تاند – د شهید سردار محمد داوود خان د روغتون سرچینو نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالقادر د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

جنرال عبدالقادر په کابل کې د سردار داوود خان په روغتون کې له یوې مودې راهیسې بستر و.

جنرال قادر په ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه د سردار محمد داوود د حکومت پرضد په کودتا کې اساسي رول لوبولی و. ده هغه وخت پر ارګ بمونه غورځولي وو. د ثور له کودتا وروسته دفاع وزیر وګومارل شو خو څو میاشتې وروسته د کودتا په تور بندي او شل میاشتې یې په پلچرخي کې تېرې کړې. خو د شوروي پوځونو له یرغله وروسته له زندانه راوایستل شو او بېرته دفاع وزیر وټاکل شو.

په ۱۹۸۶ م کال په پولنډ کې سفیر شو او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په مهال د وطن ګوند د مرکزي کمېټې غړی شو.

جنرال قادر د هرات د غوریان ولسوالي او د خلق د دیموکراتیک ګوند د پرچم د ډلې غړی و.

ده حربي ښوونځي لوستی و او بیا یې په حربي پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشړې کړې وې او پېلوټې یې د پخواني شوروي اتحاد په قرغیزستان کې زده کړې وه. د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال دی د دفاع وزیر شو.

جنرال قادر ته ډېر خلک په دې بد وايي چې په هغه مصیبت کې یې اساسي رول لوبولی چې تراوسه پوري افغانان ورڅخه ځورېږي.

خو ده تېر کال په یوه مرکه کې وویل:«څه چې مې کړي له هغه پښېمانه نه یم. د ثور انقلاب د افغانستان په ټولنه کې لوی بدلون و خو توندلاري او ډلبازي سبب شوه چې د انقلاب په وجه تحولات بل لور ته مخه کړي.»

د ثور په کودتا کې داوود خان د خپلې کورنۍ له ډېرو غړیو سزره ووژل شو او وروسته په لسګونو زره تعلیم یافته افغانان په دې خاطر بندیان او په ظالمانه ډول ووژل شول چې د خلق او پرچم د غړیو په شان یې فکر نه کاوه.

33 thoughts on “د ثور د کودتا یو اصلي عامل ومړ”
  1. د دی مردار مړی باید سیند ته واچول شی د خښولو لیاقت نلری اوس به د هر څه سوال او جواب وکړی

    1. دغه خا ین(قا د ر) دتره کې ، امین ، کا رمل ، نجیب ، وطنجا ر ، تڼې ، ا ما م الد ین او نورو……………… په شا ن ملې خا ین وو دده دمر دا ریدلو په منا سبت وټول افغا ن ملت ته مبا رکې وا یم او ومړې ته دخدای ددر با رڅخه اسفل السا فلین دوزخ غوا ړم په شمول دده دنورو همقطا رانو او ګوندیا نو خونخوا رو کمونیستا نو وطنفروشا نو او دالله (ج) ددر با ر څخه دنورو وطن فروشا نو او دبهر نیا نو د لاس پوڅو لکه ګلبدین ، سیا ف ، ما دومر، مز ارې ، محقق ، خلیلې ، کرزی او……………..هم دغسې دشرم مرګ غواړم
      که دغه خا ین قا د ر یو ملې او پر وطن مین شخصیت وای ټولو افغا نانو به اوس دوعا ګا نې ور ته کولا ی او پسې ژړلای به یې. دغه (۳۶) کا له چې په ګران هیو اد کښې چې وینه روا نه ده همدغه د کې جې بې دجا سو سا نو (کمونیستا نو) دتورې ، کثیفې او کړغیړنې کودوتا به سبب ده
      خا ینان کمونیستان دې اوس دغه د تاند ویب پا ڼه وګورې چې ددوی خا ینا نو په هکله افغا نان مثبت نظر لرې او که منفې؟
      که افغا نان او دنیا وال غو ا ړې چې په افغا نسیتان کې جنګ او وینه تویونه بنده شې نو دې دکمونیستانو (۱۰۰۰۰) مشران او میا نه رتبه اشخا ص دې دبهر (اروپا ، امریکا ، روسیه ، او نورو) څخه او په کور دننه کې دې ددوی دګوند نفر را ولې او دشهید محمد داود خا ن دقبر وڅنګ ته دې یې په پڅه چا ړه حلال او ددوی دغه مردا رې وینې دې وبهوې چې ددا ود خا ن او ددوی دشهیدې کور نۍ روحان به خوشحال شې خدا ی به په هیوا د کښې سوله را ولې

  2. د لوی خدای څخه ورته د برین دوزخ غوښتونکی یو خدای دی د خپل عمل په سزا ورسوی د مردار او کثیف حیوان

  3. ډیر ښه شو چه دا ظالم ومړ. اوس به دردناک عذاب وڅه کي. د هر افغان وینه چه تویږی د عذاب برخه یی ده ته هم وررسي. ځکه د افعانستان د ټولو بدبختیو ناورین اور همدا دغه ککری او دده ملګرو بل کړی دی.

  4. د تاند ویب پاڼی چلونکو ته

    ځرنګه چی تاسو هر کومینټ د املایی غلطیو لپاره ګوری همداسی باید لیکونو ته هم پام وسی – د ثور کودتاه په ۱۳۵۹ کال کی وسوه نه په ۱۳۵۲ کال کی – البته په ۱۳۵۲ کال کی د سردار داوود خان کودتاه کی هم ده برخه درلود ولی په لیکنه کی د ثور کودتاه ته اعشاره سوی

    په پښتنی مینه

  5. قدرمنو د سایټ همکارانو تاسو لیکلی چی د ۱۳۵۲ د ثور په اوومه دا ۱۳۵۷ده
    او راغلو قادر ستر خاین ته نو الله د ددی ملت د زور سزا ورکړی او ځانته د لوی او غوچ جهنم ورکړی

  6. جهنم دی ځای وی او لارویو ته یی د هدایت غوښتونکی یو ددی ټولو بد بختیو چی د دیرشو کلونو زیات وشول عاملین همدغه هیواد پلوره بی دینه او کثیفه عناصر وو

  7. دا بیشرمه سه حق درلود چی د شهید سردار محمد په نامه روغتون کی بستری شی ؟ دی یی باید سپویو ته اچولی وای چی هغو بیا مردار کری وای . له نجسی قواری شکاری چی دوزخی ده او افغانان یی نه بخشی ……

  8. اوس چي په كابل كي خلك دومره توره وكي چي قبر يي پيدا او لكه د اسمت مسلم غوندي يي له قبره هدوكي را وباسي نو هيله به مو زره پري يخ شي

  9. پښتنوورونو!ـ
    تاسو لااوس هم ګنکس ياست سره لدې چې دژرندې لاندينی پل یاست اودسرپه کاسه کې داڅو لسيزې اوبه څښئ.ـ

    1. دافغا نیستا ن ومظلوم اولس ته د کې جې بې دجا سوس د مر دا ریدلو په منا سبت تبریکې وا یم او د مړې دپا ره ژور دوږخ د خدای (ج) څخه غوا ړم.او خدای (ج) دې وتڼې شا هنواز ، اما الدین او مورو وطنفروشا نو کمو نیستا نو ته هم دغسې د شرم مرګ ورکې. امین ثم امین ثم امین
      او دافغان دولت څخه په ډیره در نا وې هیله کوم چې دډیرو هیواد وا لو په حضور کې دقا در مړی په یو لوی بد رفت څا کې وا چوې چې نور افغا نان عبرت ددغه ملې خا ین څخه وا خلې. او دې یې مړی په الوتکه کې وا چوې او د مسکو په سره میدان کې دې وغورځوې چې ددوی با داران(روسان) یې په در نا وې وخا ورو ته وسپا رې. او وکرزې ته شرم په کا ردی چې دغسې ملې خا ین ولې دشهید دا ود خا ن په روغتون کې دعلاج دپا ره پریږدې.
      سپین وروره!!! دهر فکر خا وند چې یې خو لږ دفکر څخه کا ر واخله کوم جنا یت چې دغه ملې خا ینینو کړیدی لکه قا در ، وطنجا ر ، اما م الدین ،تڼی او نورو………… چې دغه (۳۶) کا له کیږې چې دغه وینې تو ییږې لوی علت او عا مل یې دغه دثور توره او کر غیړنه کودوتا وه او ته سپین ګله لږ د فکر څخه کا ر وا خله. او که ته وا یې چې پښتانه دومره نا پوه دې چې ددغه خا ینا نو په غا ړه کې دګلونو امیلو نه ور واچوې

  10. هیله مند یم چې د خلکو عکس العمل دا شرمیدلي فعلي رهبران هم وکوري داسې نه وي چې یوه ورځ خلک لکه د قادر د مړي په شان پرې لعنت ولیږي. دا څومره دشرم ځاي دی چی یو کس دي دومره بد شې چي حتی د خپل افغان وطنوال له دعا هم محروم شي. ملي خائنین دې دا خبره په یادلري سبا به دوی هم د تاریخ او هم د افغانستان د خلکو له نظره محاکمه کیږي.

    1. ډیر ښه شو چې دګران هیواد د بر با دی لویه څټه مر دا ره شوه. با ید په مځکه کې ښخ نه شې بلکې په یو لوی بد رفت څاه کې دې یې وا چوې چې نور وطنفروشان عبرت ځنې واخلې. ځکه رسول الله (ص) ابو چهل دبدر په غزا کښې وڅاه ته وا چوی.
      دالله (ج) ددربا ر څخه وه ده (قا در خا ین) ، تره کې ، وطنجا ر ،امین ، نجیب اونو رو قا تلینو د کې جې بې جا سوسانو کمونیستا نو ته سخت ترین عذ اب غو اړم. او دګران افغا نیستان ود ر د دیده مظلوم اولس ته مبا رکې وایم ددغه ملې خا ین دمر دا ریدلو په منا سبت.

  11. د دغه سپي مړی باید د مسعود، مزاري، رباني او نورو جنګسالارانو او افغانستان ورانوونکیو سره یوځای وسوزول شي او ایره یې په یوه ګنده سیند کې وغورځول شي. دا سپی خو مې په دې ډېر بد راځي چې د سردار داود (رح) د ولسي نظام په مقابل کې یې جارحانه عمل کړی وه.

  12. زه وایم چی ټول دظالم قادر نه عیبرت

    واخلو چی یواځی دتاند په ویب پاڼی کی

    څه تور غوبل دالله دبندګانو له خوا پر جوړ سوی وو دا چی شهیدان زخمیان او چی ژوندی

    تر خاورو لاندی سوه هغه به څه ورسره

    کوی خو موږ مسلمانان باید د دی ظالم دمرګ نه واخلو

    اوبل څومره بی ننګه یی وارثان او دګوند غړی وه

    چی دشهید داؤد خان روغتون ته یی وی!

  13. الله دی ورته قبر د دوزخ یوه کنده وګرځوی، دا خبیث لا په خپلو کړنو پخیمانه هم ندی لکه څرنګه جی په یوه مرکه کی ویلی دی، الله په آخرت کی هم وشرموی

  14. بد خو یی دومره کری چی حد یی نشته باید یوازی دداود خان روغتون سخه سه باید د تول افغانستان سخه شرل شوی وی خو دا چی اوس مر شو مونگ به هغه سه نه وایو چی الله پری ناراضه کیگی اوس به الله ته جواب ورکری

  15. ټول ژوندی دمرګ څښونکی دی او مرګ حق دی دچا په مرګ خوشحالی شه نده ولی ددغه بدمرغه په مرک پدی دیرخوشحاله شو چی مونږ یی په خپل زوند دمرګ څخه وارویدل داثور دکرغیړنی کودتا اصلی لوبغاړی و اودثور کودتا دټولو بدبختیو عامل وه داچی ترنن پوری افغانان کړیږی دهمدغه ملعون اوملګرو میراث یی دی په اخرکی په ده اوملګرویی لعنت وایو.

  16. دكمونستان د خبيسو اشخاصو او رزيلو تش فه نامه افغانانو د جملي يو هم جنرال قـــــــادر رزيل او وطن فروش يو خائن شخص وه جه دا وس انشاء الله د جهنم كندي ته حواله شو الله د فه خفل شديد قهر او غضب كرفتار لري تول افغانان فه دي فو هيكي جه د ثور كودتا اصلي عامل او مجرم همدغه اشخاص وه جه فه مليون ها افغانان ئي شهيدان بي كوره يتيمان او دربدره كرل الله د ده هغه ابدي زاي دربدره كري تول مسلمان وواياست امين

  17. په اول قدم کی باید مړی یی سپیوته واچوال شی اوکه خښوی یی نو د افغانستان نه یی د باندی کومه کندی کی وغورځوی او که یی کورنی وی نو هغه هم باید له افغانستانه وشړل شی او روس ته وليژل شی چی د پلار اصلی ټاټوبی یی دی

  18. ټوله پورته لیکل شوې تبصرې مي و لوستلې. هر څوک د خپل نظر د څرګندلو حق لري
    جنرال عبدالقادر که مسلمان وو که کافر وو، حساب یې د الله تعالی ج څخه دی او هغه ستر ذات به ورسره حساب کوي. د بدبختۍ ځای دادی چې که مسلمان وو که کافر وو، افغانانان ښه تجربه نه ځیني لري. د هغه سره رانیولې بیا تر پایه پورې، ټولو خپل تر وسه پر موږ باندې ظلم وکړ. څوک یې معیوب کړ، څوک یې بې پلاره، بې موره، بې وروره، بې خوره، بې دوسته، بې قریبه ….. کړه. مګر دوی وازګي/وازدي پکښې وکړې. جنرال عبدالقادر هغه سړی وو چې د دادود خان سره د ملت د بابا پر ښځه (د ملت بابا په هغه خاص وخت کې د صحي درملني لپاره په ایټالیا کې وو) کودتا وکړه او کامیابه یې کړه او بیا یې نو چې د داود خان سره اړیکي خرابې سوې د ثور په کودتا کې فعال او اغیزناکه رول و لوباوه. قادر خان یو وخت په هرات کې خلکو ته وویل چې دا مملکت نه سوسیالیزم جوړولای شي او نه یې هم امپریالیزم. هغه وو چې بیا یې پښې ټینګي نشوې
    یو ښه عادت یې دا وو چې، که یوه دقیقه یې هم قدرت په لاس کې وای، نه تسلیمدی او تعرض یې کاوه. چې دا د یوه ښه عسکر خاصیت دی
    خو دا د اوس تر لوټامارانو ښه وو، هغه په دې خاطر چې غصب، چور، رشوت، اختلاس، انسان تښتونه، غارت، یې نه کاوه او تر څو چې مړ کیدی په یو کرایي کور کې اوسیده. ځیني خلک وایې چې انسانان یې وژلي، کفر یې راوستلای
    نو یارانو دا اوس چې په دې ملک کې ګرځي دا څوک دي؟ دا اوس چې دا خلک مري، ددې حساب څوک ورکوي؟
    رشوت، اختلاس، غصب، مارکیټونه، بانکونه، زنا کاري، او دا نور ټول چې کیږي، د دې پایلې به تاسې څنګه ارزوﺉ

    1. پښتون خا نه لکه څنګه چې تا لیکلې دې ته هم دخپل نظر دڅر ګندولو حق لرې خو یوه خبره با ید په یا د ولرو چې لمر په دوو ګوتو نه پټیږې. او څوک چې وځان ته مسلمان او افغان وا یې هغه به دا سې خلګ لکه قا د ر ، وطنجا ر ، رفیع ، تڼی ، ګلا ب زوی ، امین ، تره کې ، کا رمل ، نجیب ، ګل بدین ، ربا نې ،سیا ف، مزا رې ، محقق ، ما دومر او کرزی ښه او د صفت وړ اشخا ص ونه بولې

  19. ستاسو په زړه پوری تبصیری د خلکو او ولس غږ دی او پدی توګه ملی خاینین د تاریخ له خوا محاکمه کوی.
    جالبه ده چی لا تر اوسه د قادر د لاری پیروان پر افغانانو حکومت کوی. ستر جنرال آصف دلاور د دوکتور نجیب الله او د مسعود د وخت ستر جنرال او لوی درستیز هم وو چی بیا د کرزی په وخت کی د افغانستان لوی سفیر په اوکرایین کی مقرر شوی وو.
    جنرال بابه جان چی د داکتر نجیب دوخت د خاد د پنځم ریاست غړی او د تڼی د کودتا په وخت کی ورته د قهرمان لقب ورکړل شو اوس هم د افغانستان د شمال شرق زون د پولیسو عمومی قوماندان دی او لا تر اوسه هغه ظلمونه کوی کوم چی زمونږ پر هیوادوالو د ده اسلافو کړیدی. د نظار شورا اکثره لوړ رتبه افسران چی له روس سره یی پروتوکول درلود اوس هم د ملت په سرنوشت لوبی کوی. بصیر سالنګی د مسعود د وخت چریک او یا بسم الله خان له کوم پوهنتون نه فارغ شویدی خو د ګران هیواد سرنوشت د دوی په لاس کی دی، غلام دستګیر پنجشیری لا تر اوسه د نظار شورا له سایتونو سره فعاله همکاری لری او مقالی ورته لیکی. ولی پر دوی څوک بد نه وایی. تورن اسمعیل هم له جنرال قادره کم خیانت ندی کړی . هغه د هیواد ملی شتمنی او د ګمرکاتو محصول په شخصی کارونو او پلانونو مصرفول او پدی لسو کلنو کی یی یو د اوبو یا برښنا بند جوړ نه کړ. په میلیونونو دالر یی چور د دخلکو مځکی یی غصب کړی. البته چا چی خدمت کړی او په هر وخت کی چی وی هغه باید وستایل شی خو خاینین د خلکو او ولس له خوا محکومیږی.

    1. خا ین قا در او نورو قا تلانو وطنفروشانواو دبهر نیا نو لا س پوڅوته په هر نا مه چې وې کمونیست(خلقې پرچمې) ، تش په نا مه مجا هد ، تش په نا مه طا لب ، تش په نا مه دیمو کر ات ته دخدای ددر با رڅخه سخت ترین عذا ب په اخرت کې او په دنیا کې د اسې دشرم او سپکتیا مرګ ور ته غوا ړم لکه دقا در خا ین ، وطنجا رخا ین او نو رو

ځواب ورکول اکبر شهیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *