تاند- د عبدالرشید دوستم زوی یار محمد دوستم په شبرغان کې د ښاري ګارنیزیون قوماندان وټاکل شو.
د شنبې په ورځ شبرغان د ګارنیزیون د قوماندان په توګه د یارمحمد د معرفۍ په مراسمو کې د جوزجان والي لطف الله عزیزي د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په دې وستایه چې د ده په وینا د بې دفاع خلکو ملګری دی او خپل زوی یې په شبرغان ښار کې د نظم د لا ټینګښت او دفاع لپاره ورلېږلی دی.
ده همداراز وویل چې یارمحمد پوځي زده کړې کړي او په دفاع وزارت کې یې د یوه فعال صاحب منصب په توګه دنده اجرا کړې ده.
د ښاغلي دوستم زوی په داسې حال کې د شبرغان د ګارنیزیون قوماندان شو چې د جنبش ګوند یوه مشر نن /یکشنبه/ وویل چې د جنرال دوستم د چوکۍ د بېرته ورسپارلو پر سر له ارګ سره خبرې پیل شوي او پرمختګ پکې شوی دی.
په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازی عظیم قویاش ادوویل چې له ارګ سره په دې خبرې روانې دي چې دوستم ته د ولسمشر د لومړي مرستیال واک بېرته ورکړای شي.
قویاش وايي چې تراوسه پورې د خبرو له نتیجو راضي دی.
ده ونه ویل چې د دوستم د واک د بېرته ادعاده کېدو په اړه د دوی له لوري څوک له ارګ سره خبرې کوي.
ارګ هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جنرال دوستم له څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې جلا وطن دی. نوموړی د ځان خلاف د هغې حقوقي دعوې د فسخه کېدو غوښتونکی دی چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر ده کړې ده.
د افغانستان ولسمشر ویلي چې په قضايی چارو کې لاسوهنه نه کوي او دا مسله په محکمې پورې اړه لري.
قاراوغان، رحم ازبک (جنګسالاران وحشي فراموش ناشدني شهر کابل)۰
له هغه پلاره چې لاسونه ئې د خلکوپه وینو سره، غاړه ئې د خلکو د کورونوپه لوټولوبنده اومخ ئې په شرابواوزناووتور۰۰۰ نو د داسې پلار، زوی به څه رحم، ادب او اخلاق ولري۰
ولسمشر که د افغانستان او ولس نجات غواړي نوردې وخت نه ضایع کوي او د دې لیونیانوسره دې خبرې نکوي۰
ګرګ زاده ګرګ شود کرچه با انسان بزرګ شود پلار یی په سپین ږیرو هیله ونکړه دا خو به په قبر کښی مړی هم پرینږدی یاره اوس نو زموږ دا یقین دی چی د حکومت له پیاده تر ع او غ ډیر خاین بی غیرته او وطن پلورونکی خلک دی لعنت دی پر تاسی وی دغی د قاتل زوی له کومه ارکان حربی راوړه
پلارئې د دولت په ضد اختلاف جوړوي اوزوی ئې قوماندان جوړیږي۰ یو بام او دوې هواوې۰ د ظالم ځای بیرته ظالم نیسي۰
پــسرکو ندارد نـشـانِ پــــدر ــــ تو او را مخوانش زخوان پدر
زرنباریده زآسمان برسرش ـــــ یا خودش دزد بوده یا پــدرش