په جلرېز کې د دوو ویشتو ځايي پولیسو د وژلو خبر په رسنیو کې له تېرې پنجشنبې راهیسې روان دی، د پېښې مسوولیت پر وسلوالو طالبانو اچول کیږي او هغه امنیتي ځواکونه په بې غورۍ او ناغېړي تورنیږي چې د وژل شویو پولیسو د ژغورنې لپاره لاس په کار شوي نه دي.

دې موضوع ته افغان حکومت او رسنۍ یو لوریز نظر کوي، حکومت هم وژونکي طالبان بولي او رسنۍ هم د حکومت په خوله پېښې ته له ورته زاویې ګوري، اما د سیمې خلک او د میدان وردګ ولایتي شورا ځینې غړي د دوی اپوټه نظر لري.

ځايي خلک او د میدان وردګ ولایتي شورا وايي، چې دغه دوو ویشت وژل شوي پولیس د پلان له مخې له بامیان راوړل شوي او په جلرېز کې د کوچیانو په مقابل کې اچول شوي وو، هدف یې له کوچیانو سره د ظلم او جبر اعمالو ته د قانون او حکومت جامه ور اغوستل  او له هغو سیمو د کوچیانو ګرځول وو، چې هزاره یې د ځان بولي.

کله چې د کوچیانو کډې سیمې ته رسیږي، هزاره محلي پولیس ور سره جنجال کوي او بالاخره څو پېغلې ترې ګرځوي او پوستو ته یې خېږوي، چې په عزت یې تېری وکړي.

د کورنیو نارینه غړي یې د سیمې ځايي خلکو ته پنا ور وړي، خلک لور، چاړه، چاکو، جنجر یا ټوپک په لاس پوستو ته راځي چې ان شمېر یې سلګونو ته رسیږي، کله چې طالبان له دغه وضعیت خبريږي هغوی هم په نورو پوستو برید کوي او په پایله کې دووه ویشت هزاره وژل کیږي.

اوس که رښتیا هم حکومت د پېښې اصلي جرړه معلومول غواړي، پکار ده، ځايي خلک هم وغږول شي او د ستونزې رېښه له بېخه واېستل شي، او دې پوښتنې ته ځواب ور کړي، چې په نورو ولایتونو کې ځايی پولیس د سیمې له خلکو جوړیږي او تراوسه داسې نه دي لیدل شوي چې له یو ولایت بل ولایت ته کسان لاړ او د محلي پولیسو دنده اجرا کړي، ولې دلته دا ډول بې قانوني او له اصولو سرغړاوی شوی او د څه لپاره شوی دی، هغه هم په داسې شرایطو کې چې ځايي خلک له هزاروو کرکه کوي او تراوسه یې د دغو بربریانو هغه ظلمونه له یاد وتلي نه دي، چې د جهاد یا کورنۍ جګړې په مهال یې په کابل یا د جلرېز په څېر نورو سیمو کې له پښتنو او تاجکو سره کړي دي.

بل د ژورنالېزم د اصولو له مخې د رسنیو کار دا ده چې په پېښه کې انډول وساتي، یو لوریزه یې را وانخلي، ځکه رسنۍ باید د ستونزې برخه نه وي، بلکې د ستونزې یا واقعیت روښانونکې وې، ولې دوی یواځې د حکومت یا هغو ډلو له زاویې دې موضوع ته ګوري چې د دوو ویشتو وژل شویو هزاره وو د جنایت او ډله ییز جنسي تېري د پټولو لپاره دا موضوع په طالبانو ور تپي او که داسې کوي، خلکو ته د خبر رسولو او رسنیز خدمت په ځای د حکومت د تبلیغ په وسیله بدلیږي.

—————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

One thought on “د جلرېز په تړاو د حکومت او رسنیو یو لوریز چلند/ ممتاز پردېس”
  1. چارواکی هم له دی واقعی سره له تعصب ډک چلند کوی، ترڅنګ له دی بدتری واقعی شوی، خو نه ورته جلا غونډه نیول شوی او نه هم حکومت دومره پری سخت غبرګون ښودلی دی
    دا له هیچا هم پټه نه ده، چی کوم ځای هزاره ګان په محلی پولیسو کی دی، هلته یی له دی سختی نارووای کړی دی، ښه مثال یی د شجاعی دی، چی نمروز کی یی ډیر بی ګنا پښتانه ووژل

ځواب ورکول حمدالله فاروقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *