تاند- د جنوبي افریقا د ښکلا ملکه رولین سټراوس د یکشنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا د ملکې په مسابقې کې لومړی مقام وګاټه.
په دې سیالۍ کې، چې په لندن کې وشوه، د هنګري او امریکا د ښکلا ملکو دوهم او درېم مقامونه خپل کړل.
اټکل کېږي چې په درسته نړۍ کې شاوخوا یو ملیارد انسانانو دا مسابقه د تلویزیونونو له لارې ولیده.
دوه ویشت کلنې رولین سټراوس د نړۍ د ښکلا ملکي د دې لقب له ترلاسه کولو وروسته وویل چې ډېر لوی مسوولیت یې په غاړه شو. په دې سیالۍ کې د نړۍ د څه باندې ۱۲۰ هیوادونو د ښکلا ملکو ګډون کړی و.
تېر کال د فلیپین ملکه د نړۍ ملکه غوره شوې وه.
د نړۍ د ښکلا ملکه یوازې د ښکلا په خاطر نه غوره کېږي بلکې ځیني کرکترونه هم ورته په پام کې نیول کېږي.
سويلى افريقا نه جنوبي افريقا