د پاکستان دولت له څلویښتو کلونو را په دې خوا د افغانستان او نړۍ په کم عقله جهادیانو سوداګري کوی، په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي او خپل بیت المال ته یې اچوي.

دا څو ورځې مخکې یې هم د طالبانو د پلور له کبله یې د شپږ میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنه له امریکا ترلاسه کړه.

خو په خواشینۍ سره زموږ جهادیان لکه ژوی خرڅیږی، تجارت پرې روان دی، همداراز پاکستان حتی د طالبانو په لویو څڼو چې مخکې د هغو له بندي کولو نه یې د ډمانوپه وسیله کټ کوي هم تجارت کوي او بهر ته یې صادروي او ځینې ګټه اخلی.  

په دري ژبه کې یو متل دی چې وایی (تا که احمق درجهان است عاقل درنمی ماند )

په ریښتیا هم  تر څو چې بې عقله مسلمان په دنیا وي د جهاد په نوم به دوکه خوري، پاکستان به پرې تجارت کوي او ګټه به یې خپلو کڅوړو ته اچوي.

هغه ډالر او وسلې چې پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې د اسلام او د تودو اوبو نه د دفاع په بهانه ترلاسه کړل تقریباٌ د مارشال پلان د پیسو په اندازه کیږي. دې ګټې سره هغوی وکړای شول چې په اټومی وسلو سمبال ځواکمن اردو ولري، او هم وکولای شی په قوت سره د افغانستان اردو دړې وړې کړي، په سیمه کې د هندوستان د اردو سیال وګرځی.

پرته له پورته ګټې خپل ناقانونه سرحد اوپولې ته په وچ زور سره قانونی حیثیت ورکړی، اوپه سپین سترګۍ سره پرې اغزن تار وځغلوی او تر خپلې ګونډې لاندې هیواد (افغانستان ) باندې هره ورځ توغندی وتوغوی، خپلې نظامی اړیکې له روسیې او چین سره غښتلې کړی، حتی د افغانستان له بې څښتنې فضا نه په استفادې سره ، خپلې چورلکې درغونې او جاسوسی لپاره روسیې ته ولیږی، چې څو کاله وړاندې لّه همدې چورلکو نه یوې یې په لوګر ولایت کې بیړنۍ ناسته وکړه، چې تر نن ورځې دې ضعیف هیواد یې پوښتنه ونه شوای کړه  چې دا الوتکه د څه لپاره افغانستان ته راننوتې وه او څه موخه یې درلوده ؟

ترڅو چې موږ سیاسی هوښیاری پیدا نکړو، همدا به موحال وی، د هر چا د لاس آله به یو او پردی به راباندې تجارت کوی.

2 thoughts on “د جهادیانو د ویښتانو عایدات | عبدالرووف لیوال ”
  1. سلامونه،
    لیوال صاب، په بښنې غوښتنې سره هغه دري متل فکر کوم داسې دی:
    ” تا که اهمق در جهان باقيست، (مفلس) در نمې ماند”.
    اوزما په نظر اصلي احمقان امریکایان او انګریزان دي چې منافقو پنجابیانو او د هغوی ګوډاګیانو ته پیسې ورکوي ؛او هغوی پرې چاینايي او روسي … سلاحوې رانیسي ؛ او په پای کښې د تروریزم د لا زیات انتشار باعث ګرځي ؛ په نتیجه کې د اصلي مسلمانانو او ترقیپسنده انسانانو لعنت او نفرت هم تش په نامه پوکستین او هم بادارانو ته ېې په میراث پریږدي.
    و الله اعلم بالصواب.

  2. نه پوهېږم چي زموږ روشن فکرانو
    ته ولی ددې استعداد او قدرت دروازه نه خلاصیږی چي د پرونۍ او اوسنۍ غمیزی د تسلسل د اصلی کړۍ په لیدو ئې مبارکی سترګی روښانه شی
    ولی زموږ د روشن فکرانو د فکری پاسپورټ ارزښت دومره ټیټ دی چي نشی کولای تر پنجاب او د هند د سمندر ها خوا هم پرواز وکی
    ولی زموږ روشن فکران د امیر امان الله خان د فرامنطقوی دښمنانو په وړاندی د اعتراض په سندرو او ترانو د فلک غوږونه ور کاڼه کړی وه خو نن چي عین سناریو تکرارېدونکې ده د لیبرالیزم د ناوکۍ څخه شرمېږی او په واقعیت او حقیقت اعتراف نکوی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *