د جلال اباد پېښه
اوه ، هو داڅه وینم ، نورګیه  ته او دومره وختي ؟ تاخوبه دا وخت د کوڅې له هلکانو سره توپ کاوه او چې ښه به دې ځان په لوبو ستړی کړو او لمر به هم د اسمان ترنیمایي پورې راورسیدی بیابه مو ستا د سپېلنو بوۍ تر پوزو را ورسید ، دانن څه پېښه شوې ، ولې هغه د توپ یاران دې نه وو نن که څنګه چې دومره وختي راوتلی یې؟
بس دي  شاپوره  نور مې لوبې پرېښودی او بیګاه مې له پلارجان سره ژمنه وکړه چې نور به  هره ورځ له خیره سره وختي  په خپله خواري پسي وزم او دوې روپۍ به زیاتې ګټم . .
هلکه  نورګیه داڅه په ګډو وډو سریې له پلار سره ژمنه ؟
پلار خودې درې کاله مخکې لا د پېښور په مهاجر کیمپ مړشو.
شاپوره ، ته خو زما خبره پوره واوره چې مامې له پلار سره څنګه ژمنه کړې هسې د خبرې په منځ کې مه را غورزه .
ښه وایه نورګيه پوره کیسه وکړه .
ښه نو غوږ سه ، پرون دې یاد دی چې زه څومره ناوخته را ووتم اوبیا مې د ماښام تر اذانو پورې ټول جلال اباد ښار کوڅه په کوڅه وغوښت تر سلو ډیرو موټرانو اوتر دوه سوه ډیرو دکانو ته مې  سپیلني لوګی کړو خو ایله  مې ۴۰ روپۍ وګټلې  او په هغه مې ۴ ډوډۍ واخیستی اوتاته خو پته ده  چې څلور ډوډۍ زما او مور، درو خوندو او واړه ورور کله بس کیږي .
کورکې مې مورته وویل چې مورجانې نن مې ګټه نه ده کړی ګوزاره به کوو خیر دی که پوره نشو ماړه هم په دا یوه ورځ به له لوږې نه مرو.
مورجانې مې وویل زما نازولې نورګلیه ، ستا غم دې نه وي ، ته دې راته روغ او جوړ یې موږ به لس ورځې  هم وږي ویده شو خو چې ته په خیر کورته راشي دا موږ ته هرڅه دي  او نن خو هسي هم زما اشتها بنده ده هیڅ  ته مې زړه نه کیږی که دې لس ډوډۍ هم راوړې واي نه مې خوړه، ته او خوندي یې نوشی جان کړي.
خو شاپوره چې ویده شوم پلارجان مې په خوب کې ولید او راته ویل یې چې زما نازولې نورګل جانه له ما وروسته ټول کورتاته پاتې دی یتیمو خوندو او کونډې مورته دې ډوډۍ له اسمانه نه رالویږی، نن دې هم مور په وږي نس ویده شوه، هغې له لوږې نه ترسهاره پورې خوب ونه کړای سو هغې بیګاه له دې امله ډوډۍ ونه خوړه چې ستاسی هغه درلږ نه سی او تاسي وږي پاتې نشي ، نو زما نازولې بچیه لږ وختي بازارته وزه اوپرځان خواري راوله ترڅو دې مورکۍ هم په وچه ډوډۍ خو مړه شي.
یاره شاپوره د پلارجان خبرې مې لانه وې ختمې شوې چې د ملا صاحب په اذان را ویش شوم او ژر پاڅیدم اودس مې وکړ جومات ته ولاړم لمونځ مې وکړ ډیر خوب راتلی خو پرځان مې زور را ویست ماول چې نن به مورجانې ته غرمې ته لا ډوډۍ راوړم ځکه چې ماښام هم وږې ویده شوې ده.
نو ترڅو چې دکانونه خلاصیږي تر هغو به دا د بانک مخ ورته ونیسو هسی خو هم بانک ته چې څوک راځي جیبونو کې یې خاماخا څه وی ، که څنګه شاپوره.
یاره نورګیه ډېر دې خفه کړم ، خو خیر بې غواړو ، او ته دلته د بانک مخ ته ودریزه زه به د موټرانو له تم ځای سره خداي مهربانه دې د دواړو کار به وسي.
سمه ده شاپوره او ګوره کسان خو هم یو یو را روان دی ژر سه سپېلنو ته اور تازه کړه چې ناوخته کیږي.
نورګل او شاپور لا د اور پر سکروټو سپېلنې نه وو اچولې چې درز شو او ټول وجود یې د باروتو په لمبو او لوګیو کې سپیلنی شو.
 د وچې ډوډۍ په تمه ناستې نهارې مورکۍ ته ئي  د ډوډۍ پر ځای په سپینه کڅوړه کې د نورک د نازک بشر د غوښو کباب مخ ته کېښود..
ندیم توخي.
2 thoughts on “د جلال اباد پر ویر څو اوښکې/ ندیم توخي”
  1. بلکل همدسی داسی ده ، هریو چی په بازار کی ګرځی یا کوم دفتر یا فابریکه کی کار کوی د دوی مقصد د یوی مړۍ ډوډۍ پیداکول دی . خو یو تعداد نا اهله کسان چی د دوی انسانی او اسلامی احساس ، ترحم ، عقل او عاطفه یی د پوډرو او چرسو په روږدی کولو له منځه وړی وی ، له خپل ځان سره یوځای کباب کړی . ځان د دوزخ ټیټی کندی ته واچوی چی د دنیا او اخرت مخ توری وګرځی . بیګناه انسانان له خدای ورکړی ژوند نه محروم او پاتی کسان یی دغم په ټغر کینوی.

    محمد رفیع نظری

  2. باور په الله وکړه چی خپل اوښکی می نشو تم کولای ګرانه زه به یو ژوندی کیسه درته وکړم
    زما یو خپلوان چی ښوونکی وو کیسه وکړه چی خپل تنخوا پسی تللی وو د خپل بل ښوونکی ملګری سره همدی کابل بانک مخی ته یو ځای شوی وو او د هغه ښوونکی صیب سره یو ماشوم ځوی یی هم وو نو دی ښوونکی څخه ملګری غوښتی وو چی ته زما د ځوی سره دلته کینه زه به لمړی لاړ شم او خپل تنخوا واخلم کله چی کوز شوم نو بیا به ته لاړ شی خو دا زما خپلوان ورته ویلی وو چی نه، ځوی دی دغه دوکاندار سره کینوو زه دغه دوکاندار پیژنم او دواړه به ځو او تنخوا به واخلو نو دی ویلی وو سمه ده نو دی وایی چی زه ور روان شوم او په کتار کی دننه شوم لږ مخکی تللی وم چی هغه بل ښوونکی صیب خپل ځوی دوکاندار سره کیښیناوه او ورته تسلی ورکړ چی دلته کاکا سره کینه او زه می تنخوا اخلم او ژر کوزیږم بیا ځو بازار کی درته د لوبو شیان او جامی اخلم نو وایی چی دی سړی چی ځان کتار سره برابر کړ همدی وخت کی درز وشو وایی چی شاته می وکتل تور لوګی وو او زما شاته ټول لکه چی غنم وریبل شی دغسی انسانان پروت وو او زما د بدن څخه هم وینی روانی شوی خو زه په حال وم نو منډه می کړه ګورم چی هغه ښوونکی صیب چی ځوی یی په تمه کینولی وو شهید شوی دی او ځوی خو یی بلکل په دوکان کی نه ښکاریده غوښی یی ټوټه ټوټه شوی وو او ټول بدن یی ورک وو او دوکاندار بیچاره هم شهید شوی وو

    نو ګرانو ملګرو! دا د اسلام په کوم ځای کی راغلی دی د قران کوم آیات کی راغلی دی چی کلمه وایی، مونځونه کوی، روژی نیسی او د الله عبادتونه کوی بیا ته واخله او هغه شهید کړه بیا ادعا هم وکړی چی د دولت ۷۲ مامورین مو مړه کړل او د سلو نه بره مو ټپیان کړل بیا ځآن مسلمان ته هم وایاست الله پاک دی تاسی تباه او هلاک کړی الله پاک دی تاسی په داسی غم ککړ کړی چی د مظلومانو د حاله خبر شی، خدای مو د امارت سره هلاک او تباه کړی دابوبکر صدیق، حضرت عمر رض، حضرت عثمان رض او حضرت علی رض خلافتونه خو داسی نه وو تاسو ولی هغه سپیڅلی خلافتونو په نوم دا کارونه کوی ترڅو هغوی غرب او کافرو ته دا وښایاست چی العیاذ باالله د هغوی امارتونه هم همداسی وو الله پآک مو د خپل کورنیو سره هلاک او تباه کړی نور دا مظلوم ملت په ارامه پریږدی د اولس ډیر کړیدلی دی او ډیر ځوریدلی دی که تاسو غواړی دلته حکومت وکړی خو دا خبره مو له ذهنه وباسی دلته هیڅ طاغوتی نظام نه دی چلیدلی ان شا‌ء الله چی ستاسو مرداری جنازی به له دی هیواده وویستل شی

ځواب ورکول محمد رفیع نظری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *