تاند – نن د سنبلې د میاشتې په ۱۱مه نېټه د حبیب الله کلکاني چې په بچه سقاو مشهور دی پلویان غواړي چې د هغه جسد له کوم بل ځای څخه راوباسي او د کابل ښار په شهر آرا تپه کې خاورو ته وسپاري، خو د هغوی دغه کار د افغانستان د دوه نورو قومونو ازبکانو او ترکمنانو حساسیت راپارولی دی.
حبیب الله کلکاني چې د افغانانو په منځ کې د غله او قطاع الطریق په نومونو مشهور دی د انګرېزانو په مالي او تسلیحاتي مرسته د امان الله خان غازي د مترقي نظام په مقابل کې راپورته شو او هغه یې مجبور کړ چې واک پرېږدي، خو وروسته د غازي محمدنادرخان له خوا ونیول شو او په کابل کې په دار وځړول شو.
د بچه سقاو پلویانو له ولسمشره د بچه سقاو د رسمي تدوفین په اړه د فرمان غوښتنه وکړه خو ویل کیږي چې ولسمشر اشرف غني د داسې فرمان صادرولو ته تیار نشو.
نن/ پنجشنبه/ د کلکاني د بیا خاورو ته سپارلو ورځ ټاکل شوې ده او پلویان یې غواړي چې د هغه جسد د کابل ښار د شهر آرا په تپه خاورو ته وسپاري خو د افغانستان د دوه نورو قومونو ازبکانو او ترکمنانو له خوا د هغوی د دغه کار د مخنیوي ګواښ شوی دی.
د ازبکانو یوه استازي سردار محمد رحمان اوغلي په خپله فېسبوکپاڼه کې پاڼه لیکلي چې، «د کابل شهرآرا د هغې له ټولې ویجاړتیا سره سره د بابریانو یو لوی یادګار دی. د بابریانو تاریخي اثار لکه څنګه چې د تورکانو د ویاړلي قوم تاریخ دی په عین شکل د افغانستان د تاریخ او فرهنګ یوه برخه جوړوي.»
سردار اوغلي لیکلي چې، د یوه هېر شوي تاریخ راژوندي کوونکي دې هڅه نه کوي چې د نورو دښمنۍ راوپاروي.
Salamooona
Pa waqighi dawal de mawzo ta woogoro saqawyan hagha khalak de che tol Afghanistan da de pa noom ham kri bia ba wana wai che bas dagha de ghlo malgari de bayad makha waniwal she pa loya ke da de kar bayad mokhalifat washe yani afghanan mokhalifat wakri dagha abdullah de qoomoono ter minz janjal ta lara joora we uzbak aw turk droosta fesala kari da loy qamoona bayad khpal mokhlifat washai laka paktiawalo che wookhodo manana de taand na.
په ژوندونو خو د سقاوو زامنوداسی جنایات وکړل چی په تاریخ کښی ثبت دی اوس نو دا یو انګریز او قطاع الطریق پاتی دی او غواړی ددی نورو غلو په څیر یوه تپه لاندی کړی او بیا په هغه کښی موردګاو خانی جوړی کړی لکه ددوی د نورو په شان د سقاو د بچیانو دا مطلب ندی غواړی صرف اوبه خړی کړی الله د دا زموږ بیغیرته حکومت وشرموی دا سقاو باید په مرداری کښی وسوځی. ددوی مطلب صرف د یوه تاریخی سیمی له غصب دی.
پښتنو کې خو دا غیرت نه و چې د دغه غله د خښولو مخه یې نیولې وای، ا زه وایم دومره به هم ونه کړي چې له ازبکو او ترکمنو سره ودریږي او د دغه کوڅه ډب تش تابوت ټوټه ټوټه کړي- ځیني کارونه په دیپلوماسۍ نه کیږي کله نا کله سوک، څپېړې او ټوپک ته هم اړتیا وي، د شمالي ټلوالې د بدماشانو او لوچکانو پر وړاندې بدماشي پکار ده. .