خدای پاک چې په قرآن کریم کې د ظلم، کفر، استبداد او تېري نمونې بیانې کړي، اکثره یې فردي واقعې بیانې کړي او د پېښې مرتکب فرد یا شخص یې یاد کړی دی. مثلا، یو کس دی، د انګورو د باغ خیرات نه ورکوي، خدای یې پر باغ آفت نازولي. یا یوه ښځه ده، د خپل مېړه له قدرت څخه استفاده کوي، د یوه ځوان ګرېوان ته لاس اچوي او بیا یې پسې تورنوي او زندان ته یې لېږي. یا مثلا، یو څو وروڼه دي، خپل کشر ورور په څا کې اچوي. یا یو کس د خدایي دعوه کوي، خو د هغه جرم حتی د هغه مېرمنې ته هم سرایت نه کوي، او مېرمنه یې سپېڅلې یادېږي. خدای پاک ته د ظلم، تېري او ګناه هره فردي پېښه همدومره مهمه ده، لکه یو ټولنیز منفي جریان. ښایي همدا لامل دی چې د یوه کس قتل د ټول انسانیت قتل ګڼل شوی.

بالعکس، زموږ تنظیمي خلک، به ځانګړې توګه جګړه مار ایډیالوژیک اسلامکاري اکثره په بحثونو کې د دې پر ځای چې د ملتونو په منځ کې د کوڅې کوڅې، کورنۍ کورنۍ، فرد فرد پر حال او د وقایعو پر دقیقه پېژندنه خدایي او وجداني وغږېږي، د شرق او غرب، صلیب او اسلام، روس او امریکا، هغه او دغه غوندې په لویو لویو خبرو کې هره ورځ د دوی د ډلو لخوا پېښېدونکي په لسګونو او سلګونو ستر ستر جرایم غلي کوي او د پټولو هڅه یې کوي. دا ډول خلک د خپلو ډلو پر کردار د ارمانونو پرده را غوړوي او ګناهونو ته د خدای د اوامرو او انساني وجدان تر زاویې زیات د خپل ګوند، ډلې تپلې او خپلې طبقې د هدافو او پرمختګ له زاویې ګوري. د دې چارې څو تاوانونه دي.

لومړی خو په دې کار، فردي وجدان وژل کېږي یا معطل کېږي. یو وخت مې له یوې هندۍ سره بحث و، را ته وېلې په یوه جمله کې را ته ووایه چې افغانان څنګه خلک دي؟
ما وېل په فردي لحاظ ښه دي خو چې په ډلو کې راشي، کله کله ډېر بد خلک ورڅخه جوړ شي. دا خبره مې همداسې تصادفي خولې ته راغله، خو وروسته مې سوچ کاوه چې یاره قراره، خبره خو دې ولا که بده کړې وي.

د دې کار بل تاوان دا دی چې د فردي پېښو هویت په لویه جریاناتو باندې په بحث کې مسخه کېږي. مثلا، یو چېرته یو کس د ټالیب تر نامه لاندې د یوه کس لخوا چې ټالیبانو ته د خپلو دښمنیو پاللو لپاره ورغلی، وژل کېږي. دلته موضوع تر عام حکم لاندې راځي، ویل کېږي چې ټالیبان جرایم کوي، خو د پېښې فردي هویت چې غیر ایډیالوژیک او شخصي دی، پټ پاتې کېږي. یا یو ځای ټالیبان د حکومت سرتېري تېرباسي، له یوه کوره ډزې یا برید پرې کوي، سرتېري فکر کوي چې دا د ټالیب سنګر دی، برید کوي. عام قضاوت دا جوړېږي چې د حکومت سرتېرو جرایم وکړل، خو د فردي پېښې هویت بل رنګه دی. هلته اصلي مجرم ټالیب دی.

د دې کار درېیم تاوان دا دی چې اخلاقیات، چې فردي سلوکیاتو ته ویل کېږي، په عمومي جریاناتو کې له پامه غورځول کېږي. ظلم، حیاء، جفاء، ناځواني، بې مروتي، نور اخلاقي ارزښتونه څوک نه یادوي. مثلا، ټالیبان د یو چا له مېلمستیا یا واده څخه یو کس را ولاړوي، وژني یې. دلته پښتونولي، غیرت، مروت تر پښو لاندې کېږي، خو خلکو ته بیا دا یوه سیاسي پېښه ښکارېږي. د بد اخلاقۍ اړخ ته یې څوک پام نه کوي.

د دې کار بل تاوان دا دی چې مجرم افراد له مسؤولیته خلاصېږي. یو عام مجرم خپل جرم د امارت په قماش پټوي، یو بې بندوباره سرتېره یې د نظام په قماش پټوي. فردي مجرمان ورکېږي. په نظامونو او ټولنیزو جریاناتو لاس پاکېږي.

د دې خبرې معنا هیڅکله دا نه ده چې ګواکې سیسټمونه، اجتماعي او عمومي جریانات معصوم دي. بالعکس، د اکثرو دغو جریاناتو پلویان چې د پېښو د فردي هویت پر ځای پر شرق او غرب، صلیب او حبیب، یهود و نصاراوو غږېږي، په فردي پېښو او د پېښو پر دقیق هویت ځکه نه غږېږي چې غواړي د عمومي قضیو په استدلال د خپلې ډلې وحشیانه، ضد انساني او غیر اخلاقي تګلارې پټې کړي. همدا نن چې له ټالیب سره بحث را پیل کړې چې دا پلانی کلیوال مو ولې وواژه، قضیه تر فلسطینه، تر کفره، تر اسلامه، تر یهوده، تر کشمیره درته ورسوي. هلکه، دلته جرم شوی، ظلم شوی، دا سړی غریب و، دا سړی مجبور و، د ده واړه عیالونه پاتې شوي، د دې فعال او غښتلي انسان پښې غوڅې شوي، د هغه ماشوم د تربیې سوال دی، هغه مېرمنه سرتوره شوه. نه نه نه. په دې اړخونو یې د اسلامکارو څه؟ دوی ته د پېښوري مسخره چي خبره، د چوده تاریخ ډولۍ په کار ده. دوی ته کابل، دوی ته کشمیر پکار دی. دوی ته افراد نه دي مهم. دوی دا هېره کړې ده چې ولسونه له افرادو جوړ دي. دوی دا هېره کړې ده چې د یوه انسان ناحقه وژنه د ټول انسانیت وژنه ده. دوی دا هېره کړې چې د دوی په اصطلاح د مرتد سړي کورنۍ، عیالونه، ښځه، مور، پلار به څه کوي؟

دوی چې کله آزادي، اسلام، کفر، یهود، صلیب، دا کیسې یادې کړي، باید به خوله یې موړی ور ومنډل شي او په هغو مسایلو کې د بحث پر ځای د هرې پېښې پر دقیق هویت ورسره وغږېدل شي.

هله ژر شه ووایه، پر ننګرهارۍ خور انګېزې برید درته روا و؟ که روا و نو آیا ته په محکمه، په قاضي، په قضاء په بل شي باور لرې که به تر قیامته پورې ستا امیرالمومنین پر لارو خلک په بمونو الوزوي؟ ورځه د ننګرهارۍ خور انګېزې برید درته روا و، خو د ښوونځي د تنکیو ماشومانو به څه کېږي؟ ولې دې ظلم وکړ؟ ولې دې ناحقه قتل وکړ؟

هله ژر شه، په یحیاخېلو کې دې له هر اربکي سره لس لس عام مسلمانان ووژل. په دوی کې به د چا ناروغه مور بېګا ته منتظره وه چې زوی به یې د دوا نسخه ورته ورته راوړي. د چا ماشومان به په تمه و چې د شپې به د پلار په غېږه کې سات تېر کړي.

اسلامکاري مجرمان هیڅ وخت له دې موضوعاتو څخه تېښتې ته مه پرېږدئ او که یې د تېښتې هڅه کوله، پړ او ملامت یې ګڼئ. دا دین د فرد فرد د نجات او دنیوي او اخروي ښېګڼې لپاره راغلی. دا د کومې طبقې د ګټو ټېکه داري نه ده، نه د امارتونو د سوبو او ناکامیو ضمانت دی. دا دین د هر چا دی. ټول برخه پکې لري. د خلکو دین د خلکو خلاف مه کاروئ.

By Editor2

5 thoughts on “د جرایمو پر مخ د ارمانونو پرده / مجید قرار”
  1. كرانه ورورهء مَجِيدٌ قراره !
    ما ستاليكنه دقيقه ولو سته هم به بوه شوم او هم به بوهيدلم.
    بو هيزم جه دير شه او ديو لور استعداد او دبوهي خاونديء .
    كه ستاخخه وبوشتم ستا ليكنه ولي ديو كتاب دليكني به شكل مجهولي حالت او به داكه كوت خندنه به كي نشته.هرخه به ستركو ويني او دمخه دي تيريزي ولي مستقيماء انتقاد بري نه كوي ولي كه إسناد لري مسول مرجع سره كمك او همكاري نه كوي تر خود جرائمو او مجريمونو مخه ونيول شي. ترخو به دورخ لاندي اوبه تيروو.
    زمونز داميد ستركي ستا او ستا غوندي دانشمند خوانانو ته ده نه د مسجد به كنج كي ملا امام ته .
    خه مي جه ليكلي اوخه جه به درته ليكم دا داحترام او ستا دبوهي او بي الآيشي مبارزي به جوكات كي دي.
    دنه خفكان به هيله.؟

  2. د مجید قرار نثر خوږ دی خو په عنوان کې مې یو ناشولته ټکی «قماش» ولوست چې پرې پوه نه شوم. که څوک پرې پوهیږي یا یې دی لولي راته دې ولیکي چې قماش څه ته وایي؟ ولې یې په خوږه پښتو نه لیکي؟

  3. ګرانو لوستونکو
    په ټول درناوي خپل سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم.
    که هر افغان په واقعي ډول د خپل ګران هېواد تاریخ ته ځير شي دا به ومومي چې په دې هیواد کې که د کمونیزم، مساواتو، اسلامي نظام، عمري عدالت، جهاد، اسلامي امارت او آن ننۍ دیموکراسۍ ترنامه او عنوان لاندې چې کوم کارونه ترسره شوي وو او یا اوس ترسره کیږي، که یې په عمومي ډول واخلو ټول ناکاره او له خپل عنوان سره ناورته ترسره شوي دي، خو که همدا موضوع بیا په انفرادي ډول تر هر عنوان لاندې او تر ټولنیزنظام لاندې د افرادو او په انفرادي شکل وڅېړو نو ځینې یې ښه او ځېنې یې بد کسان بللي شو. په پای کې دا زمونږ قضاوت ښایې نیمګړتیاوې ولري او له پوره کېسی بې خبره مو قضاوت کړی وي، ښایې د یوه کس جرم او جنایت مو ډلې ته منسوب کړی وي او داسې نور…
    یواصل چې د انسانانو د ژوندانه په ټولو لوړو او ژورو کې د لمر په شان څرګند دی هغه دادی چې هروخت او هرچیرته ښه او بد خلک وي، که ټولنه له ښو خلکو او نیکو غړو را جوړه شي نو هرومرو به یې پایله او لاسته راوړنه هم په زړه پورې وي او که له بد خلکو راجوړه شي نو خامخابه یې پایله او لاسته راوړنه هم بې خوند او کله کله زړه بوګنوونکې وي. هېڅ کله داسې نشي کیدای لکه قرار صاحب چې وایې چې افغانان په فردي ډول ښه خلک دي خو کله ناکله بیا چې په ډلو کې راټول شي نو زیات بد خلک شي. دا څرنګه شونې ده چې یوکس په انفرادي ډول ښه او په ټولنیز ډول بد او ناکاره شخص وي؟ کله چې د واقعیت څخه خبره کوو باید هماغسې واقعیت ووایو لکه څرنګه چې وجود لري، داسې ونکړو چې واقعیت بدل کړو او ددې لپاره ورته بد ووایو چې زما نه خوښېږي، او یا دا چې فلانی او فلانی پکې شته دي.
    داهم یو ډول نامردي، بې انصافي او ناپوهي ده چې د کمونیزم ټوله فلسفه د یوه جاهل کمونیست په کړو، ټوله اسلامي فلسفه او ددین ښکلا د یوه تش مسلمان په کړو، او ټوله دیموکراسي د یوه پوچ دیموکرات په کړو وغندو اویا یې د هغوی په کړو باندې اصلي مفهوم ترینه را وژباړو. که په هره فلسفه، فکر او نظریه کې کوم داسې څه وینو چې د انساني چاپېریال له ژغورنې، ساتنې او هوساینې سره په ټکر کې وي باید علمي او عملي پرې بحث وکړو او د هر شي مثبت او منفي اړخونه له دلایلو او ثبوتونو سره یوځای بیان کړو. هیڅکله داسې څه ونه وایو چې خپله خبره مو له سره ترپایه په خپلو کې سره په جنګ وي او یا داچه د شته او روانو ټولنیزو شرایطو او حالاتو څخه د خپل فکر لپاره د دلایلو په شکل کار واخلو، ځکه دغه شان شرايط او حالات بدلیدلای شي چې له دغه شان کېدو سره سم زمونږ نظر بې دلیله او بې ثبوته پاته کیږي. فاعتبروا یا اولی الابصار. الایه
    لوی الله تعالی، هرچاته چې وغواړي هدایت او لارښوونه کوي. یا الله ته مو خپلې مستقيمې لارې ته هدایت کړه….. آمین ثم آمین

  4. NEW DICTIONERY; GRAANOW AFGHANANOW SALAM AW EKHTERAM ME QABOOL KREEY.

    ZEH GHWAREEM NEW PASHTOW DECTIONERY WOLIKEM.

    PA REGULAR DICTIONERY KEE TALIB ,DE POOKHEEY ZDAH KAWOONKEY,
    WHO GETTING KNOWLEGE, GETTING EDUCATION.
    BUT OPOSITE NOW,;WOH BURNING SCHOOLS,KILLING TEACHERS,

    I WANT WRITE ;TALIB KHUDAY WAKHELAY,RASUL SHARMAWOOLY,
    KHAGHA CHE MAKTAB SWAZEEY,SHOWOONKY WAZHNEYY,

    ZHAH GHWAREEM WELIKEM;
    TALEB MEANING.; DE POKHEY DUSHMEN,DE KHOWOONKEY QATEEL.

    DA TALIBAAN DE KHUDAYEE DUSTAAN DEEY,

    NOOR PUKHTAANAAH BA PREEY SWARAH JANAT TA ZOONAH.
    THANKS FROM TAAND AND TANKS FROM MAJID QARAR SAHIB

  5. ګران قرار صیب ته سلامونه
    خدای دې په فکر قلم او ګوتو برکته کړه، ډیره ښه لیکنه وه
    ګنډیري ورور د قماش د کلمې پوښتنه کړي چې څه ته وایې، قماش عري لغت دی او په عربي قاموس کې یې داسې مانا کړی
    القُمَاشُ : كلُّ ما ينسج من الحرير والقطن ونحوهم
    هر هغه شی، چې له وریښمو او پمبه څخه اوبدل کیږي، مانا د چا رخت ته وایې

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *