تاند- عبد الله عبدالله، چې غواړي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي، په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې نن مازدیګر حزب اسلامي او جمعیت اسلامي انتخاباتي موافقه لاسلیک کړه.

د صلاح الدین رباني په کور کې د دواړو خواوو ترمنځ له شوې موافقې سره سم به عبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت ګوند له لوري د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندیدېږي، لومړی مرستیال به یې د حزب اسلامي له لوري انجنیر محمد خان وي.

انجنیر محمد خان په حزب او خلکو کې چندان پېژندل شوی کس نه دی.

په دې توګه عبدالهادي ارغندیوال، چې پخوا د عبدالله عبدالله لوري د لومړي مرستیال په توګه اعلان شوی و، له مرستیالۍ تېر شوی دی.

ویل شوي چې موافقه د دواړو ګوندونو د پلاوو له لوري لاسلیک شوې ده.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې عبدالله عبدالله د خپل ملي ايتلاف له لوري په انتخاباتو کې ګډون اعلان کړی و. د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق مخکې تر مخکې تثبیت شوی دی. د محقق مرستیالي هم عبدالله او هم محقق تایید کړې ده.

نن د دواړو خواوو د موافقې د لاسلیکولو په مهال د حزب اسلامي په مشرۍ عبدالهادي ارغندیوال او د جمعیت اسلامي په مشرۍ صلاح الدین رباني او دغه راز د بلخ والي عطا محمد نور حاضر ول.

د انجنیر محمد خان د لومړۍ مرستیالۍ پر سر د حزب او جمعیت د موافقې په پای کې دعا
د انجنیر محمد خان د لومړۍ مرستیالۍ پر سر د حزب او جمعیت د موافقې په پای کې دعا

دا په داسي حال کې ده چې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د قطب الدین هلال کاندیدیدا او انتخاباتي هلې ځلې د نوموړي شخصي کار بللی او له حزب اسلامي سره یې بې ارتباطه بللي دي.

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي او صلاح الدین رباني په مشرۍ د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د کاندیدولو موافقه څو ساعته وروسته له دې لاسلیک شوه چې ډاکتر اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي. په همدې منځ کې عطا محمد نور وايي چې عبد الله عبدالله به سبا رسماً د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې ځان کاندید کړي. د ده په وینا مارشال قسیم فهیم او محمد اسماعیل خان هم د عبدالله عبدالله د کاندیدو ملاتړ کوي او د دوی په هڅو د ارغندیوال او جمعیت ترمنځ موافقه وشوه.

29 thoughts on “د جمعیت او حزب ترمنځ د عبدالله پر ولسمشرۍ موافقه – انجنیر محمد خان به لومړی مرستیال وي”
  1. ښه خبره الله دی خیر ورکړی چی افغانان وړنوپریوه ټغر سره راټول شی اویودبل سره دوروری لاسونه سره ورکړی
    دافغانستان دولس اووطن دښمنان دی افغانان وژنی چی دورزی څونه افغانان وژنی هغه ددوی خپل کاردی

  2. خدایه خیر پیښ کړی حزب اوجمعیت خودواړه سخ دریزی ډلی دی، ددوی دلاسه خو مونږ په پیښور کی په تنګ وه اوس راته په وطن کی یوځای شول. نه پوهیږم بیا چیرته وتښتو…… ولسه ورته ټینګ شۍ دوعا یی وکړله په والله که موپریږدی.

  3. حزب خو چندانی خه کار ونه کړ چی له عبدالله سره یی لاس یو کړ زما تری دا توقو نه وه

  4. واوا ! جنایتکاران جنګی ، و مفسدین باز خواب حکومت بر ای ملت بیچاره را می بیند. امیدوارم خواب شان به حقیقت هرګز تبدیل نشود. اګثر اینها باید محاکمه شود فکر نکنم که مردم شریف افغانستان باز هم سر اینها اعتماد کند. حالی دیګه ملت هوشیار شده.

  5. وای یووخت په پیښورکی جارچی اعلان وکړچی دوخت باچا فرمان صادرکړی چی دسل کلنی بوډی نکاح به له دیرس کلن ځوان سره تړله کیږی نویوه یوډی بازارته راووتله خپله امسالکړه یی وغورزوله په آتڼ یی پیل وکړاوداناری یی وهلی پیخوراوس پیخورسودیرس کلن چی سل کلن ته برابرسو-==هها-طالبانومبارک موشه کابل بیاستاسی شوځکه سپیره بوم کونګ سلامی حزب بیاپرکابل برج کینوست]داهم ولولی-ماویل چی بازدی خوټپوس وختو]په دوسانوکی دوس وختو]دزړه په وینومی روزنه ورکړه ]چی زړه تری جوړکړم خوپپوس وختو]ډیرمی ټولنه کی دروندوتللو]آخیرکی سپک آنډی دبوس وختو]په جهادی هدف یی لوبی وکړی]دخدای له مرستی نه مایوس وختو]دامریکاپه ډالرونڅیدو]خدایګودروس څخه چړوس وختو]ماویل دده له بخته مخکی به ځو]خودی پخپله کی منحوس وختو]خالص دهیچانه ګیله نلری]پوچ دخپل جیب نه یی کارتوس وختو]دمجاهدملت مجاهدباباخدای بښلی مولوی خالص بابارح-ټیکری په سرتشه بګړی که یاره – سرانګریزی ژیره کونډی که یاره-کریم پوډرسرخی په ځان ووهه -تش دروندلباس درنی کیړی که یاره -شه سوسیالس اوسیکولرجانانه -هیره خبره دتورغراوریړکی که یاره=

  6. حزب همېشه افغان ضد او بیا پښتون ضد کار کړی دی. په پیښور کې یې پښتانه روشنفکران ووژل، څه یې فراري کړل او څه یې د آی ایس آی په زندانونو او د خپلو اطلاعاتو په جهنمي زندانونو کې له ژوند نه خلاص کړل. دوی هر کار د آی ایس آی په مستقیمه لارښوونه کوي. پښتانه یې د رباني له دولت نه پنځه کاله لیرې وساتل، اوس یې دا دولس کاله له اقتصادي پرمختګونو څخه لیرې او شا ته کړل او په پای کې هم لاړل او د رباني د اخور پاتې شونو ټانټو او وښو ته ودرېدل، خدای دې دوی له دې نه هم ډېر وشرموي.

  7. 35 years old all criminal gather and united to establash future rule on poor afghans to improve artificial Pakistan interest in afghans blood . We strongly condemn these warlord who destroy our country and destroy our capital rape , sale afghans resources , destroy our 150 years old national army .

  8. واي پکه دادي بله سپکه
    واي په داسې بلا واوړې چې پرتوګ په غاړه راوړي
    د حزبيانو جهاد ترهمدي ځاي پورې ورسيده
    امريکايان يي وويستل اوس ځانونه له جمعيت سره يوځاي کانديدوي هغه جمعيت چې پ ه کابل يي د ګلبدين او د جميعت پوره ١٢ کاله جنګ وه او په زرګونو افغانان يي په دي خاطرووژل چې جکومت له جمعيت نه ونيسي الله اکبر اوس ديته کوم پرتوګ کوي هم يي پښتو وشرموله هم يي حآن وشرمووووووووو …….

  9. سلامونه تو لو محترمو وطن والو ته،
    افسوس چي دا حزب اسلامي او جمعيت په ٩٠لسيزه كي دغسي يو ائتلاف كري وو نو موژ به دي ٦٥ زره معصومو افغانانو دي وژل كيدو شاهدان نه وو، نه به دي كابل دي كندواله كيدو شاهدان وو، نه به دي طالب ، نه به دي دشتي ليلي، نه به دي ٣٦ ير غلگرو وطنو دي وحشي عسكرو دي ليدو، او همدا راز د خود كوش، مافيايي نظام، گوانتنامو، ….. او په زرهاوو داسي بدبختي چي اولس ور سره لاس او گريوان ده،

  10. Za. Na poheegham chee da sangha stargee de chee hess na sharmegee. Douy wali pa khapal menz kay pa zargoono. Afghanana mara karal. Oss beaya douy pa koomo stargoo nasst de de douy stargee la damoo na ham badee de hezbeyanoo. Washarmegay pakhtana pa tasso laanat wa waya Besharmoo khalko

  11. دا اتحاد ډېر ضرور دئ ځکه چې ګاونډيو بادارانوو رته قومنده ورکړې چې زر شۍ کابل بیا ودان شو ، وران ېې کړۍ

  12. افغانانوته په درناوی سره.دحزبیانومڼډه دڅوکۍ نیولولپاره آیاڅه نوې خبره ده؟ شمالي تلواله خولاپریږده،دکلونوراپه دیخواد داسې ټوپونوتاریخی کړنې درپیادکړۍ ، له بلېخوادولس په وینومالومداره سره لاسونه دبهرنیوپه پسپسکو دځان اودالرو دساتلولپاره دامیدکلۍ جوړکړ۰له دې سببه تیارسۍ اخوانی پښتون ورخیزکړل.

  13. مونږه د جهاد په روځو کی د جمعیت سره ډیر اختلافات لرل. د قوماندانانو ترور بل خصوص په شمال کی. ان تردی چه یو پر بل پسی مو کتابونه ولیکل. د کفارو سره موالات د هغه کتاب نوم دی چه همایون جریر د برهان الدین ربانی پر ضد لیکلی وو کله چه ربانی د امریکی په سفر ولاړ او له امریکایانو سره یی لیدل وکړل. اوس چه مسئله د قدرت او دنیا ده ګوری چه څنګه دا دواړه فریقی سره یو ځای کیږی. دوی جهاد د الله د پاره نه بلکی د چوکی او دنیا د پاره وکړه. رښتینی مجاهدین یا بیکاره دی او یا هم اوس اوس په بیلابیلو قسمو سره جهاد کوی. بله خبره دا چه محمد خان په حزب کی د اطلاعاتو مسول یو لږ وحت لپاره پاتی شوی او دده اړیکی له آی اس آی سره واضحه او ښاره دی. دی په حزب کی په رښتیا چه چندان شهرت هم نلری. او مهمه خبره دا چه د کابل کسان چه د حزب اسلامی د عضویت ادعا لری د حزب اسلامی څخه له پخوانه وستل شوی کسان دی. داسی یو ائتلاف به هڅکله بریالی نوی او جنګونه به لا هم زیاد شی

  14. دا د جمعیت و حزب دواره مفسدین و فاسدین موافقه ده ذکه چی دوی د جهاد د وخت تر هغه چی کابل د مجادین لخوا ونیول شوه سومره بی گناه کسان ددی وجه چی دوی اختلافات دیر وه ووژل شوه او د افغانستان هغه سیستم اداره اردو تول له مینحه لار دا تول ددوی وجه وه اوس هم دووی دده لپاره چه قدرت ونیسی چه هغه هم د قدرت تیگه دی دا موافقه شوی ده د افغانستان خلک دوی شه پیژنی دوی قاتلین فاسدین دی خلک به دوی ته رای ورنکری خکه تول خللک دا غله پیزنی

  15. تبصره کونکوته سلام محترمو وړنوستاسوپه ټول افغانستان کښی دیومسلمان وروره سره جوړجاړی شته کیاکموجوړجاړی وی هغه لچاسره دی طالبان خوپه انتخاباتو کی ونډه نه اخلی زما په خیال بل انتخابات روان دی تاسو به چاته رایه ورکړی
    افغانانو ته که امریکایی اصله افغانانو ته امریکایی اصله امریکا یان خو ټول عمر په امریکاکښی تیرکړی دی دغه افغانانو
    ټول ژوند په افغانستان کښی تیرکړی دی نورنو قضاوت ستاسو دی
    یوه خبره ده هغه دطالب اوشمال هغه به تری باسی په دی دښمنی کښی به ځان نه راګیر کوی

  16. ګرانیه، که څه هم چې امریکا ما په خوب کې نه ده لیدلې خو ریښتیا ریښتیا وي. هغوی چې له امریکا نه راغلي له علی احمد جلالی، ډاکټر اشرف غني یا یو شمېر نور هغوی امریکایان نه بلکه د امریکایانو استادان دي چې هر یوه یې په زرګونو امریکایان او اروپایان روزلي دي خو دا چې مونږ پخپله واښه خورو او د داسې شخصیتونو په ارزښت نه پوهېږو دا زمونږ خپله بې وسي ده. بله دا چې دوی امریکا ته تللو ته هم همدغو دوه تنظیمونو د آی ایس آی په لارښوونه اړ کړل، عزیز الرحمان الفت، پوهاند بهاءالدین مجروح او لسګونه نور همدغه د محمدخان په څېر د ګل بېدین قاتلینو د آی ایس آی په لارښوونه ووژل، عبدالرحمان پژواک ته یې چې حتی په ملګرو ملتونو کې د پژواک رایټس په نامه قوانین یې تدوین کړي دي ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې له پاکستان نه وځي او په لسګونو همداسې نورې پېښې په داسې حال کې چې ځوانه طبقه آی ایس آی د خپلو ګټو له پاره د هغوی د احساساتو نه په استفادې سره وکاروله. خدای مو پوه کړه

  17. ناخبره اوناپوه افغانان صرف اوصرف ددښمنی پربنیاد دغه ناپوه کسان غواړی چی نورهم افغانستان په سره وورکښی لاهوکړی
    البته چی ۹۰ لیسزاتلاف دماتی سره مخامخ شو ددی اتلاف خنډ زه اوته وو که موږ ددی خلګوترشاه نوای ولاړ داخلګ به په یو
    ټغر سره ناست وای اوس هم زما اوستاسو له لاسه داخلګ په یوټغر نشی کی نستلای ځکه افغانان پر دوه قیسمه دی یوطالب او بل
    په نام افغان طالب نه غواړی چی به نام افغانی دی په افغانستان کښی قدرت لاسته راوړی بل افغانان وایی دخدای لپاره افغانستان
    جوړکړی افغانستان دټولو افغانانو ګډکوردی تاسو دقلم اوسیواد پلا رکښی مبارزه سره وکړی
    دغه دوهشانوکارونه پریږدی

  18. خان محمد دخپل کور خلک نه پیژنی نو چی مرسیتال شی بیا خوبه به یی ډیر خلک وپیژنی، او ډبل عبدالله خو هسی خپل مغز له لاسه وړکړی نور خلک نه وو چی دځان لپاره یی انتخاب کړی او پدی دی مطمین و اوسی چی که خان محمد او شلګری ورسره شی سل فیصده ناکام دی او دا دواړه خاینان دی

  19. له دوي باید پوښتنه وشي چی که چرته تاسی نن د قدرت لپاره سره یو کیږۍ نو ولی مو په زرګونو افغانان وژل. پخوا نا پوهه وۍ او که اوس ناپوهه شوئ؟

  20. څښتن تعالى په خپل مبارک کتاب قرانکريم کې د پخوانيو امتونو د تباهۍ يو عمده لامل داسې بيانوي: کله به چې په هغوى کې د اشرافو زامنو کوم جرم تر سره کاوه نو پرېښودل به شول او جزا به يوازې د غريبو او بيچاره وو اولادونو ته ورکول کېده. دا دى زمونږ ظاهراً اسلامي ګوند له هغه ګوند سره چې يې ٣٠ کلونه د اسلام او افغانيت په نوم جګړه درلوده يو ځاى او واک د رسېدا لپاره لاس يو کوي او غلامي يې مني. جالبه دا ده چې جرير صاحب (د حکمتيار زوم) يو وخت د دغه ګوند مشر او لارويانو ته کافر ويل او د موالات با کفار تر عنوان لاندې يې يو کتاب په همدغه اړه ليکلى وو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ تر دې هم جالبه دا چې همدا اوس زمونږ وروڼه او ځوانان د دوى په لمسون او امکاناتو په ميدان وردګ، کندز، کنړ او د هېواد په نورو برخو کې (ګويا) د اسلام په خاطر ککرۍ قرباني کوي!!!!!!!!!! بله به هم سره ووايو چې تر کله به دغه دوه مخى سياست چې له يوې خوا د وسلې پر مټو د افغان دولت او ملت د بربادۍ لارې هواروي او زمونږ تنکي ټوکيدلي ځوانان د خپلو شومو موخو قرباني کوي او له بلې خوا غيرت بهير (بې غيرت او بې بهير) قطب الدين هلال (قطع الدين دلال) او خپل فاسدالاخلاق ورور شهاب الدين (ده ته به څه ووايو) له بهرنيانو او داخلي جنايتکارانو سره د خبرو او مرکو لپاره رالېږي!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    !!!!!نو اى زما کړيدلي ملته! لومړى خو ستا قربانۍ او پراخې سينې ته چې دغه سپيره تر اسوه زغمې، سلام
    او بيا دا سوال لرم چې د دغو بيغيرتو واک پالونکو چاپړوسانو د اسلامي څېرو (او باطني فتنو….) تېروتنه بيا مه تکراروه او يو موټى د دوى په مخونو لاړې تو کړه

    ښاد دې وي د افغان د اصيلو بچو ارواح او بريالي دې وي ريښتيني هېوادپال

  21. اوس موږ باید څه وکړو؟ زه خو وایم چې نور ټول مشران که هغه حزب والا دی اتنوکراتان او که بې پلو افغانان باید د زلمي رسول حمایت وکړو او معاوینین هم باید له هزاره ګانو او ازبکانو څخه ونیسو. او ټول یوه قوي مبارزه وکړو.

  22. په هیواد کې اتفاق او اتحاد ښه دی خو چې لږ تر لږه په یو څه اصولو ولاړ وي، څو ورځې مخکې چې ددې اتحاد خبرې ګرمې شوې او د عبدالله عبدالله لخوا د ارغنديوال صیب د لومړي مرستیال په توګه خبرونه راغلل او ورسره جوخت یې د وزارتونو انډول هم نشر شو، په هغه ویشنه کې چې کوم وزارتونه ارغندیول صیب ته ورکړل شوي وو او کوم چې محقق صیب او کو چې عبدالله صیب اخستي وو پکې عدالت نه وو شوی. اوس که د وزارتونو او صلاحیتونو ویش ولیدل شي سړی به و ګوري چې څنګه او به کوم آساس شوی دی، پریکړه به نور هم سپینه شي.

  23. سلامونه
    زما دي محترم امير حزب اسلامي انجنئير صاحب حكمتيار چخه غو ختنه ده، چي ددي ائتلاف په باركي خپل دريز واضح كري، تر چو افغانان پدي پوه شي چي دا ارغنديوال حزب اسلامي دي، كه هغه حزب اسلامي چي په غرونو كي ورته تول عمر شپي بهتره دي، نه دغسي يو شرم ناك اتحاد……

  24. محمدعمران صاحب تاسو ولی دومره په غوثه یاستی وایی شل کاله جهاد ټک دمور ځیناوالله که تاسودطالبانوڅخه افغانستان په سترګووونی تاسواوشمال ټلواله دطالبانو په تورلیست کښی یاست طالبان وایی جهاد یوازی له امریکایانو
    سره پرموږفرض دی نور افغانان په جهاد نه پوهیږی ځکه ستاسوسره روزمره په میدان وردګ کی په جنګ اخته وی
    موږ داوایو چی نوباید افغانان :که طالب وی که شمالی ټلواله اوکه محترم امیرصاحب بایدټول سره کښی نی په یوه اواز
    امریکایانو ته ووایی چی نورزموږ داپاکه خاوره مه راچټله وی نورستاسو ضرورت نشته

  25. د دی دواړو مفصدو او اشرارو ډلو د لاسه خو دوی د خپل بادارپاکستان د خوشحالولو لپاره ۹۰ فیصده کابل جان وران او ۶۵ زره بیګناه کابل ښاریان یی په حق ورسول نو اوس بیا د کابل ښار رنګ او رخ لږ تازه شوی سره ددی چې د دی کثیفو اشرارو د لاسه لا د امنیت څرک په کې نه شته خو بیا هم لکه چې د دوی پلار ملحد مولانا فضلالرحمن او د دوی بادار د افغانستان دا نسبی آبادی نه شی زغملای ، په دی خاطر دوی بیا په یو آخور راټول شوی نو د دوی یو ځای کیدل زمونږ لپاره د بلی غمیزی خبرداری راکوی لوی الله دی خیر کړی

ځواب ورکول اتل افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *