یوه جرمنۍ پولیسه

تاند – په جرمني کې پوليسو ويلي چې د ١٦ امريکايي او افغان سرتېرو پر وژلو تورن افغان طالب قوماندان يې نيولى دى.

جرمني رسنيو خبر ورکړى چې نيول شوى طالب قوماندان عبدالله نومېږي او خواوشا ۳۰ کاله عمر لري.

رسنۍ لیکي چې دغه طالب قوماندان تېره اونۍ په بواریا یا بایرن ایالت کې نيول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دى.

د جرمني څارنوالۍ ويلي چې قوماندان عبدالله په ۲۰۰۲ کال له طالبانو سره يو ځاى شوى و او په ۲۰۰۴ کال کې د څو وسله والو قوماندان شو، او سپکې او درنې وسلې يې ترلاسه کړې.

سرچينې ويلي چې دغه قوماندان د نورو بريدونو تر څنګ د افغان او امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کې هم لاس درلود چې په ترڅ کې يې ۱۶ امريکايي او افغان سرتېري وژل شوي وو.

2 thoughts on “د جرمني پولیسو یو افغان طالب قوماندان ونیو”
  1. هغه خو به په جنګ کی پوځیان وژلی وی خو د زرګونو ملکی خلکو وحشی قاتلان محقق و دوستم ته بیا برلین کی میملمستیاوی ورکوی. په داسی عدالت کی .

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *