د ثور کودتا

نه پوهېږم چې د ثور(۷) مې کودتاچيان به د شوروي اتحاد ( ودکا)شرابو دومره مست کړى وو؟ چې دين، اخلاقو اوګردو انساني ارزښتونو ته يې شاه کړله اويا د کمونيزم سراب ډوله جنت ته د ورننوتوغلط ګمان دې ته هڅولي ؤ چې له خپل ملت، ولس، هېواد ،‎‎ جغرافيي او تاريخ څخه اړيکې و شلوی او پردی شي؟ او بيا د مليونو ميلونو انسانانو په دين، فکر، ارزښتونو، کلتور او کلچر ورودانګي بېباکانه او بې شرمانه تاخت و تاز ورباندې پيل کړى ؟

ويدې فتنې را ويښې شوې!

داڅه تبليغات، پروپاګنډه نده او نه څه تصنعي پاروونکي خبرې دي، هغه چا چې د (١٣٥٧) کال د ثوراحمق کودتاچيان ليدلي وي او د هغه تر نظام لاندې يې څو شپې سبا کړي وي. له هغوى سره تاسو لږ کښېنئ! اودهغه وخت حالات ورڅخه وپوښتئ اوترې وايې ورئ!

په دفترونو، ادارو، ښوونځيو، ښارونو، ان عامه کوڅو او کليو کې د هغوى له غرور، کبرڅخه ډک بې باکانه اوشرميدلی روش ته سړی هک پک حیران شي! ستا دکلونو کلونو ددفترملګری به ؤو ، په ښوونځي کې ټولګیوال اويا په کلی کې دښې او بدې شریک ګاونډی اویا هم نسبی خپل او رشته دار خو چې کودتا وشوه او ځان يې خلقی او یا پرچمي باله نو بیا يې دتېرې او ماضی دهيڅ پيوند، دوستئ او رابطې پروا نه ساتله او نه پاله معیار بس همدا يوه الحادی نظريه وه او لدې اخوا هر خپل ورته پردی، آشنا ورته نا آشنا شو. ان تر دې چې خپل ملګری ، کلیوال او دوست يو دبل دوشمنان شول، دخلقی نظام د مخالف ټاپه به يې پرې ووهله او استخباراتو ته به يې پلاس ورکړ او په زرګونو کسان په همدې شکل تر ننه ورک دی، شهيدان يې کړل او حتی قبرونه يې هم چاته ندې معلوم

خلقیانو او پرچميان له يوې خوا په روس او کمونيزم دومره فخر کولو چې يوه دقیقه يې هم دلینین او مارکس صفتونه له خولې نه غورځول اوبل لورته يې په اسلام، عالم، ملا، صوفي، جومات، لمانځه اونورو اسلامی شعایرو ملنډې وهلې، د ولس په بانفوذه خلکو، خان، ملک، مخور، د کلي د سر په سړيو يې مسخرې او استهزاءګانې کولې ، دابتلاګانو هسې دور پیل شوچې چا په خوب هم نه ؤ ليدلی، پټې او ويدې فتنې راويښې شوې.چا ته به يې مرتجع ويل، چا ته فيوډال، چا ته د انګريز جاسوس چا ته د خميني پيرو چا ته اخواني، چاته اشرار او نور نور… ويل .

مچ هم په توپ وولئ!

دشوروی په ملاتړ خلقي او پرچمي کودتاچيان چې واک ته ورسیدل نو پدوي کې وتلی اونابغه!!! شخصیت نورمحمد ترکي يې رييس جمهور وټاکه هغه به په سپين سر او شنو برېتونو دیندارو خلکو عالمانواوروحانی کورنیوته دتلويزیون او راديو له لارې د تورې ارتجاع نسبت کاوه او د هېواد مخورو ولسي او دولتي خلکو ته چې خلقيان به نه وو د امپرياليزم او فيوډاليزم نمايندګان ويل، هر خلقي او پرچمي ته به يې د هغوى په ضد د انقلابي برخورد علني قومانده ورکوله.

ويل به يې: ملګرو! سړک مې در ته قير کړى په سل ميله کې پرې ورځئ، هيڅوک ستاسو د خلق ديموکاتيک نظام مخالفت نه شي کولى دنړی ټول کارګری خوځښتونه ستاسو تر شا ولاړ دي!! او ويل به يې: ( که مچ هم زمونږ د خلقي نظام په ضد او خلاف بڼ وکا په توپ يې وولئ!) داي د دوې هغه مدبر مشر!! او خلاقه څيره وه، کارمل ، حفیظ الله ، نجیب ، اناهیتا او نور خلقیان او پرچميان خو هسې هم داخلاقو او انسانيت پولې لا دمخه کراس کړی وی.

دا چې د هېواد رئيس جمهور د ولس ځپلو په اړه پداسې بې مسؤلیته افراط او تشدد کې داقتدارپه نشه مست اوليوني روسی آس سپور وي، څه فکر کوئ هغه ځوانان چې په طبيعي توګه د ځوانۍ ليونتوب په سر اخستي وي او دچارواکو له لورې نورهم په شا وټپول شي له خرمستى، او د ملت ځورونې پرته نور د څه توقع ترې کېداى شي؟

د خلکو شخصي آزادی سلبول!

د نړی له حالاتوڅخه د خلکو د بې خبره ساتلوپه موخه يې هيچا ته دا حق نه ورکاوه چې د کابل راديو څخه پرته د نړۍ د هرې بلې راديو خبرونه واوري. ان تردې چې بي بي سي راديو نيول ستر جرم وو. اطرافي ملايانو د سپينو دستارونو او سپينو جامو په ځاى خړې او تورې جامې او پګړۍ وکړې. د ډيرو داسې سپین روبو علماءو نومونه سړی اخستی شی چې د۱۳۵۷ کال ژمی يې په سړو سیمو کې دورځې په غرونو او غارونو او دشپې په غوجلونو کې له وېرې تیر کړ.

څرنګه چې پدې ژمي کې دجهاد لمن تر کنړ او پکتيا زياته نه وه غزیدلې او نورو کلونو کې خو دهيواد ټولې اطرافی سیمې آزادی او دمجاهدينوهلته واک اوراج چلیده او يوازې دبمباردونو او لويو قواوودحملو خطروو، همدارنګه مامورينو له وېرې د خپل دفتر څخه جاى نمازونه راغونډ کړل. په ښوونځيو او پوهنتونو کې د اسلام، دين او پيغمبر په ضد سپک بحثونه اومغرضانه اعتراضونه علني پيل شول. په کليو کې د کلي مشري او اختيارات مفسدينو ته وسپارل شوه.

د ثور د کودتا له اولې ورځې نيول، ټکول او منفکول پيل شول. له يوې مياشتې په کمه موده کې تر ولسوال اود مکتب تر سرمعلم پورې غير خلقي اوغیر پرچمي خلک يې منفک کړل دولتي ادارې په بشپړه توګه د خلقيانو او پرچميانو تر سرپرستۍ لاندې ورکل شوې. مشري هر ځای دخلقی او پرچمی دتقدیر فیصله شوی حق وبلل شو که هرڅو دکمزوری استعداد څښتن به ؤو. چاچې خلک ډير ځورولی، وهلی ، ټکولی اوبندي کولی شوی همغوی انقلاب ته وفادار بلل کيدل او دلوړو امتيازاتو څخه به برخمن ؤو.

سازمان، مارشونه او کمونیستي درسونه!

په هره اداره اوتعليمي موسسه کې سازمان جوړ شو چې دکمونیزم فکری درسونه به پکې ورکول کيدل، دشوروی تاريخ دکمونيستی فکر اصول ، دلېنېن او ترکي بيوګرافی به له يوې خوا پکې ويل کيدل او د اسلام ضد درسونه له بلې خوا چې په دې توګه يې ځوانان او نجوني ددين څخه تيښتې او بغاوت ته تشويقول .

سور سازمان به (په ګرم شه لا ګرم شه اى د آزادی لمره!!) ترانو نور هم سور تبخى شو. د شپې او ورځې به د هلکانو او نجونو ګډ محفلونه، بنډارونه، رقص او ګډا روان ؤو ځوانانو سره کميسونه، سرې نکتايې واغوستل دين ستيزه کونستی، لېنينستي درسونه علني پیل شول.سره بيرغونه او مارشونه پيل شول او بيا سازمانيانو ته روسي پاپشي –طومانچې او کلاشنکوفونه په غاړو او اوږو کې ور واچول شوې، په روسي جيپ موټرو کې سپاره کليو او ناحيو کې يې ګزمې او تلاشي پيل کړې، دا ټول هغه څه وو چې د سازمانيانو ليونتوب او خرمستۍ ته يې چارچ ورکاوه. د ولس فرد فرد يې وځوراوه، تهديد يې کړ، د انقلاب په وړاندې د مخالفت په تور يې هر سپين تور کړ او په دې سلسله کې ټولو کمونيستې هيوادونو ته دتعلیم په پلمه بورسونه ورکول او ددوی دمغز شويې په خاطر يې هلته استول ان تردې چې واړه واړه ماشومان يې هم وليږل تر څو پاخه کمونېستان وروزل شي

سره کودتا، سرې جنډې او سره فرمانونه !

خلقی دولت يو پربل پسې نمبر په نمبر فرمانونه را وايستل لکه دښځو دمهر او ځمکو دويش فرمانونه !!چا به چې په کور کې ناواده شويې خويندې يا لوڼه لرلې هغوی ته به يې ويل: دوی آزادې دي له هرچاسره چې واده کول غواړي تاسو يې دمنعه کولو هيڅ حق نلرې، په خلق دیموکراتیک نظام کې دسیال او خیال کنجايش نشته دې.له (٣٠٠) افغانيوڅخه لوړ مهر څوک نه شي اخيستى چې ډېرې نجونې يې له کورنيو څخه بغاوت ته وهڅولې، او ډير داسی مثالونه هم شته چې کومه نجلی به دکوم خلقی يا پرچمي خوښه شوه دسازمانيانو په زوربه يې دپلار او ورور له کوره وايستلی امنيتي حوزه کې به يې په زور او تهدید نکاح کړلې اوتر ننه ورکره ناستی دی، اولادونه لری !!

چا ته به يې ويل ته خو ولې دومره ډېره ځمکه لرې په هغوى پسې يې فرمانونه نمبر په نمبر را ايستل او په دهقانانو، ډمانو او بې کاره او بې کسبه خلکويې د هغوى ځمکې وويشلې دا پوښتنه نه وه چې دا ځمکه دې سړى په څه ډول پيدا کړي؟

د کمونيزم د متحد المال فرمان له مخې د څو جريبه څخه چې چا زياته ځمکه درلوده په هغې د ويش رسۍ واچول شوه د ډولونو او اتڼونو په شور او زوږ کې د (هورا، هورا ) زنده باد رهبر خلاق نورمحمد ترکي!! زنده باد لېنین کبیر!!! تر کرغېړنو شعارونو لاندې د مالکانو په مخکې يې پر ځمکو توزيع پيل کړه کورونه او کلاګانې يې ضبط او دولتی کړلې .

دعلمی،فنی او سیاسی کدرونو بیخ او بنیاد نړول !

د هېواد صدر اعظم د جامعه ازهر فارغ محمد مؤسى شفيق، دکابل پوهنتون د شرعياتو د فاکولتې مؤسس د هېواد ديني عالم د نهضت مشر استاد غلام محمد نيازي،مولوی عبدالرب احدی، انجینیر نصرتيار، خواجه محفوظ، استاد غلام رباني عطيش،استاذ غلام حضرت (منيب)، استاذ ګل محمد خان،استاذ عبدالقادر (توانا)، استاذ اسماعيل بلخي، سره له زرګونو با استعداده علمي کدرونه يې بنديان کړل پرته له کوم جرم او قضايې محاکمي تر ننه ورک شول د هېواد وتلي صاحب منصبان لکه: جنرال عبدالکریم مستغنی، ډګر جنرال عبدالعلی وردک ،جنرال عبدالغنی،جنرال عبدالحکیم کټوازی، او په زرکونو صاحب منصبانو دهیواد حربی او نظامی کدرونه يې شهیدان او بندیان کړل چې دکلونو کلونو په اوږدو کې دهیواد دکونډو او یتيمانو او نورو بيوزلواو خوارانو په بیت المال روزل شوی ؤو، هغه ډاکټران، انجينران، د معارف او فکر خلک، د هېواد وتلي ليکوالان، اديبان، شاعران، د هېواد وتلي فضايي کدرونه، قانون پوهان د علومو او فنونو ماهران، با تجربه څارنوالان په نړيواله کچه سياسي او ډيپلوماتيک کدرونه يې ونيول، څوک يې شهیدان کړل او څوک يې دخپل کور، کلی او هیواد پريښودلو ته اړ کړل چه که نومونه يې سره له تخصصه، سره له دولتي وظائفو را واخلو کېداى شي چې زمونږ اوسني ځوان نسل ته د دومره ستر اوسورورجنایت منل ناشونی وبريښي د يو او دوو تنو له خولې په اوریدلو،اويوې مقالې په لوستلويې کيدای شی په آسانه باور هم را نه شي خو څرنګه چې دا ډېر نژدې تاريخ دى چې په زرهاوو خلک د دغو حالاتو ژوندي شاهدان دي.

ژوندي کمونستان هم پرې شاهدان دی!

که څوک د اسد الله سروري، سليمان لايق، نورالحق علومي دخلق او پرچم د دوری وزیرانو ، وکیلانو ، واليانو او زرګونو ژونديو خلقيانو او پرچميانو څخه پوښتنه وکړي چې دا خلک موولې او په څه جرم یا وژلې او ياشړلې او یا نیولی او څه مو کړل؟ خولې به يې بې ځوابه وازې پاتې شي او انکار نه شي کولى، متأسفانه چې دغو داخلی کشمکشونو مونږ دومره وځپلو چې ددغو تپوسونو فرصت مو هم لا ندي موندلی او دا لانجي هم ديوه منظم پلان برخه ده چې چې دهمدې فرصتونو دنه میندلو او ضايع کيدلوپه موخه په لاره اچول شوی او جريان لري،‎.

سلیمان لايق همدا سږ کال په يوه مرکه کې چې پوښتنه ترې وشوه : آیا په کمونیستی دولت کې پخپلو کړنو پښيمانه نه يې؟ ده وویل: نه هيڅکله! پر خره سوریدل يو شرم اوترې کوزیدل بل شرم !!

او دغه د څو دورو رئيس جمهوران لکه : جناب حضرت صبغت الله مجددي، جناب مرحوم استاد رباني، جناب ملا محمد عمر مجاهد،جناب حامد کرزى، جناب محمد اشرف غني، ، داصدراعظمان لکه جناب انجینیرګلبدین حکمتیار،مرحوم استاذ فرید ، جناب انجینیر احمدشاه احمدزی او جهادی رهبران جناب مرحوم مولوي محمد نبي محمدي، جناب مرحوم مولوي خالص او جناب استاد سياف او جناب ډاکټر عبدالله عبدالله، جناب خليلي، جناب آيت الله محمد آصف محسني، جناب محقق او نور خو ټول هغه خلک دي چې د خلقيانو او پرچميانو له لاسه يې وطن پرې ايښى وو.

