تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د جاپان حکومت وايي، د خپل هېواد مهمه (پر ګلابو د راختونکي لمر) جایزه به په افغانستان کې د وژل شوي ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم کړي.

 د جاپان د حکومتي کابینې منشي یوشیحید سوګاپه دې اړه یو خبري کنفرانس ته وویل، د ښاغلي تیتسو ناکامورا کورنۍ ته به د راختونکي لمر جایزه دګلانو له ګیډۍ سره وسپاري او په دې ډول سره به د خپل دغه ۷۳ کلن وژل شوي فزیک پوه د خدمتونو درناوی وکړي.

 د جاپان ټایمز د راپور له مخې به د دغه هېواد لومړی وزیر شینزوابې هم راتلونکې جمعه په ځانګړو مراسمو کې د ویاړ سند د هغه کورنۍته وسپاري.

 پر ګلابو د راختونکي لمر جایزه په جاپان کې څلورمه ستره جایزه ګڼل کېږي چې په نړیوالو اړیکو کې د بریالیو کسانو لپاره ځانګړې ده.

 ناکامورا چې نږدې ۳۰ کاله یې د افغانانو لپاره د اوبو د مهارونې، کرنې او صحت په برخه کې خدمتونه وکړل د روانې دسمبر میاشتې په ۴مه د وسله والو لخوا په ننګرهار کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.

One thought on “د جاپان حکومت ناکامورا ته پر ګلانو د راختونکي لمر جایزه ورکوي”
  1. اشرف غني جنت سازه هستۍ ناکامورا ته د افغانستان تذکره ډالۍ کړه د ده د بې بدیله خدمت په ویاړ، خو یووخت د آی ایس آی زاړه جاسوس او بدنام ترهګر غلام رسول سیاف و رباني عربي ابو مارانو او ابولړمانو د افغان وژنې په پار تذکرې ورکړې وې. هرسړی پیدا دی خپل خپل کار لره

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *