له تېرو دریو میاشتو د افغانستان د معامله ګر حاکم قشر ټول کار، زیار او فشار د جنوب او ختیځ د رأیو په وېشلو وه.

د دې کار لپاره یو بې خاصیته او بې هویته کاندید، لکه مرخېړی، په دوه ورځې کې را شین کړای شو.

کله چې جنوبیوالو، کندهاریانو او پکتیاوالو رأیه اچوونکیو د چارواکو تحمیلي وېش ونه مانه، او دا بې خاصیته ټیم یې رد کړ، نو حکومتي چارواکي له بلې لارې پرې را تاو شول.

دا ځل یې د رأیې د وېشلو پر ځای د رأیې پر خرابولو کار پیل کړ، او د صندوقانو ډکولو ته یې لغتې تخته کړې.

که څه هم، د جنوب او شمال خبره د شرم ده، خو دا خبره هغه وخت قطعي معنا پیدا کوي، چې توطیه یواځې پر جنوب او ختیځ را څرخي.

درغلي هره ځای کېږي، په شمال کې درغلي کېږي، نو د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کېږي. په جنوب کې درغلي کېږي،
د یوې هیولا، او یوه ناکام کس په ګټه کېږي. په شمال کې یې هدف عبدالله عبدالله کامیابول، او په جنوب کې یې د د زلمي رسول په وسیله د عبدالله عبدالله د حریف رایه خرابول دي.

د دې کار موخه چې هرڅه ده، خو پایله یې په قدرت کې د جنوب او ختیځ د خلکو بې دخله کول، او د دوی د مؤثریت کچه را ټیټول دي.

دا قضیه پېښېدونکې نه، پېښه شوې ده. په جنوب کې امنیه قوماندانانو، والیانو، او ګوډاګیو اشخاصو هماغومره صندوقونه له جعلي رأیو ډک کړي چې د جنوب خلکو په خپله خوښه ډک کړي.

Afghan election workers writes numbers on ballot boxes at a counting centre in Kabulستونزه دا ده، ډک شوي صندوقونه د هغو رأیو کاندیدانو خلاف ډک شوي چې جنوبیوالو سپینه رأیه ورکړې. چې واضحه یې ووایم، د زلمي رسول په ګټه ډک شوي او ډکېدونکي صندوقونه د جنوب د خلکو پر خلاف ډک شوي او دا لړۍ په شدت روانه ده.

جنوبي والو خوارانو لومړی د افغانستان لپاره، د کرزي فاسد او غله چارواکي، والیان، ښاروالان، او سکتوري رئیسان ومنل.

 اوس ورڅخه دا هیله هم کېږي چې د دې والیانو او چارواکیو لخوا دې د دوی د رأیو لوټل کېدل، د دوی د ارادې مسخره کېدل هم ومني. دا ظلم دی.

زه د کرنې وزارت ویاند وم. سږ کال موږ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اصلاح شوي تخمونه و وېشل. یواځې پکتیا ته ونه وېشل شول. علت یې دا و چې د پکتیا د ولایت مقام له قراردادي شرکت څخه دومره پیسې غوښتې چې د هغه تر وس د باندې وې. قراردادي شرکت په ژړا و چې د خدای پار دی. جمعه خان صاحب، مجاهد صېب، د اسلام داعي او مدافع صېب، لږ انصاف. لږ کمې وغواړه. که چا سږ کال په پکتیا ولایت کې یوه حبه اصلاح شوی تخم اخیستی وي، ودې وایي. علت به یې زه ووایم. علت یې د جمعه خان همدرد د دفتر د رئیس لخوا غوښتي پیسې دي.

جنوبوالو ولسونو تېر یوولس کاله د حکومت ټولې نارواوې وزغملې. له انکشافي مرستو محرومیتونه، له تحصیلي بورسونو محرومیتونه، د حکومت په پوستونو کې نه برخه، د امنیتي کمپنیو خپلسرۍ، د ځمکو د غاصبینو نادودې، د څړځایونو غصب، د ملي امنیت او محاکمو لخوا د بندیانو او انسانانو کاروبار، د مشرانو پراخ او مرموز ترور، د تېلو او ټانکرو مافیا، د معارف مافیا، د پاکستان راکیټونه او د حکومت زرګونه ناکردۍ یې وزغمل.

په تېرو ټاکنو کې د همدې ادارې د بې کیفیتۍ او ظلم له امله د غزني دیارلسو ولسوالیو یو استاځی وکیل نه درلود. ملیونونو خلکو پنځه کاله بې وکیله، بې استاځیتوبه تېر کړل.

هو. خلکو دا هرڅه د یوې ځانګړې ورځې لپاره وزغمل.

هغه ورځ د ټاکنو له لارې، د مشروعې سیالۍ له لارې د خپل برخلیک بدلولو لاره وه.

له بده مرغه، په دغه ورځ هم چارواکیو پر جنوبیوالو رحم ونکړ. په دې ورځ هم په رسمي لباس کې یوه ډله چارواکي او په شخصي لباس کې یوه ډله د عبدالله عبدالله او استاد سیاف ځري را ووتل، چې د جنوب له خلکو دغه ورو��تی حق هم و ترړوي.

یو ځل یې ورته دا آیتونه وویل چې إن الله لا يغير ما بقوم حتي يغيروا ما بأنفسهم. لومړی یې ورته دا دا آیت بیا بیا تکرار کړ چې وایي خدای تر هغو د یوه قوم حال نه بدلوي چې خپل حالت په خپله بدل نه کړي، او بیا چې خلکو د خپل حال بدلولو تکل وکړ، نو بیا یې مخه ورته ډب کړه.

تاریخ به دا ولیکي چې کله جنوبیوالو د دې آیت مطابق او د خپلې رأیې له لارې د خپل حال بدلولو تکل وکړ، نو کرزي یې مخه په جمعه خان، په قوماندان رازق، په خلیل هوتک، په جبار شلګري، په یوملیون ډالري حزبیانو او په خپلو امنیه قوماندانانو او والیانو ونیوله.

جنوبیوال او ختیځوال به خپله وروستۍ هیله، له سوله ییزې لارې د خپل برخلیک بدلولو هیله هم له لاسه ورکړي چې حتمي پایله به یې تاوتریخوالی، د نظام د مشروعیت تباهي او د افغانستان سقوط وي.

10 thoughts on “د جنوب په صندوقونو کې جعلي رایې، که د نفاق باروت/ مجید قرار”
  1. Khapa Nashi Da Dimokrasi dy Dir shor macaw tarsoo cha the Maash wa Karzai Khum ha wa Juma Khan ham ha waa Nar Pakhtana wol ( Lakach oss the Baya kom Wazarat ta Zara Kha kary thy Cha Ghani Baba Ba darki???

  2. زه و خدای قرار صاحب چي څه ویلي دي، د ډېر نژدې په خبر یم خو ما فکر کوی چي احمدزي صاحب چي ستر پروګرام جوړ کړی دی نو د درغلۍ د مخنیوي له پاره به هم یو پروګرام ولري
    قومندارن رازق د کندهار ټولي ولسوالۍ حتا د ګاونډي ولایاتونو ولسوالۍ داسي تر پوښښ لاندي راوستلي وې چي چا حرکت هم نه سوای ځني کولای، د کندهار ولایت کي یې د جمهوری ریاست انتخاب زلمی رسول وو او د ولایتي شورا له پاره یې د ۱۸ کسانو لیست جوړ کړی وو چي په مساوي اندازه یې رایي ور وېشلې او صندوخان یې په ډکول.
    خدای دي وکړي چي احمدزی دا ناروا تثبیت کړي او د خاینانو مخونه ور تور کړي که نه وي افغانان به بیا د ناحقۍ په دریاب کي لاهو سي.

  3. له بده مرغه دټاکنو لپاره يوريښتينی بې لورې نظام شتون نلر ي،ترڅوچې دټاکنو کنترولونکې اونظم ساتونکې وجود ونلري ،نوهلته کوم مشروع منتخب ولسمشر هم وجود نلري،زموږکرزي صیب مخکې هم په همداسي ټاکنو منتخب شوی،له بل پلوه اوس هم له بهرنيانو سره دولسمشري پرسرمعاملې رواني دي،که ريښتينې ټاکنې شوې وای،باید دبریالی کانديد تراعلانيدو خودمعاملوپروسه ځنډېدلې وای

  4. Qarar saib salam aw dera Manana,

    staso mazmon aw arzyabi dero walwasta. Makh ki la de chi hamda dasisa amali shi:
    Hakimi idare la bahar na zini maslaki dasisagar ham di khpal plan di poli kedo da para
    istikhdam kral. De mesal pu dawl la England, Alman aw Belgium hewado na zini
    pukhwani (Parchamian aw Khadistan) di Masoud aw Zalmi rasul pu intikhabati team
    ki las pu kar shwal. Awal ye di Ghalji aw Durani pu nom Pashtane sara bel kral.
    Pu dwaham gam ki ye pu jnobi wlayato ki sanduqune dak kral, tar so di PASHTANO
    raye batili ilaan she. Pshtano hoshiar osy!!!!!!!!!!!
    Qarar saib staso la likani bia ham dera manana. Aram ose.

    Rawan

  5. دغه اشخاص جه نومونهءي ذكر شوي دوي بردي غلاماناوخرخ شوي أشخاص دي دوي به هيخ نوع عمل نه شرميزي دراتلونكي حكومت وظيفه داده جه هر خه عاجل دغه أشخاص محاكمه أودّ لحد كندي ته وسباري، او حكومت جوكي ددي فاسدو خلكو خخه باكي كزي

    1. ښا غلی جلال زی چې کمونیستان او دهغوی محا کمه اوددوی ولحد ته سپا رل دې هیر نه شې ځکه چې تقریبا ټول افغان ملت پوهیږې دګران افغا نیستان دبربا دې یوازینی علت دثور خونینه ، توره کودوتا او وینې زبیښونکې کمونیستا ن دې ځکه چې همدوی بیګانه پالنه ، وژنه ، دګا ونډیانو ومداخلې او…………………….. ته زمینه برابره کړیده. که څوک داخبرې نه منې نو لمر به په دوو ګوتو پټول غواړې. چې اوس دغه ښاغلې ( خلقیان او پرچمیان) په اروپا یې اونورو غربې هیوا دونو کې ښه ژوندلرې.

  6. ښاغلی قرار
    که څه هم ستا له ټولو نظریاتو سره موافق نه یم خو ستاسې لیکنو ته سخت لیواله یم
    ستا د قلم وینه هم رنګ لری هم خوند لري هم خوشبویي لري
    په هر جانب کې پیغام لري (د جنوب او شمال خبره د شرم ده) څووووومره ښه!!!!!! خپله مبارزه په سالمه توګه پرمخ وړه
    شاید ته خپله هم په دې نه وې خبر چې اوس يې هم ډېر رنک راوړی
    الله دې د ډېرو نیکیو توفیق درکړي
    ۹۵ فیصده درویاړو

ځواب ورکول احمد شاه کندهاری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *