د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي ته ستاینلیک ورکوي

تاند:‌ د افغانستان د مشرانو جرګې د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي ته په داسې حال کې د ښه کار ستاینلیک ورکړ چې په وروستیو کې په دغه ولایت او په ځانګړې توګه جلال اباد ښار کې ناامنیو او په تېره بیا وژنو سخت زور اخیستی دی.‌ (په دې هکله د تاند د تېرې  اونۍ راپور)

تاند ته رارسېدلي عکسونه ښیي، چې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار نن دوشنبه /د سپتمبر ۱۸مه/ ښاغلي رحیمي ته ستاینلیک ورکوي.‌

په ورته وخت کې نن په جلال اباد ښار کې ډاکترانو او د روغتیایي سکټور نورو کارمندانو د نا امنیو په وړاندې د غبرګون په توګه کاربندیز پیل کړی دی.

د جلال اباد د روغتیایي سکټور کارکوونکي وایي، چې د هغوی نه سر خوندي دی او نه مال، او وایي څو چې د هغوی د امنیت ضمانت نه وي شوی د هغوی کاربندیز به روان وي.‌

ویل کیږي، چې په ننګرهار کې د حضرت علي، ظاهرقدیر، فضل هادي مسلمیار، ګلمراد، ګلمیران، جاوېد زمان، حسن خان او یو شمېر نورو زورواکو شخصي ملېشې فعالیت کوي او د وسله والو ډله دغه مشران په بېلابېلو حکومتي ادارو کې نفوذ لري.‌

په عین حال کې،‌ د جلال اباد ښاریان وایي چې دغه وسله والې ملېشې په غلاوو او شکونو کې لاس لري، او دا چې د مشرانو جرګې له ادرسه داسې کسانو ته ستاینلیک ورکول د شرم خبره ده.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال فضل وزیري لیکي، «اصل خبره دا ده چې، په ننګرهار کې د مافیا بانډونه ښه په درز کې فعالیت کوي، هره ورځ غلاوې، اختطافونه، ډز او ډوز ښه په درز کې روان دی او تر شاه یې همدا خیټور لاس لري، امنیتي مسؤلینو هم له دوی سره لاس یو کړی، ددوی دغه هماهنګي ددې سبب شوه چې وستایل شول.»

د نهار ساحل په نامه یو بل مدني فعال د ننګرهار د روغتیایي سکټور د کارکوونکیو له خوا د دغه ولایت د امنیتي حالت پر ضد د لاریون په ملاتړ لیکي، «حقیقت دی، موږ یی ملاتړ کوو، د ننګرهار امنیتی وضیعت ترهر وخت ډیر ناامنه دی، نه ښار کی امن شته او نه ولسوالیو کی، اختطاف، وژنه، غلاګانې، هرورځ مخ په زیاتیدو دی. جناب والی صاحب دی د ولسونوامنیت په اړه جدې اقدام وکړی او کنه په مخه یی ښه.»

دا لا معلومه نه ده چې د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار له خوا د ننګرهار امنیه قوماندان ته د ننني ستاینلیک ورکړه د داسې یوې لابي ګرۍ په لړ کې شوي چې ښاریان یې یادوي او که کوم بل علت به لري.‌

One thought on “د جلال اباد ښاریان: د مشرانو جرګې له خوا د ننګرهار امنیه قوماندان ته د ستاینلیک ورکړه شرموونکې ده”
  1. Very Bad award in the world, This award is not for good performance, this award is for the bad performance of the officials, because all these mentioned groups support each other.

ځواب ورکول Lala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *