جنرال خوشحال سعادت

تاند(پنجشنبه، د جدې ۲۶) د کورنیو چارود امنیتي مرستیالۍ له چوکۍ څخه د جنرال خوشال سعادت د لېرې کېدو په اړه له څو ورځو راهیسې خپرېدونکې اوازې رښتیا شوې.

جنرال سعادت، چې د جګړه مارو او زورواکانو پر خلاف د جدي اقداماتو په خاطر زښت زیات شهرت ترلاسه کړی، نن د خپلې فیسبوکپاڼې د پروفایل عکس بدل کړ.

په یو ساعت کې د ده پر عکس ۳ زره ۶۰۰ تبصرې شوي او ۴۴۱ تنو شریک کړی دی.

په تبصرو کې اکثرو خلکو د جنرال سعادت پر ګوښه کېدا غبرګون ښودلی او نوموړی یې «د افغانستان ویاړ» او «د زړونو جنرال» بللی دی.

ویل کېږي چې جنرال سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریيس ټاکل شوی چې یوه تشریفاتي او بې صلاحیته چوکۍ ده او دا هم څرګنده نه ده چې جنرال سعادت به یې ومني او که ونه مني.

د جنرال سعادت پر ځای جنرال صبور قانع ټاکل شوی چې تر دې پخوا یې د ملي امنیت د ریاست د اپراتیفي چارو مرستیالي او د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه کار کړی دی خو خلک یې چندان نه پېژني.

تراوسه څرګنده نه ده چې جنرال سعادت له دې سره سره چې په خپله دنده کې د ډېرو په باور بریالی و، له خپلې دندې ولې لېرې شوی دی.

خو د ډېرو په باور د ده په اړه د ارګ پرېکړه د ولسمشر غني شهرت ته صدمه رسوي.

5 thoughts on ““د جنرال سعادت پر ګوښه کېدا د خلکو غبرګون “د زړونو جنرال”
  1. ولسمشر نه!
    ځان مشره
    نوری درته دوعا نه کوم نور ستا په سر چا سره جګړه نه کوم
    نور له دی نه ایسته درته خیرا کوم
    دا خط لیکم خو له سترګو می اوښکی روانی دی
    او تا د می د زړه خیرا هم اوزی
    نوردی الله پاک مه کامیابه وه
    الله دی ناکام که عبدالله دی کامیاب شی ستا او د عبدالله ترمنځ هیڅ فرق نشته او به اوشی
    نن تا ډیری کونډی وژړول
    نن تا ډیر یتیمان یو ځل بیا وژړول
    نن تا افغانستان بیا لنډغرو ته تسلیم کړ
    نن تا قدر پخپله د خاورو سره خاوری کړ

  2. ترټولو بد خبر !
    پداسې حساسو شرایطو کې د جنرال سعادت تبدیلي ډېر بېځایه اقدام دی. هر دولت د خپلو پلانونو د تطبیقولو لپاره وړ او مناسبو کسانو ته ضرورت لري. جنرال صیب خوشحال سعادت په ډېر لږ وخت کې د کابل له ښاره غله ، چپاولګران ، بدماشان ، کوڅه ډبه قانون ماتوونکي او زورواکان ورک کړل ، په مقابل کې ولس او د کابل ښاریانو ځانونه لږ هوسا او مصوونه احساسول . ولسمشر غني چې په دې وروستیو کې لږ محبوبیت د خوشحال سادات د هلو ځلو له برکته ترلاسه کړی وو ، فکر نه کوم نور د دوی اقتدار د پخوا په شان سعودی سیر او لاره ولري.

  3. POWER IS BY THE CORROPTOR/HONEST PEOPLES CAN NOT WORK IN THIS COUNTRY.
    GHANI JUST KEEP HIS SET.
    PASHTOON CAN NOT GO FORWARD.
    50% PASHTOONS UNDER PRESSURE OF PUNJAB&50% PASHTOONS UNDER PRESSURE OF
    NIZAR SHOORA.
    ONLY SPECIAL AGENTS OR INTILLGENTS CAN STAY IN THE RIGHT PLACE.
    BECAUSE; PASHTOONS ARE NOT UNITED.

    THANK YOU

  4. دا خو په خدای چی دارم خبره ده. لعنت دی په داسی حکومت وي. مرداری له پاسه دی. چا ته گله او شکوه وکرو

  5. attention nangarhaar provincial shoora;
    GHANI get votes FROM KUNER&NANGARHAR.
    NOW IS FACULTATIVE.HE DOING WHAT HE WANT.
    IS GHANI DID SOME THING SPECIAL FOR NANGARHAAR?
    FOUR YEARS PASSED AND FIVE YEARS WILL PASSED TOO.YOU WILL NEVER SEE
    ANY PROJECT OF ELECTRICITY.
    AFEW ROADS BUILD BY GULAGHA SHEERZAI.
    PAKISTAN DON,T WANT PROGRESS FOR NANGARHAAR.
    THOUSANDS OF CHILDREN NOT GOING TO SCHOOLS?
    THOUSANDS OF UNEMPLOYEE &POOR&HUNGER PEOPLES ARE ON THE STREETS.
    I DON,T KNOW WHY NANGARHAAR YAN ARE SLEEP.
    IF YOU LIKE THAT.FOR EVER YOU WILL BE BEHIND.
    COME UP AND ASK FOR SOME BASICALLY PROJECTS.just muslimyaar is happy.
    1;need to build electric projects on kuner river.need to find jobs for unemployee.
    thank you

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *