تاند- داعش ترهګرې ډلې د جلال اباد د ترویستي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دې ډلې په خپله ویبپاڼه (اعماق) کې ادعا کړې چې د جلال اباد ښار د مستوفیت پر دفتر حمله د دوی کسانو کړې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې ډله ییز برید کې، چې د طالبانو او داعشیانو د همېشني تاکتیک په شان په انتحاري برید پیل شو، ۱۰ افغانان شهیدان شوي او تر ۴۱ ډېر نور ژوبل دي.

په شهیدانو کې یو پولیس شامل دی.

په دې برید کې ۸ ترهګر وژل شوي دي.

داعش له افغان طالبانو بېل شوي کسان دي. د چارو افغان کتونکي باور لري چې د داعش ریموټ کنټرول هم له افغانستانه دباندې دی او د دې ډلې په ذریعه هغه هدفونه په نخښه کوي چې د طالبانو په نوم یې نه شي کولی یا یې نه غواړي چې د طالبانو نوم ورپورې یاد شي.

د دې حملې په اړه د ارګ اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستان د غیراسلامي او انساني لیدلوري له مخې پر تاسیساتو، زیربناوو، د ښوونځیو په ګډون پر دیني او ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو بریدونه کوي او په دې توګه غواړي د پرمختګ او ترقۍ په لور د خلکو او حکومت اراده کمزورې کړي.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا د غیر مشروع او انسان ضد لارو اهدافو ته د تروریستي ډلو رسیدل ناحقه او ناکام بولي او ټینګار کوي چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه په هر ځای کې د تروریستانو ځالې په نښه کوي.

د هېواد جمهوررئیس په جلال‌اباد ښار کې نننی تروریستي برید غندي او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.

One thought on “د جلال اباد د حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر ۵۵ تنو واوښت”
  1. بس نو اول کمونستانو، بیامجاهدینو او وروسته بیا طالبانو او داعشیانو د افغان وولس څخه وینه زبیښلې او زبیښي یې، او لاهنوز ځان حق په جانب بولي

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *