوته بی غیرتی وای نفرین بادستاپرلیکوالی اوافغانیت زه وایم نن چیری ده هغه دجهاداومجاهدینوعلمبرداراوټیکدارسیافخان اودبانډنوریاران یی-پشتنوڅه شه ویلی=له نه زویه مینه نه ورکیږی-له سپی زویه ورکیږی

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ابوالمجاهد ته وروسته له احترامه بايد يآده شي، چې تودو مغزونو تل بايللې ده او د ډاکټر لمر له ليکنې مو غلط مفهوم اخيستی دی، نو د هغه د ليکنې بشپړ پراګراف ما دلته رانقل کړی دی، نو لطف وکړه او بيا يې يو ځلې ولوله! چې دلته واضح ويل شوي دي، چې د ۳۵ کلونو د مجرمينو محکمه او انتقالي عدالت اړين دی او د (مرګ ليست) څخه د سياسي لوبو جوړول يې غندلي دي!

    په پای کې بايد ياده شي، چې په افغانستان کې بايد يوه څانګپوهه اداره رامنځ ته شي او نننۍ جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي او په افغانستان کې دې انتفالي عدالت پلی شي او د افغانستان د وروستيو ۳۵ کلونو د جنايتونو او خيانتونو مسؤلين دې محاکمه شي او په وروستيو ورځو کې د خپاره شوي نوملړ له ليستونو دې ناوړه سياسي، سېکتوريستي او بې شرمانه سليقوي سؤ استفاده نه کېږي، ځکه دا به ډېره بې غيرتي وي، چې د دغه لېست پر بنسټ پرچميان له خلقيانو او يا مجاهدين له چپيانو د غچ اخيستنې په موخه د افغاني قربانيانو وينه خپله وسيله کړي! ځکه دا ډول هڅې د شهيدانو شهادت او د قربانيانو د کورنيو غمونو ته سپکاوی دی!
    معه سلاموکم الاهلول صابرين
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول Abdul Majid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *