د ننګرهار امنیه قومندان جنرال اشرف امین وویل چې د جلال اباد په نننۍ حمله کې، لږترلږه ۸ ماشومان وژل شوي او دوه ویشت تنه نور ملکیان ژوبل شوي دي.
امین وویل چې د ځانمرګي برید د چاودنې په نتیجه کې، چې د هند کونسلګرۍ ته نژدې وشوه، اکثره ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د جنرال امین په وینا اکثره مرګ ژوبلې هغو ماشومانو ته اوښتې چې یوه جومات ته د درس لپاره روان ول.
د ننګرهار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر وویل چې د پېښې له ځای څخه شپږ تنه مړي او دوه ویشت ټپیان وروړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
خو د ننګرهار امنیه قومندان جنرال امین وویل:«لږترلږه ۸ ماشومان وژل شوي او دوولس نور ملکیان ژوبل شوي دي.»
ده دا هم وویل چې دوی مخکې لا استخباراتي مالومات ترلاسه کړي ول چې د هند پر کونسلګرۍ حمله کېږي.
په همدې منځ کې په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغه هیواد خبري آژانس( پي ټي آی) ته وویل چې ځانمرګی برید د هند د کونسلګرۍ مخته شوی خو درست هندیان روغ او خوندي دي، کونسلګرۍ ته هم د پام وړ زیان نه دی اوښتی مګر وضعیت لا سم نه دی.»
په راپورونو کې ویل شوي چې له ځانمرګي برید وروسته، چې د موټر په وسیله وشو، په سیمه کې وسله واله نښته هم شوې ده.
د پېښې ځای افغان امنیتي ځواکونو محاصره کړی او څوک نه پرېږدي چې نژدې ورشي.
د جلال اباد په دوو نښتو کې تر ۱۰۰ تنو پوري وژل شوي
بس مونړ د شهیدانو پاک روح ته دعا کوو او له کونیو سره یی په دغه ماتم کښی ځان شریک بولو او ددغه کار عاملینو ته شدید عذاب د یزید متعال نه غوښتونکی یو