دوستم او عطا نور

تاند- د سیاسي چارو یو افغان شنونکی باور لري چې د جمعیت ګوند په منځ کې ژور اختلاف د دې سبب شوی چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د کابل حکومت ته نژدې شي.

وحید مژده د ایران تسنیم نیوز خبري اژانس ته په مرکه کې پرون /پنجشنبه/ وویل چې د جمعیت ګوند په منځ کې یو ډول اختلاف شته او له همدې کبله د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې له لوري سلب اعتماد شو  او دا پر نوموړي د جمعیت ګوند د غړیو د بې اعتمادۍ ښکارندوی دی.

ده په عین حال کې د افغانستان له مرکزي حکومت سره د عطا محمد نور نژدې کېدا مثبته وبلله.

تر دې مخکې د چارو یو شمېر نورو شنونکو لکه د پوهنې پخواني مرستیال وزیر صدیق پتمن او یونس فکور له مرکزي حکومت سره د عطا محمد نور نژدې توب د افغانانو د یووالي او د مرکزي حکومت د پیاوړتیا لپاره ګټور بللی و.

د جنبش په منځ کې اختلاف او د دوستم دوسیه

ښاغلي مژده په عین حال کې د ملي اسلامي غورځنګ یا جنبش په منځ کې اختلافاتو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې ارګ به له دغو اختلافاتو او د جنرال دوستم له تېروتنو استفاده وکړي.

وحید مژده له احمد ایشچي سره د جنرال دوستم وروستیو جنجالونو ته په اشارې وویل، د دوستم تېروتنو حکومت ته ښه فرصت برابر کړی چې د نوموړي له شره ځان خلاص کړي.

ده وویل، دوستم تل د لا زیاتو صلاحیتونو غوښتنه لرله خو اوسنیو شرایطو حکومت ته لاره هواره کړې چې د دوستم له فشار او شره ځان خلاص کړي.

د راپورونو له مخې، دوستم ځان ته د اضافي او بې محاسبې پیسو غوښتنه کوله خو د ده له دې غوښتنې سره په ارګ کې مخالفت کېده او همدا مسله د ولسمشر او دوستم د اختلاف سبب شوې وه.

خو وروسته له دې چې دوستم پر خپل ازبک قومي مشر او د شبرغان پخواني والي احمد ایشچي د نارواوو له کبله تورن شو، ارګ ته ښه پلمه په لاس ورغلې ده.

د دې قضیې په خاطر د افغانستان ولسمشر د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا او اروپايی هیوادونو له لوري تر سخت فشار لاندې دی او ورڅخه په کلکه غواړي چې د ایشچي قضیه وڅېړي.

د جنرال دوستم دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې لویې څارنوالۍ ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جلب غیرقانوني دی.

د دوستم ویندوی ښاغلي (ته ینج) له ایشچي سره د دوستم د قضیې د حل کولو لپاره د قومي جرګې د دایرېدو غوښتنه کړې وه.

د سیاسي چارو شناند وحید مژده وايي چې د ازبکانو نوی زده کړی نسل د دوستم په شان مشر نه غواړي.

مژده باور لري چې د دوستم پر ضد کومه دسیسه نه ده شوې او پر څه چې نوموړی تورن شوی، له حقیقته لېري نه ښکاري ځکه چې دوستم تر دې پخوا داسې کانې کړي دي.

One thought on “د جمعیت د اختلافاتو او د دوستم د تېروتنو په اړه د سیاسي چارو د یوه کارپوه نظر”
  1. که زموږ سیاسی رجال یوځل د ملت یووالی وازمایی نو د الله رب العزت له وعدی سره سم به هم عزت وی او هم قوت او هم اسباب د رحمت به ورځ تر ورځی زیاتیږی.
    نو بیا د ذلت او فقر نه به برلاسی او نوروته به خیر رسوو. ان شاءالله تعالی

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *