تاند- د افغانستان حکومت نن د ثور اتمه د مجاهدینو د بري د کالیزې په توګه لمانځي، ولسمشر حامد کرزي په دې مناسبت په یوه فرمان کې یو شمېر بندیان بخښلي او د یو شمېر نورو د بند موده یې ورکمه کړې ده.

د افغانستان حکومت له تېرو دوولس کلونو راهیسي په داسي حال کې د ثور اتمه د بری او خوښۍ د ورځې په توګه لمانځي چې اکثره افغانان دا ورځ د ثور د اوومې په شان د افغانستان د تاریخ یوه بله توره پاڼه بولي.

د ثور په اتمه کابل ته د خپلسرو وسله والو ډلو له ننوتو سره دولتي ادارې لوټ شوې، پوځي تاسیسات چور شول، حکومتي موټر تقسیم شول، وزارتونه داسې کسانو ته وسپارل شول چې هغوی په خپلو ادارو کې ټول خپل وسله وال ځای پرځای کړل، پر دغه ویش اونۍ نه وې تیرې شوې چې د جګړو د اور لمبې تیزې شوې او د کابل د خلکو پر مال، ناموس او شتمنیو یرغل پیل شو. په څو کلونو کې د دغه ښار اتیا زره اوسېدونکي په تنظیمي جګړو کې ووژل شول او د ښار اکثره برخې په کنډوالو بدلې شوې.

جګړو د خلکو اقتصاد دومره وځاپه چې د څو داسې مواردو راپورونه خپاره شول چې خلکو خپل اولادونه له لوږې خرڅول. بې وزله خلکو نه شوای کولی چې له جګړو ځانونه پناه کړي، هغوی چې  څه پیسې لرلې له هیواده ووتل او د هغوی چې اقتصاد لږ خراب و تر ننګرهاره یې ځای ورساوه او په سرو دښتو کې یې خیمې ووهلې.

په ۱۹۹۵ او ۱۹۹۴ کلونو کې څو ځله داسې شپې هم راغلې چې د کابل پر ښار د جګړه مارو له لورې له ماښامه تر سهار شاوخوا ۲۵۰۰ زره توغندي ولګیدل.

د تنظیمونو جګړې سبب شوې چې افغانان طالبانو ته د نجات د فرشتو په توګه هرکلی ووايي او له هغو ډلو څخه وژغورل شي چې طالبانو او خلکو شروفساد بللې.

خو یو شمېر تنظیمونه چې د ثور اوومه د بدمرغۍ پیل او اتمه یې پای بولي، وايي چې په دې ورځ هغو بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودل شو چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې له کودتا څخه پیل شوې وې. دغه کسان استدلال کوي چې د دوی د ځینو کسانو له لاسه د بدمرغیو عامل هم د ثور اوومه ده.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر اوومه چې د خلق او پرچم ډلو له لورې کودتا وشوه او د سردار محمد داوود جمهوري نظام ړنګ شو نو د افغانستان په خزانه کې هغه وخت ۵۰۰ ملیون ډالر اضافي پیسې وې. د دغو دوو ډلو ترمنځ خپل منځي اختلافاتو او پر خلکو خپل نظر په زوره تپلو د افغانانو پر اقتصاد ناوړه اغیز وکړ په تیره بیا چې کله د حفیظ الله امین حکومت د شوروي اتحاد د ځواکونو له لورې ړنګ شو او د شوروي پوځیانو له یرغل سره له پامیره تر سپین بولدکه او له تورغونډۍ تر تورخمه د جګړو اورونه بل شول.

د ثور له کودتا وروسته په لکونو افغانان، په تېره بیا تعلیم یافته او منور افغانان په دې خاطر ووژل شول یا زندانونو ته واچول شول چې د واکمن ګوند د غړیو په شان یې فکر نه کاوه. دا زیاتي سبب شول چې په ټول افغانستان کې د رژیم پرضد ولسي پاڅونونه ورځ په ورځ پياوړي شي، په ملیونونو افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شي او ګاونډیانو ته موقع په لاس ورشي چې له افغانانو څخه د هغوی د خپل هیواد پر ضد کار واخلي.

3 thoughts on “د ثور ۸ مه د نېکمرغۍ که بدمرغۍ ورځ ده!؟”
  1. بدي لعين او كثيف اشراريزم د لعنت وي دا د باكستان هغه نخسه وه جه افغان وطن يي د سو خايينو ظالمو اشرارو به لاس يي دا وطن وران او ويجار كر.كوم جهاد.ايا دومره رزالت او خيانت جه ددو بي عزته خلكو له خوا وشو به هيس بل دور كي دا وطن يي شاهد نه. وه.اوس د قبر د جنجو به شان به خبل منخي به جنك لكيا دي.د كثيف اجنت اشرار ته د زو مرك راشي سو وطن بيا نفس واخلي.

  2. فتح نه وه،
    دا خيرات وو د افغانانو د سر خيرات. او دا دې دپاره و چي دا شيطانان نو جنګ بس کړي خو هيڅ څوک نه پوهيدل چې دا جهاد نه بلکې د قدرت او د پيسو جنګ ؤ. که داسې نه وه نو کله چې قدرت يې واخيست نو بيا يې په څه جنګ کاوۀ؟ دا خو د همدې شيطانانو وچه پښه وه چې تر اوسه پورې افغانستان په خپلو پښه نه دريږي. د خپل جيبونه يې سره ډک کړل او د خلکو وينې يې وڅښلي. او ټول دومر ماړه شول چي لسو نسلونو ته يې هم بس دي، خو سترګي يې دومره وږې دي لکه چي هيڅ يې نه وي خوړلي. ټول د پاکستان، ايران، سعودي، روسيه او فرانسي مزدوران دي، او د څو ابر قدرتونو په جنګ کې د دوئ نه د شطرنج د يوې مهرې په حيث استفاده وشوه، او دوئ په همدي خوشحال دي چې د دوئ جيبونه ډک شول نور نو چي په عامو خلکو څه تيريږي دوئ د دې پروا هم نۀ لري. خپل وطن يې په پرديو خرڅ کړ. کله چې روس ووت نو بيا له چا سره جهاد. اوس ولې جهاد نه کوي؟ اوس خو هم بيګانه ګان په افغانستان کې دي

  3. د افغانستان د زړورو مجاهدینو او پر اسلام مینو افغانانو ته د دا ورځ مبارکه وی او د هیواد د ساتلو د لاری د ټولو شهیدانو ارواوی خوشحاله او د هغوی د جنتونه نصیب شی. اما کومو کسانو چی قدرت غصب کړ او تر نن پوری د هیواد د بدمرغی عاملین دی ، تر ټولو منفور او خاین انسانان دی نو له همدی امله د هیواد ساتندویانو قربانی باید هیری نه شی، د قدرت د غاصبینو له امله د ثور اتمه یعنی د د افغانستان د ورانی او بربادی ورځ، د 72 زرده بیګناه افغانانو د وژلو ورځ ، د ښکلی کابل ورانیدو او په کنډوالو د بدلولو ورځ، د متمدنو کابلیانو د وژلو او مهاجرت ورځ او د هغوی پر ځای د قدرت او پيسو دوږوتږو د راتلو ورځ ، د خپل هیواد او خلکو او دین سره د جفا ورځ ده دا ورځ د ثور له اومی نه هیځ ښه او متمایزه نه ده ، له همدی امله نن افغانان محقق او عبدالله نه غواړی بلکه یو سوچه اسلامی او افغانی دولت د ښاغلی اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی غواړی.

ځواب ورکول zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *