ماریان پلاتڅ سیمه چې لاریون به ترې روانېږي

د جرمني د بایرن ایالت د مونشن ښار مېشتو افغانانو د خپل ګران هیواد د ارضي تمامیت ساتلو او د متجاوز او د ترهګرۍ د ملاتړي پاکستان د محکومولو په موخه د راتلونکې جمعې په ورځ چې د روان ۲۰۱۶زکال د جون میاشتې له ۲۴مې نېټې سره برابره ده د یوه لوی لاریون تیاری نیولی دی.‌

دغه لاریون به د مونشن ښارله زړه (مارین پلاتڅ) څخه په ۱۸:۳۰ بجو پیل شي او تر ۲۰:۳۰ بجو پورې به تر زیندلینګ تورپلاتڅ پورې ورسیږي. موږ د نړۍ په مخ له ټولو درنو او قدرمنو افغان خویندو اوورونو څخه په درناوي هیله کوو چې که کولی شي له موږ سره په دغه لاریون کې برخه واخلي،‌ او که نه په خپلو ښارونو کې دې ته ورته لاریونونه وباسي او د پاکستان اصلي مخ نړیوالو ته ور وښیي.‌

درنو هیوادوالو! شېبې حساسې دي، هسې نه چې غفلت مو د نابودي ګړنګ ته ور وغورځوي، نو راځئ، چې د خپل ګران او تاریخي هېواد افغانستان د دفاع په خاطرله هرڅه مخکې خپل ملي یووالی د افغان په نوم ټینګ اود خپلې پلرنۍ خاورې له لویشت لوېشت څخه د خپلو نیکونو په څېردفاع وکړو. د یادونې وړ ده، چې د لعنتي انګرېزي استعمار د ډیورنډ د ظالمانه کرښې وخت چې زموږ دګران هیواد افغانستان په مقدسه سینه کش شوې ده له ۱۲۳کلونو څخه اوړي. اوس انګرېز زېږولی پاکستان په خپل سر د دروازو جوړولو په پلمه غواړي چې دا لعنتي کرښه په رسمي پوله بدله کړي، خوباید پوه شي، چې موږ افغانان په جګړو کې د فولادو په څېر پاخه شوي یو. موږله جګړو څخه وېره نه لرو،‌ موږ هرڅه له لاسه ورکړي دي یا به مرو یابه یې ګټو! موږد پردېسوافغانانوپه حیث د افغانستان حکومت او د حکومت له وسله والو مخالفینو څخه جدي غوښتنه کوو چې دملي ګټو په تېره بیا د ارضي تمامیت په برخه کې یو بل ته لاسونه سره ورکړي.

تاسو کولی شئ چې نورمالومات له  ۰۱۷۶۶۲۱۵۸۱۲۷ او ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸ شمېرو سره د تماس له لارې ترلاسه کړئ.‌

One thought on “د جرمني په مونشن ښار کې د لاریون خبرتیا”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *