تاند- د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د کابل نننی /چهارشنبه/ تروریستی برید وغانده، ویې ویل تروریزم پولې نه پېژني.
ګوما کېږي چې په کابل کې د ننني تروریستي برید، چې تر ۸۰ زیات افغانان پکې شهیدان او تر ۳ سوه ډېر نور ټپیان شول، هدف به د جرمني سفارت و.
خو مېرمن میرکل وویل«تروریزم پر موږ ټولو حملې کوي؛ که هغه مانچسیتر وي یا برلین، پاریس وي که استانبول، سن پیترزبورګ وي او یا نن کابل.»
دې دا څرګندونې د کابل له بریده یو ساعت وروسته د جرمني په جنوبي ښار نورنبرګ کې وکړې.
د کابل موټربمي انتحاري برید د جرمني یو دیپلومات برسېرن ټپي کړی او د سفارت یو افغان کارکوونکی سخت ژوبل کړی دی.
همداراز د سفارت یو افغان ساتونکی په چاودنه کې وژل شوی دی.
مېرکل وویل«نن موږ په ټوله نړۍ کې په دې بوږنده او خواشینوونکو شېبو کې یوموټی یوو.»
د جرمني صدراعظمې د کابل د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه«موږ به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو او جګړه به وګټو.»
د جرمنی له صدراعظمې نه دا پښتنه دې وشی چه چا دا تروریزم مینز ته راوړ او څوک یې لاهم ورته پیسې
او وسلې ورکوی، او که ځواب نلری نو دا لاندی اخباری لیک وره ورکړۍ http://www.tagesanzeiger.ch/ausland/amerika/Wie-der-Westen-den-Islamismus-vorantrieb-/story/31430801