تاند- د یوې نړیوالې موسسې له لوري د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د پاسپورټونو د اعتبار په اړه تازه سروې ښيي چې د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټ د جرمني دی خو تر ټولو د لږ اعتبار درلودونکی پاسپورت د افغانستان دی.
د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، هینلي انډ پارټنرز (Henley & Partners) موسسې ویلي چې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو پاسپورټونه یې پر دې اساس درجه بندي کړي چې څومره هیوادونه ورته وېزه ورکوي او یا یې بې وېزې مني.
د دې درجه بندۍ له مخې د جرمني پاسپورټ لومړی مقام ترلاسه کړی، ځکه چې د جرمني په پاسپورټ د نړۍ له ۲۱۸ هیوادونو څخه ۱۷۷ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
ورپسې د سویډن پاسپورت دی. سویډنیان په خپل پاسپورټ بې وېزې ۱۷۶ هیوادونو ته تللی شي.
د بریتاینا، فرانسې ایټالیا، هسپانیا او فنلنډ پاسپورټونه په دې درجه بندۍ کې درېم ځای لري ځکه چې په دغو پاسپورټونو ۱۷۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
امریکا، هالنډ، ډنمارک او بلجیم په دې درجه بندۍ کې څلورم ځای لري. د دغو هیوادونو اتباع ۱۷۴ هیوادونو ته بې وېزې تللی شي.
د استرالیا، جاپان، او سینګاپور اتباع، چې په خپل پاسپورټ ۱۷۳ هیوادونو ته د وېزې له اخیستلو پرته تللی شي، پنځم مقام لري.
د کاناډا، ایرلنډ، جنوبي کوریا، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګال او سویس له پاسپورټه ۱۷۲ هیوادونه وېزه نه غواړي. ورپسې شپږم ځای د یونان او نیوزیلنډ دی چې ۱۷۱ هیوادونو ته یې وېزه معاف ده. د استرالیا او مالټا په پاسپورټ ۱۶۹ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
خو افغانان یوازې د نړۍ ۲۵ هیوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي او له همدې کبله د افغانستان پاسپورټ جدول په پای کې راغلی دی.
د پاکستان وضعیت هم تر افغانستان ډېر ښه نه دی. پاکستانیان یوازې ۲۹ هیوادونو ته په خپل پاسپورټ وېزې ته اړتیا نه لري.
پر عراقي پاسپورټ ۳۰ هیوادونو ته، په سومالیايي ۳۱ هیوادونو، په سوري ۳۲ هیوادونو ته او په لیبیايي پاسپورټ ۳۶ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.
دا کوم هیوادونه دی چه افغانستان ته بغیر ویزی دخول ورکوی؟
افغانی پاسپورت باندی بغیر د ویزی کوم هیواد ته تللی شی لژ وضاحت یی وکری مننه
شه معلومات دی خو افغانان وکمو هیوادونو ته بی ویزی سفر کولای سی که یی نمونه هم ذکر سی شخصا خو داسی هیواد نسته چی افغانانو ته دی بی له ویزی اجازه ورکری
که ددغه هيوادونو نومونه زکر شي کومو ته چي افغانان بي ويزي سفر کولي شي نو ډير ګټور معلومات به وي.
كور مو ودان ستاسو له معلوماتو نه افغانان 25 ملكونوته بي ويزي تلايشي د هغوي له جملي نه
1 امريكا
2جاپان
3 جرمني
4 فرانسه
5 استراليا
6 چين
7 موسكو
8 ازبكستان
9 تاجكستان
10 تركمنستان
11 قزاقستان
12 اوكراين
13 چيك جمهوريت
14 تركيه
اويو واڑه ملكونه دي مثلا
15 برناي (دارالسلام
او همدارنگه
كه غواڑي په آسانه پوي شي
افغانستان 25 ولايتونه سفر كولايشي
مثلا
مزار شريف ته كه ورشي دوستم مو وزني
او بلخ ته كه لاڑشي عطا نور هلته دي ڈيراحتياط به كوي چي د (قروت ) دكلمي په زاي ه
كوروت
استعمال نكڑي
نور تاسو كولايشي 25 ولاياتو ته بي ويزي لاڑشي
افغاناان یوه هیواد ته هم بغیر له ویزی نشی تللای
د 25 هیوادونو خبره سمه نه ده
اسلام علېکم د هېوادونو ته پرته له ويزی
سفر کولئ شئ
Visa on arrival countries for Afghanistan passport
1. Antigua and Barbuda
2. Australia (online visa e 600 visa) must apply online 3.Bangladesh
4. Cape Verda
5. Comoros
6. Djibouti
7. Dominican Republic
8. Gabon
9. Guinea Bissa
10. Haiti
11. Madagascar
12. Maldives
13. Mauritania
14. Micronesia
15. Mozambique
16. Palau
17. Saint Vincent and the Grenadines
18. Seychelles
19. Sri Lanka
20. Timor – Leste
21. Togo
22. Tuvalu
23. Uganda
24. Zambia
25. Zimbabwe
افغاني پاسپورت باندي كومو هيوادو ته بي ويزي سفر كولي شو
یاره دا په سه گدو ودو دی سر دی دا 25 کوم هیوادونه دی چی بی له ویزی ورتلی شو ما ته خو یو هم ندی معلوم
دافغانستان په سیاسي پاسپورت يوشمير هېوادونوته سفرکیدای شي خو په عادي پاسپورت فکرنکوم
افغانان نږدې هیواد پاکستان ته بې ویزې نشي تللی نو ۲۵ هیوادونه خو پریږده