د دوى جرم له اسلام څخه پرته نور څه وو؟

او ډاکټر عبدالحکيم طيبي، عبدالصمد حامد، پوهاند عظيمي، پوهاند ابلاغ، پوهاند عبدالستار سيرت دا ټول دوى له هېواده شړلي وو.

د هېواد لوى لوى روحانيون او پيران د قلعه جواد حضرت صاحب سره له ټول خاندانه يې د شپې په تور تم کې د زنانوو په شمول ونيول او تر ننه لا درکه دي. د تکاب ميا ګل جان اغا ولسي خلکو د (١٣٥٧) کال د ژمي په واورو کې په کټ کې د غرونو له لارې پيښور ته وويست اود خلقی حکومت دخونړيو منګولوڅخه يې وژغورلو.

د افغان ملت د ګوند مشران يې هم ونشواى زغملى، آن تر دې چې د شعله جاويد او ستم ملي ګوندونه چې خپل فعاليتونه يې زير زميني کړي وو هم و نشواى زغملى. تر ايران، امريکا، جرمني ،کويټې او لندن يې تېر کړل. او څه يې د زندان د تورو تمبو شاه ته واچول.

دا وطن يې په خلکو سور تنور کړ چې نور نو د ګذارې ووت.

د اسلامي تحريک کارکنانو او فعالانو چې لا دمخه د خلقيانو او پرچميانو څېرې تشخيص کړې وې او د دوى په ضد له جهاد پرته بله چاره يې نه لېدله نو جهاد يې پيل کړ او ولس چې له دې خوا په تنګېده نو د جهاد صفونو ته په وياړ او خوښې ورګډېده.

خلق او پرچم دکليو او بانډو په بمباردولو پیل وکړبالآخره د هغسې مقاومت سره مخ شو چې نه روسانو يې تصور درلود او نه دوى. يوه نا اشناء بده او بدرنګه کودتا د يوه شديد عکس العمل سره مخ شوه. څومره چې خلقيانو اسلام او ولس ضد فعاليتونه په شدت پيل کړي وو څو برابره زيات د مسلمان ولس د شديد مخالفت ، جهاد او مقابلې سره مخامخ شول.له دوه مليونو زيات مسلمانان يې ووژل ،لس لکه خلک يې دخپل وطن پريښودلو ته اړ کړل ، خو دوی هم دآرام ورځ ونه لیده .

هو! ولسونه ځورول، ټکول، زنداني کول، وژل او شړل همداسې بد نتايج تر شا لري. هيڅوک دې په خپل شور او د پرديو په زوراوشا باس نه غوليږي. ولسونه او کلي په زور نه کېږي، نه جوړيږي او نه چليږي.

د خلقيانو او پرچميانو زور چې اوبه شو نو شوروي اتحاد او روسانوته يې په وار وار دمداخلې بلنه ورکړه په ځانګړی توګه دهرات دمسلمان ولس دعمومی قيام په جریان کې چې روسانو به ورته ویل مونږکه افشا شودنړی دغبرګون سره مخ کيږو ترکی او امین به ورته ویل: تاسو دازبکستان او تاجکستان اتباع را واستوی چې د افغاناني ترکمن او ازبک نژادو سره يې څيرې ورته والی او يوشانته والی لری او پخپلو ټانکونو او موټرو افغانی مارک او ټاپې ووهي خو دا کار هغه وخت ونشو ، خو کله چې دخلق او پرچم دکودتا په ضد دغرونو او سردرو څخه پيل شوی جهاد دکابل تر دروازو راورسید ، دروسانو او درستی نړی دتوقع خلاف دغه افغانی او اسلامي جهاد دبري په درشل پل ايښود او کمونستی نظام دنابودی د کندی په ژي ودرید روسانوپه نوره نړی کې دخپلو مستعمرو دسقو‎ط دخطر احساس کاوه لدې ويرې يې مستقيمه مداخله وکړه هغه شوروي چې امريکا په (—-) ميله لرې فاصله کې ترې په وېره کې وو خو دلته د داسې ماتې، هو! او رسوا ماتې سره مخ شو چې نه تنها د کمونيزم تاريخ مات شو بلکې جغرافيه يې هم دړې وړې شوه نن د نړۍ په نقشه يې شوروي اتحاد نشته، نن د کمونيزم د فکر دعوت نه شته. نن د لېينن مجسمې ته نه يوازې څوک سر نه ښکته کوي بلکې په کارګري کرنګونو يې په لېنينګراد،مسکو، بلغاريې ، ختيځ آلمان ، چکوسلواکيا او هنګری کې را وغورځولې دغه هیوادونه دمنځني آسيا هیوادونو په شمول آزاد شول سمرقند او بخارا دشوروی سره اژدها له حلقومه راووتل!!

کمونيزم نن د تاريخ زباله دان ته غورځول شوى، څوک به وا نه وري چې چېرته کوم سړي د کمونيزم مفکوره غوره کړي وي.

کمونستان نن سبا د کمونيزم څخه په تېښته کې دي. د غرب او امريکې لمنې ته پناه وړي.

هو… برق از تيزى خود زود فنا ميگردد.

کمونيزم د انساني فطرت سره يوه متضاده ملحدانه نظريه ده چې د لور او څټک د ظلم تر سيوري لاندې وچلول شوه آخر ناچله شوه همدارنګه به هر غير انساني او غير فطري نظريه آخر د سقوط او ماتې سره مخ کېږي ، اوتور امپرياليزم هم دسره کمونیزم پر لار ور روان دی او دزوال شپې يې رانژدې ښکاري ـ ان شاءالله .

هو! نظريې د توپونو او ټانکونو، جيلونو او وژلو او شړلو په تهديد څوک په چا نه شي منلى او تپلی!

همدارنګه د خلق او پرچم خونخواره کودتا په شرمونو وشرمېده نه تنها مسلمان مخالفين يې دلته نيمه پيړۍ ووژل، وځورول او وشړل.بلکې دهيواد هغه هندوان او سکان چې کلونه کلونه دلته آرام اوسیدل هغوی هم دکمونیزم له شره په امن يط نهؤو ډير يې وتښتیدل .

دکومیزم دګوډاکيانو په لاس بل شوی اور لمبې دومره ګرمې او پراخه شوی چې دوی هم خوندي پاته نشول دوی هم دوه چنده او درې چنده ضربې ولېدې. په مادي او شخصي لحاظ هم د هر لور نه خوار شول معنويت خو يې هسې هم په خپله په سيند لاهو کړى وو.

دخلق او پرچم عجولو، حسودو اوجاهلو پيروانو نه يوازی مسلمان ولس وځپلو بلکې ځانونه او راتلونکي نسلونه يې هم دستر شرم رسوايی او پيغورپه غمجن ټغر کښېنول.

د خپل هغه دښمن (امپرياليزم) په لمن کې د شرمه ډکې شپې سبا کوي چې دهغه سره دتړاو په دروغجن تور يي ولس لدغې ستری غميزې سره مخ کړ. کېداى شي خپل ضمير او وجدان ته هم سرټيټي وي. خپل شعار او خپلې دعوې ته هم شرمنده وي. په ولس ، ملت اوهيواد کې خو يې خپل ځاى اوبستره په خپله په اور سيزلى وو.

7 thoughts on “د ثور خونړی اومه! / قاضي محمد حسن اسلامي”
  1. قاضی صیب سلام ومنی ما ستاسی ټول متن ولوست خوله مو پکی ډیر زګ کړی دی او باید چی وکړی د کمونستانو کومی کړنی مو چی یاد کړی زه یی هم او ټول ملت یی هم غندو خو متاسفانه چی د په نوم مجاهدینو دوره کی کومی کارنامی وشوی د هغه یوه یادونه مو نه دی کړی، لکه څنګه چی انسان ته هغوی د انسانیت په احترام قایل نه وو له هغه څخه د په نوم مجاهدینو توره دوره کی اشرف المخلوقاتو ته په سپکه وکتل شو، همدغه قوماندان د خلکو لوڼی په زوره د ځان په نکاح کی راوستل، هغوی که زمین دار یی فیوډال بلل او ځمکی تری اخیستی نو یو بل بی ځمکی والا ته ورکول خپل ځان لپاره یی نه اخیستل خو دا په نوم مجاهدین او قوماندانان د خلکو ځمکی په زوره واخیستل، کورونه یی په زوره واخیستل او سل نوری فاجعی یی وکړلی خو تاسو له هغوی سترګی مو پټی کړیدی، همدا خلک چی جهاد د ځان په قواله کی اچولی دی د خلکو د زنانوو زیږون یی ولیدل او تماشه یی وکړل، همدوی د خلکو په سرونو میخونه ټک ووهل، همدوی با عزته خلک بی عزته کړل، د خلکو زامن یی ورک کړل، لواطت یی وکړل د خلکو لورګانی یی وتښتولی او په زرګونو فاجعی چی د همدوی له لاسه وشول هغه مو نه دی یاد کړی، همدا اوس زه ددی شاهد یم چی د حاجی زمان یو معمولی قوماندان د خلکو ځمکی غصب کړیدی او لګیا دی غصبوی د خلکو برحقه عریضی د محاکمو اوڅارنوالیو څخه ورک کوی او خپل زور چلوی ځکه جهاد یی کړیدی او حق یی دی او تاسو به هم وایاست چی حق یی دی، حاجی صیب ظاهر په چشمه خانجی کی چی کوم کور اخیستی دی هغه د یو افغان هندو وو زما په آند چی هغه هندو سندی نومیده هغه یی ورڅخه په بیه واخیسته خو په زوره یی واخیسته هغه وخت حاجی صیب قدیر ژوندی وو او دا کار هغه جناب وکړل ځکه چی جهاد یی کړی وو، کابل یی سره اړه دوړه کړل تاسو به هم اوریدلی وی چی دوی ویل چی کابل بی اودسه شویدی مونږ ټول یی ورانوو او د سره یی جوړوو او هماغسی وشول ټول کابل دوی وران کړل ۷۰۰۰۰ څخه زیات بی ګناه خلک یی شهیدان کړل او نور ټول کابلیان یی مهاجرت ته مجبوره کړل، د ننګرهار په پوهنتون کی یو استاد دی مولوی صیب شریف اوس هم استاد دی تاسو باور وکړی چی هغه اولو وختونو کی محصلین یی دومره په تنګ کړی وو چی ډیری محصلین بیچاره ګان پوهنتون د همدی سړی له لاسه پريښوده دی به خلکو ته د کمونست ځوی ویل او حتی خکنځلی کولی ویلی چی تاسو کمونستانو بچیانو مردار روسی جیپان مو چی بوی تری نه تلل د روسانو مال به مو خوړل او مونږ ته الله پآک داسی عزت په برخه کړی وو چی فور بای فور موټری زمونږ تر پښو لاندی وو مطلب می دادی که هغه په مادی لحاظ څه خیانت نه وو کړی په معنوی لحاظ شاګردان یی ځپل چی له وجهی ځنی پوهنتون او درسونه پریښودل دا جناب داسی فکر کول چی مونږ ټول کفار یو او کفری درسونه وایو نو کله چی به دوی پارچه حل کړل له سلو څخه یی سل نمری واخیستی نو بیا یی ویل ته ګوره الله نظام ته چی پخوا دوی ته کمونستی او کفری دروسونه ورکول کیدل او له اسلامه بلکل خبر نه وو او اوس چی ماشاءالله مونږ ورته اسلام ښایو او اسلامی ښوونه کوو څومره ښایسته نمبری اخلی خو جناب خبر نه وو چی ټول دلته هم روژه نیول هم جماعتونه وو هم لمنځونه کیدل خو بی خبره ټول یی کفار بلل په هر حال جناب قاضی محمد حسن اسلامی که د دوی د توری دوری چی تر ننه او همدی ګړی پوری هم جریان لری د کارنامو یادونه وکړو شاید چی پاڼی به ډکی شی، زه په آخره کی له ټولو افغانانو هغه که هر قوم پوری مربوط وی هیله کوم چی ټول پخوانی خبری پریږدی یو طرفه قضاوت مه کوی او ددی زورلیدلی او کړیدلی ولس او ددی کنډر کنډر هیواد لپاره کار وکړی او خپل دینی او اسلامی فریضه چی اخوت او ورورولی دی ترسره کړی الله به هم له مونږ او تاسو راضی وی او خپل خلکو او هیواد ته به مو هم کار کړی وی
    ولسلام
    نورستانی

    1. پاچا خان صاحب تاند تر ځینو لیکنو لاندې لیکي چې د لیکوالو (نه لیکوال) له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی. ضرور نه ده چې تر هرې لیکنې لاندې دا جمله ولیکو.
      څوک چې د جمع او مفرد په فرق پوهېږي د هغو سر پرې خلاصېږي .
      تاند

  2. جناب ليکوال. په بښنی سره بايد ووايم چه يو څه افراط مو کړيدی. دا راته ووايي
    چهجناب ډاکټر عبدالله عبدالله په کومه دوره کی صدراعظم وو چه تاسو ليکلي دی. او هغه خو مجاهد هم ندی او د روسانو په مقابل کی د جهاد يپه دوره کی خو هغه په فرانسه کی د طب د غاښونو د رشتی محصل وو. او چه وطن ته راستون شو داخلي جنګونه شروع وو . او که خبره داسی وي نو اوس چه هر چا سره توپک دی مطلب چه جهاد کوي.

  3. په بخشنی سره،
    جناب قاضی صاحب که ستا له ذکر شویو استادانو جنابانو چخه چوک پوشتنه وکری چی ولی مو خلک ووژل او وژنی یی تاسی جواب به چه وی،

  4. له شکه پرته چې کمونېستان د هر ناورين بنسټګر دي خو هفت ګانه او هشت ګانه ګوندونو د دې په ځای چې ناورين ته دې پای ټکه کيږدي بلکه په ډېر وهشت او ليونتوب يې تر نن ادامه ورکړه. ستاسو دنده يوازې دټوپک کارول او د روس ماتول نه و. د ځان او نظام جوړول او د وحشت په سمندر د ګډ شوي ملت له سره روزل او پالل او ذهنآ د وحشت او خونخوارۍ ټغر ټولول و. خو تاسو نه يوازې د دغه اصلي او مهم هدف د تر لاسه کولو لپاره څه ونه کړل بلکې د کمونيستانو د خونخوارۍ ميراث مو تر اوسه خپل کړو. د وحشت درملنه خو مو هسې هم ونه کړای شوه مګر د تل لپاره مو د ملت کلتور وګرځولو. روس خپل نيم هدف تر لاسه کړ او تاسو په اصلي جهاد کې د پاتې راتلو له کبله کاملآ ناکام شوئ. پوهيږئ چې تاسو ولې متحد نه وئ ځکه چې تاسو هر ګوند بېل بېل هدف درلود. څوګ چې ملي او اسلامي هدف ولري، هيځکله او په هيځ صورت يې په مېنځ کې بېلوالی او اختلاف نه راځي. شخصي اهداف او منافع د اختلاف او جګړو سرچينه ده او بس. تاسو که هر څه هر څه اوايئ تاريخ او هيځ ازاد او ويښ انسان به يې درسره ونه مني. په ډېر درنښت

ځواب ورکول نورستانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *