د جملې مطالبه څه ده ؟ د ښه نثر د ليکلو لپاره که د بيان علم ضروري دى نو د معاني په علم يې هم خبريدل حتمى دي ځکه په لويه کې جمله راڅخه پر معاني علم د پوهيدلو په هدف دوه څرګندې مطالبې لري چې يو يې د ګرامر اوبله يې  هغه  د مفهوم د ځايولو ده ، دا دواړه مطالبې له هره پلوه په جمله کې د کلمو په کارولو پورې اړه لري ، ممکن نورې مطالبې هم ولري ، خو دلته يې په دوهمې هغه مطالبې ( چې مفهومې مطالبه هم ورته ويلى شو ) تم کيږو،

ځکه په نثر کې د جملو او په جملو کې د کلمو ناسمه ټاکنه نه يوازې په فکريا مطلب رسولو کې مفهوم ګډوډوي بلکې لوستونکي هم ترې د تښتې هڅه کوي ، ستونزه يې ليکوال سره ده چې څو علته لري،

يو ،  ځينې ليکوال غواړي نثر يې شاعرانه وزن ولري او د جملو د ليکلو پرمهال په شاعرانه کلمو پسې ګرځي، مګر دې ته يې پام نه وي چې د نثر بنيادي  رسالت او يا طبعي هيت يې د مطلب رسولو لپاره مناسب دى نه د شاعرانه نثري تجربو لپاره چې دا يې د ليکوال شعوري معالطه هم بللى شو، د اردو ژبې د لکهنوو د نثري مکتب ځينې استادان هم پدې تورن شوي وو چې په پراګرافونوکې به يې د جملو د شاعرانه کولو په هدف هغه کليمې کارولې چې د نثر معنوي خواوې به يې دومره رڼې نه وي څومره چې به يې هغه شاعرانه کلمو په جملو کې تياره جوړه کړې وه،

دوه ،  ليکوال په خپل ليکني سبک کې مهارت نلري، د خپل ليکني سبک د ګډوډى په وجه د مطلب په اصل کې دومره ورک شي چې د جملو يا کلمو او پراګرافونو په پېيلو کې لار ورکى او بې ربطه شي چې دا يې د نه دقت لامله بللى شو،

هغه ليکوال چې په نثر کې د جملو مطالبې نه پيژنې، د مفهوم او د لوستونکيو په کيسه کې نده، هر کله چې مونږ د لوستونکيو سره دومره د بې غورى چلند کوو، نو بيا خو راسره د ځيرکو لوستونکيو هغه کشمکش د دوى په حقه عمل دى او مونږ ورسره زياتى کوو،  او دا زياتى تر هغه ځاى ده چې هم علمي او هم فکري مغالطې رامنځته کولاى شي، مثلا د افغانستان د علما د سرتاسري شورا مشر مولوي قيام دين کشاف د يوسف(ع) او بي بي زليخا په کيسه کې چې د رسالې په بڼه يې چاپ کړې يو ځاى ليکي،

( بيا يې په عذر سره يوسف(ع)  ته وويل ته  ورته بښنه وکړه او هغې ( بي بي زليخا ) ته يې وويل ته د خپلې ګنا بښنه وغواړه ځکه تا دا ډيره لويه ګنا کړې ده،)

 دلته ګورو په ورستى جمله کې د بي بي زليخا د ګنا طلب ته لويه ګنا ويل شوې، مونږ د کشاف صاحب په څير د لوى علم خاوند په حق کې دا نه شو تصور کولاى چې هغه به په عملى او نظري ګناهونو يا به د صغيره او کبيره ګناهونو په توپير نه پوهيږي، خو مسله دلته د نه دقت دى، په دا ډول جملو کې چې له کلمو سره پکې محطاط ونه وسيږو، ممکن نثر مو د مفهوم له اړخه د لويو غلطيو ځاله وګرځي،

 زه که د ورځپاڼې په کالم کې وليکم ( په موجوده نظام کې د نويو پاليسيو په تغيير سره بدلون راتللى شي ) نو دلته له تغيير مطلب بدلون دى خو د تغييرپر ځاى که په همدې جمله کې چې يوازې د يوې ( ي ) په توپير سره ( تغير)وليکم معنا يې بدليږي ځکه ( تغير ) د مړاوي په معنا استعماليږي،

 زمونږ په کورونو کې د هغو ماشومانو په اړه چې ښونځي ته ځي، مونږ يې نورو ته د ورمعرفي کولو په وخت شايد دا هم ووايو ( دوى تعليم کوي ) حال دا چې دوى ( تعليم ) نه ( تعلم ) کوي ځکه د (تعليم ) معنا ( ورذه کول ) دي او د ( تعلم ) معنا ( ذدکړه کول ) دي،

د ډاکټرصاحب لياقت تابان د ( تاشقند د قند څکه ) په زبردسته سفرنامه کې يو ځاى لولو

( د ساحل پر غاړه مونږ لږ و ډير دوه ساعته تير کړه )

ساحل د سمندر د غاړې ځاى ته وايې نه سمندر ته لکه په پورته جمله کې چې تابان صاحب ساحل د سمندر پر ځاى کارولى.

له پورته بيلګو او په ليکنه کې د جملې دمفهومي مطالبې څرګنده موخه دا ده چې دکلمې په معنا او کارونه کې دقت وکړو، ځکه وس مهال چې د لفظ ا ومعنا دقق انکشاف الفظ مترادف هم  سره ورک کړل نو په جمله کې  د کلمې په حساسه رويه پوهيدنه د نثر لپاره په جملو کې حيات دى که نه د مړې جملې په نثر کې داسې عبس دي لکه په مړو چې وير عبس دى،

يادښت:٠- دا لېکنه په ننتي افغانستان اوونيزه کې خپاره شوې ده

One thought on “د جملې مطالبه/ نعمت الله صدیقي”
  1. تاسو لیکئ:

    د (تعليم ) معنا ( ورذه کول
    د مړې جملې په نثر کې داسې عبس دي لکه په مړو چې وير عبس دى

    ورذه کول که ورذده کول؟
    عبس که عبث؟

ځواب ورکول روغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *