په سولیزه توګه د هېواد د ټولو چارو سپارښتنه یوه نوي حکومت ته په ټوله نړۍ کې تر ډېره بریده د ټولټاکنو د ترسراوي په پایله کې رامنځ ته کېږي او د ډیموکراسۍ او ډیموکراته دولتونو خورا مهیم اصل بللی کېږی.

افغانستان هم د طالبانو د حکومت د نسکوریدو وروسته تر ډېره د ډیموکراسۍ په چوکاټ کې شامل شوی او د دغه برخې د ځواکمن کېدو لپاره په کې په ملیاردونو ډالره خرچ کړی شو او لا هم د نړۍ د همکاره هېوادونو په مرسته دغه لرۍ دوام لري تر څو ډیموکراسي لا نوره هم غښتلي شي.

زموږ په هېواد کې هم د یوه ولسمشر څخه بل ته د واک د لېږد لپاره د ۱۳۹۳ لمریز کال ټولټاکنې تر سره شوي په مختلفو سیمو کې بیلابیلو نوماندانو خورا زیات پلویان او همفکري درلودل او اوس یې هم د ملاتړ په موخه تر څنګ ولاړ دي.

که څه هم د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ کومه داسې ناندرۍ د نوماندانو تر منځ رامنځ ته نه شوه خو ولس د خپل سر په بیه د رایه ورکونې مرکزونو ته ولاړل او ټول خطر يې پر ځانه ومنه خو د پایلې د نشتون له کبله چې کوم نوماند د ارګ تر څوکۍ د ولس مشر په توګه ورسوي د قانون سره سم د دوه نوماندانو تر منځ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله دوه هغه مخکښ نوماندان وه چې په دوهم پړاو کې يې هم خپل بخت وازمایه اشرف غني احمدزی له عبدالله مخکې شو او له دې سره سم ټاکنیزې نندارۍ پیل شوې.

ښاغلي احمدزي په وار وار ویلي هېڅ د اتیلافي او سهامي حکومت غوښتوونکی نه دی او زیات کله یې د سهامي شرکت په نامه هم دغه ډول حکومتونه یاده کړي

عبدالله د ټاکنو پایلې و نه منلي او حتی د ټاکنو د خپلواک کمېسونو سره یې خپله اړیکه پرې کړه دغه نندارۍ یو بل رنګ واخیست او په پراخه پیمانه یې د نړۍ او په ځانګړی توګه د امریکا پام ځان ته راوګرځوه.

په افغانستان کې نندارۍ او مخالفتونه د افغاني عرف او دود سره سم د جرګو د لارې حل کېږي خو دا ځل د جرګۍ بڼه بدله او امریکا یې د حل منځګړې.

افغانستان ته د جان کیري راتګ او په شاوخوا ۴۸ ساعتونو کې د یوې ډېر لوې مسلې حل او ترڅنګ يې د اشرف غني او عبدالله یوځای کېدنې تر ډېره نوې پوښتنې ولس ته پیدا کړي افغانان هم له ایتلاف او سهامي حکومت تر پوزې راغلي خو د دغه نندارۍ د حل نچوړل د ښاغلي اشرف غني له لورې د متحد او پر ملي یوالي ولاړ حکومت رامنځ ته کېدل ول چې که ځير شو نو بیا هم د سهامي توب بوي تر خيژې ځکه د ټاکنو بیا شمېرنه سمبولیک شکل لري او لاره دې ته هواروي چې د همپالنې ټیم دې هم لکه د یوه ویروس په نوي حکومت کې د شوې جوړ جاړي په پایله کې ورشامل شي.

که سهامي حکومت جوړیدو د څه باندې ۷ میلونه افغان رایه ورکونو او په ټوله کې د افغانانو په شوي ارادې ملنډې دي په دې اساس دوهم پړاو ټاکنو او په پراخه توګه د نفاق منځ ته راتګ ته څه ضرورت وه له پیله به یې پر دغه مسله چې د افغانانو ژوند به بیا له تورتمنو سره مخ شي هوکړه کړی وی.

اوس هم لرې نه ده چې د افغانستان حالت یوه نوې لانجې سره مخ شي ځکه د ډاکټر غني ډیری پلویانو په دې موخه له دې ټیم ننګه کړې چې دوي د سهامي توب غوښتونکی نه دي او برنامې یې په ټول هېواد کې په یو شان د پلي کېدا وړ دي خو که ډاکټر عبدالله او ده ټیم په نوي حکومت کې یوه څه واک په لاس کې واخلي بیا هم ناشونې ده چې په کاغذ لیکلی شوې برنامې او پروګرامونه دې پلې شي ځکه عبدالله خیل د چوکۍ غوښتونکی دي نه د ولس د چوپړ.

که څه هم پر ملي وحدت د ولاړ حکومت اصطلاح په سمه توګه نه ده تعریف شوې خو برداشت ترې د ډیرو دا دی چې عبدالله خیل په نوي حکومت کې شامل ،واک به وویشل شي سهامي شرکت به جوړ شي په کلیدي وزاتونو به دوي ولکه ټینګه کړي بیا به هم پښتانه لکه د وس د ډېر څه محروم پاتې شي.

امریکا هم په هېواد کې د پراخه کړکېچ غوښتونکی نه ده او د هغه هحکومت هیله لري چې د دوی په اشارو کار وکړي او که ایتلاف رامنځ ته شو د حکومت تر منځ به د رامنځ ته کېدونکی درز او مخالفتونه ګټه واخلي او خپلې ډېرې غوښتنې به په نوي حکومت ومني.

خو که چېري د امریکا په منځګړيتوب دغه مسله په خپله د افغانانو د لورې حل کړی شوي وی پایلې به ډېر خطرناکه نه وي د نورو باندنیو هېوادنو ګټې به پکې خوندي نه وي او د کور دننه مسله به پاتې شوی وي چې له هر لوی يې بیا حل شونی وو.

په لومړي پړاو کې ټولو ته د ټاکنو پایلې د منلو وړ وي عبدالله مخکې وو په دې خوشحاله وو او اشرف غني په دې ډاډه وو چې که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړي شي د خپل محبوبیت له امله به بیا هم تر ارګه ورسېږي.

اوس د جان کیري منځګریتوب هم دواړو ته د منلو وړ دی اشرف غني مخکي دي د ګټلو جانس یې ډېر عبدالله وروسته دی بایلې یې خو د اشرف غني دې خبرې چې پر ملي وحدت ولاړ حکومت به رامنځ ته شي عبدالله هم د واک تر ګدۍ رسیږي خو که چېرې بیا هم د پایلو له اعلان وروسته دغه روانې لوبې بدلون وکړ عبدالله او د هغه پلو ته په نوي حکومت کې ونډه ورنه کړی شوه هغه هم د هغه د زړه کلیدي پوسټونه د جان کیري منځګړیتوب به صفر او هېواد به د لوې ناورین شاهد وي.

0 thoughts on “د جان کیري د منځګړيتوب پایله/ هارون الوت”
  1. De mili wahdat hokumat kho da na day Che bahad abdullah hatman pakhse wy. Abdullah, molem ata, saleh, mohaqeq aw nor landahgar bayad bayad pa de hkumat kshe na wy, zaka duy mate khwaraleda. Ghani ba khyanat karay wy, ka chere porta yad shawy Kasan de da pa dawlat kshe zay walary.

ځواب ورکول Moasen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *