تور ځوان د بغل جېب ته ډنګرې ګوتې ورننه ايستې. 

نجلۍ يو لاس پر تشي، بل يې پر سر ونيو، تاو شوه.

پر لېنګو ځوړند ټوکر يې هوا ته پورته شو، پر تور بخون ورانه يې د کلدارو سور نوټ ولګېده.

د ځوان سترګې لکه د نجلۍ راپړسېدلې نيمه بربنډې سينې، څراغ ته برېښېدې. 

او د جناح عکسونه د ډمې پايلو وسولول.

3 thoughts on “د جناح قبر/ سيدشاه سقيم”
  1. پوهیدل پري کوم سخت کار نده خو زما تجربه دا وایی چی هرکله چی یو څوک کوم کار زیات وکړي نو بیا ګډی وډی وایی. او هواداران یی بیا سر ورته خوځوي چی آه څه شی یی وویلي ، سره له دي چی پري پوه هم نه شی ، صرف همدومره غږ کوي چی سړی د استادی درجی ته رسیدلی او دده په کلام د هرسړي مغز کار نه کوي. دا سندرغاړی هم اکثره اپلتي بادی او خلک وایی چی څه استاد ده.

  2. ډیره ښکلی لیکنه کی یی کړی ده داچی څوک نه ورباندی پوهیږی دادهغوی ملامتی ده نه دلیکوال

ځواب ورکول ظفرخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *