تاند- افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر په درشل کې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د ملګروملتو له مرستندوی دفتر سره خبرې پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم په انتخاباتي بهیر کې د بیا شاملېدو لپاره ملګروملتو ته یو شمېر وړاندیزونه کړي دي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم او ملګروملتو د دغو وړاندیزونو په اړه څه نه دي ویلي خو د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې دوی د ملګرو ملتو له لوري د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له وړاندیزونو خبر شوي دي.

سرچینې وویل چې د ښاغلي عبدالله په وړاندیزونو کې نوي څه نشته او ټول هغه وړاندیزونو دي چې پخوا د همپالنې له ټیم سره د دوام او بدلون ټیم منلي وو.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیمونو موافقه کړې وه چې د څه باندې ۷ زره محلونو رایې دې له سره وشمېرل شي.

په همدې حال کې تېره شپه ولسمشر کرزي او عبدالله عبدالله ټېلفوني خبرې کړي خو د دوی د خبرو جزییات نه دي څرګند شوي.

ټاکل شوې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سبا /جمعه/ کابل ته راشي او له دواړو کاندیدانو سره د انتخاباتي لانجو په اړه خبرې وکړي.

کیري او ولسمشر اوباما له افغان کاندیدانو غوښتي چې انتخاباتي ستونزې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د انتخاباتي میکانیزمونو (کمیسیونونو) له لارې حل کړي.

خو عبدالله عبدالله انتخاباتي کمیسیونونه په پلویتوب تورنوي او وايي چې د څه باندې ۷ زره محلونو د رایو په بیا څېړنه کې دې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هیڅ رول نه لري.

4 thoughts on “د جان کیري د سفر په درشل کې د همپالنې ټیم له م.م. سره خبرې پیل کړې”
  1. موږ په خپله منطقه کې یو محلې متل لروچې وا یې : ګیلګی دموږې په زور غورزې. او س هم دډاکټر عبدالله ټیم دامریکا په زور غورځې ، غیر قا بل تحمل شرا یط مخ ته کوې او بد معا شیا نې کوې. دا هر څه سې – ای – اې مهندسې کړیدې اوصرف دډبل عبدالله ټیمې عملې کوې چې په ګران هیواد کې امریکا دځان او عبدالله په ګټه ویوه ایتلا فې حکومت ته لا ر هوا ره کړې. نو په نتیجه کښې ویلا ی شو چې سبا دعبدالله دټیم پلا ر او غمخور را ځې

  2. موږ په خپله منطقه کې یو محلې متل لروچې وا یې : ګیلګی دموږې په زور غورزې. او س هم دډاکټر عبدالله ټیم دامریکا په زور غورځې ، غیر قا بل تحمل شرا یط مخ ته کوې او بد معا شیا نې کوې. دا هر څه سې – ای – اې مهندسې کړیدې اوصرف دډبل عبدالله ټیمې عملې کوې چې په ګران هیواد کې امریکا دځان او عبدالله په ګټه ویوه ایتلا فې حکومت ته لا ر هوا ره کړې. نو په نتیجه کښې ویلا ی شو چې سبا دعبدالله دټیم پلا ر او غمخور را ځې. دعبدالله ټیم په افغا نانو او مسلمانانو با ور نه او اعتماد نه لرې. فقط په بهرنیانو او کا فرانو با ور لرې

  3. سلامونه او نیکې هیلې درته وړاندې کومه
    ورسته له دی نه زه دا نظر تاسو سره شریکه وومه چې د ګل مرجان کسانو په لویه جرګې په خیمه کې د ښاغلې کرزی انځور راکښته او څیرې کړو نو ولې حکومت د دوی په واړندې غلې پاتې شو ولې تری نه پوښتنه نه کیږی چې کومه خبره ده چې دا کار مو ترسره کړو کنه ورسره جوړ دی او د فعل حکومت په مټ او په زور باندی دا کارونه کوی
    ستاسو کشر
    ولي

  4. افغانستان ته په دې سفر سره جان کېري خاص له افغانانو څخه د (۲۰۰۹ ) میلادي کال د ؤلسمشرۍ د ټاکنو هغه کسات او غچ اخلي چې امریکایي هولبروک یې د ګډوډولو ناکامه هڅه کړې وه . ځکه خو یې عبدالله عبدالله ته وارد مخه دستور ور کړی چې دده تر ور رسېدو د مخه دې له م . م . سره وګوري تر څو و ده ته یې اصلي موخه څرګنده شي . بیا به کېري صیب خپله مهندسي د شرمښ د وېش په څېر په کې وکړي . او د افغانانو پر حقه رأیو به یو ځل بیا ملنډې ووهل شي ، او سوړ تجارت به ور باندې وشي . خو د کرزي صیب دخالت به هم وروسته په کې څرګند شي چې څومره ژور په کې ننوتی دﺉ . خو زه کېري صیب ته وایم چې دا کسات به دې له کرزي صیب څخه هماغه مهال اخیستی ؤ افغان ؤلس خو له امریکې سره د تاریخ په اوږدو کې هېڅ ډول دښمني نه لرله ، نو امریکه ولې افغانانو ته دومره پخه ناسته ده چې په دا (۳۵) کالو کې یې هېڅ زړه پرې ونه خوږاوه . او تر ننه پورې یې ټکوي . او ځپي . آیا امریکه افغانان د ځمکې له کرې څخه نابودول غواړي که څه ؟ که یې هدف داوي نو لیرې نه ده چې دوی به هم د روسانو په څېر په (۵۲) ټوټو ووېشل شي خو افغانان به همدلته وي انشا ء الله . ځکه د یکه تازۍ وزرې یې تر اسمان پورې رسېدلې دي .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *