تاند- په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ د نن /شنبې/ ځانوژونکې حملې، چې نهه تنه ملکیان پکې ووژل شول، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د سیمه ییزو قدرتونو د خونړۍ سیالۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې.

د هند پر کونسلګرۍ د ځانمرګي د موټر مخه هغو خنډونو یا موانع ونیوله چې د دې کونسلګرۍ په دروازه کې اېښودل شوي دي خو له دې سره سره یې د اتو ماشومانو په شمول نهه ملکیان ووژل او درویشت تنه نور یې ټپیان کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو ځانمرګو له موټره ټوپ وهل او ډزې یې پیل کړې.

په دې برید کې د کونسلګرۍ هیڅ هندي کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې دا ډول بریدونه به یې ونه بېروي او له افغانستان سره د مرستې لپاره به د هند اراده کمزورې نه کړي.

افغان طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې لاس نه درلود. که څه هم افغان چارواکي وايي چې طالبان ځکه په حملې کې له لاس لرلو انکار کوي چې په نتیجه کې یې ملکیان وژل شوي خو دا احتمال هم له پامه نه شي غورځېدای چې د لشکر طیبه په شان ځیني نورې ډلې، چې له طالبانو سره همکاري لري خو په مستقل ډول جنګېږي، په دې برید کې لاس ولري.

په تېرو کلونو کې په کابل کې د هند پر سفارت دوې خونړۍ حملې شوي دي.

ویل کېږي چې لشکر طیبه د پاکستان د استخباراتو له لوري په هندي کشمیر کې د هندیانو پرضد د جګړې لپاره جوړه شوې ده.

هند دا برید غندلی خو په هغې کې يې کوم هیواد یا ډله په لاس لرلو تورنه کړې نه ده.

د هند د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«دې حملې یو ځل بیا وښودله چې ترهګري او ترهګر، چې د افغانستان له پولو له بهره عملیات کوي، د دغه هیواد امنیت او ثبات ته اصلي خطر دي.»

رویټرز خبري اژانس د جلال اباد حملې ته په اشارې په یوه تحلیلي راپور کې وايي: هند او پاکستان، چې د بېلتون له وخته په خپل منځ کې دښمني لري، په افغانستان کې د نفوذ پر سر سیالي کوي. ګڼ کتونکي باور لري چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د هند او پاکستان سیالي لا زیاته او خونړۍ شي.

3 thoughts on “د جلال اباد حمله د هند او پاکستان د سیالۍ د زیاتېدو لومړۍ نښه ده”
  1. په تاریخ کې او یا هم اوس به داسې بیلګې ډیرې وي، چې یوه قوم د یوه پردي په ټونګ د بل پردي پر وړاندې و جنګیږي، خو فکر کوم داسې د جهالت بیلګه به یوازې زموږ په خاوره کې وي چې یو قوم د پردي هغه هم دښمن لپاره د خپل ورونو سټه وباسي.

  2. دا د پاکستان له خوا په افغان ملکیتونو باندې د جګړې ښکاره اعلان دی.

ځواب ورکول Omaid Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *