عبدالسلام افغان

جمعیت اصلاح د افراطي فکر د پلي کوونکیو یو سازمان دی چې له خواوشا ۶ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ویل کیږي چې دغه سازمان یا پروژه د پاکستان د جماعت اسلامي له خوا چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ( آی ایس آی) سره مستقیمې اړیکې لري په افغانستان کې تطبیقیږي.‌ که څه هم چې دغه ډله په ښکاره د قران کریم د حفظ او تفسیر دورې او پروګرامونه پرمخ بیايي او یو شمېر خیریه کارونه ترسره کوي،‌ خو په حقیقت کې دوی هڅه کوي چې افغان ځوانان د افغانستان د ملي او وطني ارزښتونو په وړاندې حساس کړي،‌ خپل مشران وکنځي او افراطي فکر ته وده ورکړي.‌

څو ورځې وړاندې د جمعیت اصلاح د افراطي ډلې یوه مشر ملا عبدالصبور د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي واکمن اعلیحضرت غازی امان الله خان ته په یوه بیانیه کې په مکرر ډول د بې دینه پاچا اصطلاح وکاروله او دلیل یې دا وښود چې نوموړي ږیره کلوله او ښځې یې ټیکری لیرې کړی وو،‌ او په مقابل کې یې د سقاو زوی حبیب الله کلکاني ته چې په افغانستان کې په یوه غله او ډاکو مشهور دی د مجاهد لقب ورکړ. د نوموړي دغه کار یو شمېر ملي شخصیتونه د یادې پروژې په وړاندې راپورته کړل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د بهرنیانو له خوا د دغه چلېدونکی ګروپ په وړاندې ګام واخلي.‌

په دې لړ کې یو شمېر فعالینو د سقاو د زوی،‌ چې د جمعیت اصلاح له خوا مجاهد ګڼل شوی وو،‌ د ښځو (بې نظیرې او سروري سنګري)‌عکسونه هم خپاره کړل.‌

په یوه وروستي اقدام کې د فیس بک مجازي نړۍ ته د جمعیت اصلاح د وتلیو او مشهورو غړو بیوګرافۍ او له پاکستان سره د هغوی د روابطو په هکله معلومات هم را ووتل چې یو شمېر یې په لاندې ډول دي:

صفت الله قانت : د جماعت اسلامي، جماعت طلبه عربیه پاکستان په مدرسو کې روزل شوی، او د جماعت رکن دی. [رکن د هغوی بااعتماده تنظیمي مرحله ده]، پاکستانی تابعیت هم لري او کور یې په پاکستان کې، بچي یې هلته دي.

فضل الهادي وزین : د جماعت اسلامي رکن، ښځه یې پنجابۍ، کور یې اسلام اباد کې او پاکستانی تابعیت هم لري.

مصباح الله عبدالباقي: د جماعت اسلامي، طلبه عربیه کې روزل شوی او د دوی رکن دی. پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد G11 کې دی، بچې یې هم هملته دی.

عبدالباقي امین: د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لری. کور یې پنډۍ کې دی، درې ښځې لري دوهمه ښځه یې پنجابۍ ده، درېيمه ښځه یې سوډانۍ ده، سوډانی تابعیت هم لري.

رفیع الله عطا: د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد کې دی.‌

فصیح الله: په طلبه عربیه کې روزل شوی، د هغوی رکن دی.

مولوي عبدالصبور: د طلبه عربیه رکن، د نوښار د ضلعې امیر، پاکستانی تابعیت لري چې له هغه ځایه افغانستان ته په مېشن رالیږل شوی چې خلکو کې حرکت پیدا کړي! او داسې فکر لرې،….!!

رحمت الله زاهد: د طلبه عربیه روزل شوی، د هغې رکن، پاکستانی تابعیت لرونکی دی، په افغانستان کې د نجم (نهاد جوانان افغانستان) رئیس دی.

محمد هارون خطیبي: د جمعیت طلبه عربیه روزل شوی، رکن، پاکستانی تابعیت لرونکی دی، ښځه یې د المغرب ده، کور یې په پنډۍ کې دی. د جمعیت اصلاح د بهرنيواړیکو او خارجی تمویل مسؤل دی چې په افغانستان کې یې ډېر خلک نه پیژني..!

نصیر احمد نویدي: د جماعت اسلامي روزل شوی، د دوی رکن د پاکستان د منطقوي او ستراتیژیکو څېړنو د مرکز پخوانې کارکن او اوس د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس دی !! کور یې په پاکستان کې دی.

دوی ټول په پاکستان کې ازاد دي هیڅ نوعه بندیز پرې نشته او د جماعت اسلامي د ټولو مرکزونو او حقوقو نه ګټه اخيستلی شي. اکثره خاصې غوڼډې د دوی په اسلام اباد د جماعت اسلامي په مرکزي دفتر کې وي، او یا هم د جماعت اسلامي پورې په تړلو کوچنيو مرکزونو چې [قران هوسیز] یې بولي هلته وي…! سربیره پردې، دوی د جماعت اسلامي د مشرانو سره ډیرې قوي او شخصي حتی تجارتي اړیکې هم لري او د هغوی په هره اساسي غونډه کې د جمعیت اصلاح بیل ډسک یا مشخص ځای لري !!

طلبه عربیه : د جماعت اسلامي پاکستان د دیني مدرسو سخت سری تنظیم دی چې ملایان په کې دي او د جماعت اسلامي د قیادت لاندې کار کوي.

15 thoughts on “د جمعیت اصلاح د مشرانو لست خپور شو”
  1. پاکستانی پنجابیان غواړی افغانستان د ژبنی تعصب شکار کړی او با اخره تجزیه او ویش ته یی برابر کړی نو زکه د امان الله خان او پچه سقا ناندری ته لمن وهی او پدی پوه شی چه د پنجاب حمایت د شمالی افغانستان سره ده. زه به پدی ورزو یو تفصیلی مضمون پری ولیکم

  2. یو غړی یې ملا معاف نومیږي ، دامریکې د پنسلوا نیا ایا لت په فلا ذلفیا کې اوسي . وړم کال د پو ډرو به قا چا ق کې ګیر شو. دافغانا نو په جا مع جو مات کې امام و

  3. مه یې پرېږدئ دا د پنجابي زامن، هر چېرې مو چې ولیدل څه مو چې په وس وو پرې ویې کړئ؛ دا خلک د همدې له پاره روزل شوي دي چې د افغانستان ملي ارزښتونه سپک کړي.‌

  4. د تاند ویبپاڼې چلوونکو نه په درناوې هیله کووم چې خداې ته وګورئ دا خپل بې پرېتوب خوندي وساتئ او داسې مالومات چې ناسم وي مه خپروئ

    دا کووم مالومات چې دلته لیکل شوي داسې ښکاري د هغه عقده منو لخوا لیکل شوي چې په حقیقت کې د دوې عقده اسلام سره ده او دا جمیعت اصلاح هسې بهانه ده
    پاکستان کې اوس هم په میلونو افغانان ژوند کوي نو دا څه مانا چې ټول غداران دي؟
    امان الله خان ملي اتل دې او د انګرېزانو نه ازادي اخستو کې د افغانانو ویاړ دې
    خو د بهر سفر نه وروسته چې کومه پالیسي یې غوره کړه دا یې ډېره غټه تیروتنه وه ځکه د افغاني دود او عنعنې سره په ټکر کې وه
    نو که چا غلط ته غلط وویلې نه دومره توند لاري او تشدت ته څه ضرورت چې دومره منفي عکسلعمل وخودل شي چې د علماء سپکاوې په دومره سپنسترګې سره کیږي چې د خولو نه یې د کرکې او زورې عقدې بوي راځي.
    مه هیروې چې افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او که څه هم زموږ د خلکو د اسلامي پوهې کچه لوړه نده خو ببا هم اسلام او دیني علماو سره ‌‌‌‌‌‌‌ډېره مینه لري.
    جمیعت اصلاح تر اوسه چې کوم کارونه کوي په عمل کې ټول تعلیمي او دهیوادوالو په ګټه دي
    سمه ده مولوي عبدالصبور هم تېروتنه کړې چې د امان الله خان په باره کې یې کومه خبره کړې

    خو هغه هم انسان دې ملک نه ده او نه امان الله خان کومه فرشته وه چې تېروتنه به یې نه وي کړي.
    مولوي عبدالصبور شپه او ورځ ‌‌‌‌‌‌د قران ترجمه کې او د هیوادوالو خدمت کې بوخت وي
    او څوک چې یې نژدې نه پېژنې د یو ملنک په څېر ژوند لري چې د مادي لحاظه د یو ‌‌‌‌‌‌ډېر غریب افغان په څېر ژوند لري.
    او په همدې کابل کې اوسېږي.
    او باور په خداې وکړئ چې دا هېواد ورته ‌‌‌‌‌‌‌ډېر ګران دې او ددې هیواد ملي ګټو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات ژمن افغان دې.
    نو خداې ته وګورئ وړوند قضاوت مکوئ
    که دې زوریدلي هیواد سره مینه لري نو د یو بل ګریوان نه لاسونه لرې کړئ
    او دښمن ته یو شئ
    عملي قدم واخلئ

    یادونه:
    زه یوازې د خپل ګران هیواد سره د میني دا لیکم او د هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډلې سره تړاو نلرم
    او وړند قضاوت نه کوم
    مننه

  5. دغه درحمت الله (زاهد ) ډله نجم ولایاتو ته هم لکه ساري ناروغې رسیدلې ده پاکستان هروخت چې یوه پروژه یې ناکامه شې او یا ددوي دخوښې نتیجه ورنه کړي بله ډله دیوه خورا سپیڅلې نوم او ادرس سره راجوړه کړي

  6. دلته په دې عکس کې دملای لنګ دسقودزوئ ښځې په مترقي انګریزۍ جامه کې نه لیدل کیږي ،دملاعبدالصبور په سترګوکې دا دوې بی بیانې بینظیراوسنګري سقو) په اسلامي حجاب کې مالومیږي۰)

  7. یا خدایه نور خو مو له دغو بیغیرتو ملانو او اجیرو دله ګانو څخه خلاص کړي تو لعنت د وي په داسي اخیرو خرو دله ګانو چې دوی دی.

  8. په افغانستان کې چې هرڅوک داسلام پرخلاف ګام اوچتوي پایله به یې ناکامي وي امان الله خان ته ترهغه خلک په قدر او احترام قائل و چې دانګریزانو مخالف او دهیواد دخپلواکۍ ساتونکی و خو کله یې چې سیکولر نظریه خپله کړه بیا یې پښې وښوئیدې او پخپل هیواد کې یې ځای ورک شو نن هم کوم خلک چې ددین سره فکري او فزیکي ټکر کوي پایله یې له تباهۍ پرته بل څه ندي

  9. د خطيبي ماينه د جنوبي افريقي ده او به جنوبي افريقه كي اوسي كله كله كابل ته ولار سي

  10. Salamoonah,
    D de saxa ma`lomegy che kalakny-lannddaghir+citemyan aw choray-e naswar de Bacha-e sakao pisky achaoonky & Penjaby chaoderyan +- Farsi axondan ttolo d`Afghanistan pe nozul pasy ra-axesty aw bya ghwarry 4.ma saqvi+ mola-e langy aw rabbaniey-seayfi …. meynz ta rawrry!.

    D hokumet 2 seri chamaraan yi hem seyl kawi!.

  11. که د افغا نستان تاریخ ته ځیر شو. هر کله افغانان ددغه یوه غار څخه چیچل شوی دی هغه دۍ دین. نور باید خلګ هو ښیار واوسی

  12. د تاند ویبپاڼې چلوونکو نه په درناوې هیله کووم چې خداې ته وګورئ دا خپل بې پرېتوب خوندي وساتئ او داسې مالومات
    چې ناسم وي مه خپروئ

    دا کووم مالومات چې دلته لیکل شوي داسې ښکاري د هغه عقده منو لخوا لیکل شوي چې په حقیقت کې د دوې عقده اسلام سره ده او دا جمیعت اصلاح هسې بهانه ده

    پاکستان کې اوس هم په میلونو افغانان ژوند کوي نو دا څه مانا چې ټول غداران دي؟
    امان الله خان ملي اتل دې او د انګرېزانو نه ازادي اخستو کې د افغانانو ویاړ دې
    خو د بهر سفر نه وروسته چې کومه پالیسي یې غوره کړه دا یې ډېره غټه تیروتنه وه ځکه د افغاني دود او عنعنې سره په ټکر کې وه

    نو که چا غلط ته غلط وویلې نه دومره توند لاري او تشدت ته څه ضرورت چې دومره منفي عکسلعمل وخودل شي چې د علماء سپکاوې په دومره سپنسترګې سره کیږي چې د خولو نه یې د کرکې او زورې عقدې بوي راځي.

    مه هیروې چې افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او که څه هم زموږ د خلکو د اسلامي پوهې کچه لوړه نده خو ببا هم اسلام او دیني علماو سره ‌‌‌‌‌‌‌ډېره مینه لري.
    جمیعت اصلاح تر اوسه چې کوم کارونه کوي په عمل کې ټول تعلیمي او دهیوادوالو په ګټه دي.
    سمه ده مولوي عبدالصبور هم تېروتنه کړې چې د امان الله خان په باره کې یې کومه خبره کړې
    خو هغه هم انسان دې ملک نه ده او نه امان الله خان کومه فرشته وه چې تېروتنه به یې نه وي کړي.

    مولوي عبدالصبور شپه او ورځ ‌‌‌‌‌‌د قران ترجمه کې او د هیوادوالو خدمت کې بوخت وي
    او څوک چې یې نژدې نه پېژنې د یو ملنک په څېر ژوند لري چې د مادي لحاظه د یو ‌‌‌‌‌‌ډېر غریب افغان په څېر ژوند لري.
    او په همدې کابل کې اوسېږي.
    او باور په خداې وکړئ چې دا هېواد ورته ‌‌‌‌‌‌‌ډېر ګران دې او ددې هیواد ملي ګټو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات ژمن افغان دې.
    نو خداې ته وګورئ وړوند قضاوت مکوئ
    که دې زوریدلي هیواد سره مینه لري نو د یو بل ګریوان نه لاسونه لرې کړئ
    او دښمن ته یو شئ
    عملي قدم واخلئ
    یادونه:
    زه یوازې د خپل ګران هیواد سره د میني دا لیکم او د هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډلې سره تړاو نلرم

    او وړند قضاوت نه کوم.

    مننه
    هیواد

  13. زما ګرانو ورونو مونږ او تاسو ټول عمر په همدی خلکو د اسلام په خاطر اعتیبارکړی دی څکه راباندی دا خبری بدی لګیږی مګر دا مهمه نده چی ددی سازمان چلونکی اوبرخه اخستونکی دی په افغانستان کی اوسیږی بیا به یی ومنو نه بلکه دا دهر شخص خپل شخصی نظر دی په چا باندی خپل نظر په زور ه تپی دا تراوسه چی د الله جل جلا له غضب راباندی شویدی او ځای ته نه راځو . دغه پاسنی نوم چی دی سازمان ته ورکړل شویدی خو په همدی نوم یهود او نصارا ستا کور وران نه کړی بله لار نشته ددی په خاطر لمړی درکی پیسی خوروی بیا درکی بی اتفاقی اچوی بیا در باندی د اوسنی ټیکنالوژی استعمال شروع کوی. لکه نن چی په خپل ملک ګوری
    مننه

ځواب ورکول حقبال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *