تاند- د جرمني د شمال په کیل (Kiel) ښار کې پولیس وايي، څلور بهرنیان یې په یوه سوداګري مرکز کې د کم عمره نجونو د ځورولو په تور نیولي دي.

پولیسو وویل، د پنجشنبې په ورځ دوو افغانانو دوې قانوني عمر ته نارسېدلې نجونې تعقیب کړي، بیا یې په خپلو موبایل ټېلفونونو د هغو عکسونه او فلمونه واخیستل.

د یوې نجلۍ عمر ۱۵ کاله او د بلې ۱۷ کاله ښودل شوی دی.

نارینه وو نجونو ته پُرزې ویلې او همزمانه یې عکسونه بل چا ته لېږل. په همدې وخت کې ۲۰ یا ۳۰ تنه نور تر نجونو راتاو شول او هره یوه نجونو ته خبرې کولې.

د جرمني د کیل ښار چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې نجونو ته لاس نه دی اچول شوی.

د سوداګري مرکز ساتونکو پولیس خبر کړل خو په دې وخت کې له دوو افغانانو پرته نور تښتېدلي ول.

پولیس وايي چې څلور تنه یې ونیول، دوه یې وروسته خوشي کړل خو دوه افغانان یې په توقیف کې دي.

One thought on “د جرمني د کیل ښار پولیسو ۲ افغانان د نجونو د ځورولو په تور نیولي”

ځواب ورکول Zeeg afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *