تاند- د جوزجان ولایت والي وايي چې د عبدالرشید دوستم ملېشو د ده پر کور یرغل کړی دی.
والي محمد عالم ساعي ازادي راډیو ته وویل چې نن د ده د ساتونکو په ځوابي ډزو کې د جنرال دوستم څو تنه حمله کوونکي ملېشې ژوبلې شوې.
ساعي همداراز وویل چې د دوستم ملېشو د جوزجان ولایت د ملي امنیت پر دفترهم برید وکړ.

راپورونه وايي چې له نورو ولایتونو څخه امنیتي ځواکونه شبرغان ته استول شوي دي. شاهدان وايي چې تر ډېرو پوري یې د ډزو ږغونه اورېدل.

خو په جوزجان ولایت کې د دوستم د ملي اسلامي غورځنګ ولایتي رييس کینجا کارګر دا خبره رد کړه چې ګنې حمله کوونکي په ملي جنبش پوري اړه لري.

کارګر وویل چې دوستم نن له خپلو ملېشو سره د ساعي کور ته لاړ چې له هغه سره غونډه وکړي خو غونډه د ناوړه تفاهم له کبله لغوه شوه.
دوستم د افغانستان د وسله والو ځواکونو درستیزوال دی خو عملاً هیڅکله خپل دفتر او کار ته نه حاضرېږي.

وروستی خـــبر
4
والي ښاغلی ساعي وايي، حمله کوونکي په خپله دوستم وراستولي و خو د جګړې په نتیجه کې د دوستم درې ملېشه وسله وال ژوبل شول.
ساعي وویل چې دوستم د ټېلفون له لارې خبرداری ورکړی و چې که د ده غوښتنې ونه منم نو زما پرضد به اقدام وکړي.

ده ونه ویل چې دوستم ورڅخه څه غوښتنه لرله.

د وروستیو راپورونو له مخې د دوستم د ملي غورځنګ ګڼو غړیو تایید کړه چې د دوی کسانو د والي پر کور برید کړی خو د والي ساتونکو دفاع وکړه.

د ملي غورځنګ مقاماتو بیا ویلي چې دوستم غوښتل چې له والي ساعي سره د راتلونکو انتخاباتو په اړه خبرې وکړي خو ساعي حاضر نه شو چې په دې اړه له دوستم سره وږغېږي.

دواړو خواوو له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي. دواړه لوري وسله واله نښته تاییدوي.

6 thoughts on “د جنرال دوستم ملېشو د جوزجان د والي پر کور برید وکړ”
  1. تر هغه پورې چې د غیرمسولو کسانو څخه وسله راټوله نه شي په ګران هیواد افغانستان کې به دا ناخوالې وي او هغه ظالمان چې تل یې د بیګناه افغان وګړو په وینو لاسونه سره دي بیا به هم په خلکو خپل زور او زیاتی مني د داسې یو کس چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي نوره څه تمه کولی شو د داسې ظالمانو د ظلم د مخنیوي لپاره یو ملي خوزښت ته اړټیا ده او په ټولنه کې شونی کار دي ترڅو چې د ظالم په وړاندې غږ پورته نه کړو د ظلم مخه نه نیول کیږي یوه ډیره ښه او ژوندې بیلګه یې د عربي هیوادونه پاڅون وو چې داسې حکومتونه د خلکو په زور رانسکور شول چې هیڅ ګمان یې هم نه کیده.

  2. الله دی خراب که وروستمه چی وروست سی ستالا په افغانانو زړه ندی یخ شوی لادی نور ارمان هم پاتدی
    بلکی دچوکی تلبی انسانان دطالبان څخه په ترس اووهم کدی طالبان مووطن جوړوی وروستم میان څکوی
    چی په جوړناتارکی لغتی وهی ټول افغانستان ددغسی وروستم میا نو څخه خراب دی دطالبانو څخه بغیر بل داسی
    نر په افغانستان کی نشته چی ددی خبسی ډلی مخه ونیسی

  3. وايي د میږي چې ورکه راشي نو وزرونه باسي الله دې دا ظالم او قاتل د دې سپیڅلې خاورې له مخه ژرترژه واخلي امین ثمه امین

  4. دا هغه جنگی خلگ دی . دا تول جنگی کسان مره نسی په افغانستان کی ارامی نه دحی .

  5. ده دي ظالم په ژبه طاليبان شه پوهيژي دده هغه ده داكترنجيب صرناپه غوژوكي ده فقط 200 طاليبان يي كافي دي دبل چاسخه سترگه نكوي سورحكومت دي

    1. دی اسلام مل په ځواب کی: وروره ته وایی ۲۰۰ طالیبان یی بس دی، دوستم ۲۵۰۰ طالیبان له کندوز نه شبرغان ته یوړل او ټول یی په کانتینرونوکی ووژل. کی دی یاده وی له لس زرو زیاد طالیبان هغوی د لیلی په دشته کی مړه کړل. کوم طالیبان؟ آیا تا د ملا عمر خبری کله اوریدلی دې؟ طالیبان پریږده چه انتحار وکړی او بیغرضه خلک ووژنی. لعنت دی په داسو طالیبانو شي چه د اسلام نوم یی په ټوله نړی کی بد کړی دی، دوی خو په زښتیا سره دی آی ایس آی بچیان دی. کار یی فقط ورانول دی. تاسی دی کابل قندهار سړک وګوری پخوا ځنګه ووه او اوس ځنګه دی

ځواب ورکول روغ رمټ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *