تاند- د جرمني د حکومت د اپوزیسیون استازو د هغه راپور په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه چې پر اساس یې ویل شوي چې د دغه هیواد پوځ او د استخباراتو بهرنۍ څانګې د طالبانو د یو شمېر غړیو په ترور یا هدفي بریدونو کې له ناټو سره همکاري کړې ده.

د جرمني شپېګل ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې ده، ویلي چې د ناټو د پټو اسنادو پر بنسټ جرمني یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د هدفي بریدونو په لیست کې یې د طالبانو نومونه زیات کړي دي.

ویل شوي چې په لیست کې د طالبانو د ۷۵۰ لویو او وړو غړیو  نومونه شامل دي.

د دې معنا دا ده چې لومړی د یو شمېر طالبانو یا هغو کسانو چې ګومان کېږي طالبان دي، نومونه په یوه لیست کې راټول شوي او بیا یې د وژلو هڅه شوې ده.

د جرمني په پارلمان کې د کیڼ لاسي ګوند استازي یان ون اکن په دې برخه کې د هر اړخیزو تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید دا څرګنده شي چې ایا د جرمني پوځ او د استخباراتو بهرنۍ څانګې د یو چا په بې محاکمې وژلو کې لاس لرلی دی او که نه دی.

د جرمني د پارلمان د ولسي جرګې غړي اګنیسکا بروګر، چې د زرغونپال ګوند غړی دی، وايي باید دا ډېر ژر څرګنده شي چې د جرمني پوځ او د استخباراتو خارجي څانګې د کسانو په هدفي وژنو کې لاس درلود او که نه درلود.

د جرمني د پوځ ویندوی ډګروال مارکوس بک تایید کړه چې د ایساف د هدفي وژنو د لیست په برابرولو کې د جرمني د پوځ له معلوماتو څخه استفاده شوې ده، خو ویلي یې دي چې جرمني یوازې د دغو کسانو، چې لیست ته ورزیات شوي دي، د نیولو غوښتنه کړې ده، نه د هغو د وژلو.

ښاغلي بک اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«د جرمني ځواکونو په هر ډول عملیاتو کې هدف یوازې د مشکوکو کسانو نیول و.»

تر دې مخکې د جرمني ورځپاڼو او نورو خبري رسنیو په افغانستان کې د جرمني پوځیانو د یوه قومندان له قوله لیکلي و چې ده د طالبانو د یوه قومندان، چې نوم یې په لیست کې شامل دی، د شنډولو یا نیولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي بک د دې خبرې په ځواب کې ویلي چې له شنډولو څخه د ناټو په قاموس کې معنا دا نه ده چې هغه کس دې ووژل شي، بلکې د دې اصطلاح معنا دا ده چې غیر فعال دې شي.

شپېګل لیکلي چې د بلخ د والي عطا محمد نور نوم هم په لیست کې لیدل شوی چې په ۲۰۱۰ میلادي کال دې لیست ته زیات شوی دی.

2 thoughts on “د جرمني اپوزیسیون په افغانستان کې د هدفي قتلونو د تحقیق غوښتنه کوي”
  1. دجرمني ابزو يسيئون غروته؟
    كه جيري واقعاء او واقعي تحقيق غواري زه ديو تحقيقاتي كار بوه به توكه جه دخلكو دكلتور او دمنطقي خلكو او به بين المللي سيستم او غو شتنو سره اشنا يم كولي شم به دي لاره كي كمك او مرسته وكرم.

  2. یاره جنراله چې له ډېرو پيسو تېر وی او دې
    ملي اردو لټماري او لوده ګيري د سمبال کړې وی نو بیا به مو وېلې چه جنرال دې ژوندی وي !

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *