صديق الله افغان کندهار
نن د ٢٠١٣ کال د جولاى د مياشتې ٢٧ ده، دا هغه ورځ ده، چي يوه بد بينه انسان دوه کاله وړاندي د کندهار څخه يوه اتل او مبازر شخصيت واخيست.
د وطن د ميني تږى او خدمتګاره څېره شهيد غلام حيدر حميدي در يادوم، چي د خپل مسوليت پر مهال يې په کندهار کي داسي کارونه وکړل، چي تر اوسه يې هر کندهارى په ليدلو او د هغه څخه په ګټي اخيستني شهيد ته د دعا لاسونه پورته کوي.
شهيد حميدي د کندهار يوه اتله څېره وه، هغه د نورو فاسدو چارواکو په څېر نه و، چي د نورو پر ځاى يې خپل ځان ته هرڅه غوښتل، بلکي هغه ددې هيواد د غم ځپلي او په ستونزو کي د ډوب کندهار چوپړ او ودانېدل غوښتل.
هغه که څه هم تر ډېره خپلو هيلو ته ونه رسېد،خو بيا يې هم د کندهار ښکلا څو برابره کړه، د هري سيمي او ګوښې اوسېدونکي يې د خدمتونو څخه برخمن کړل.
اوس د کندهار هر تن او هر سيمه د شهيد حميدي د کارونو ستاينه کوي، خو پر هغوئ ناترسو لعنت وايي،چي کندهاري ولس ته يې خپله بده څېره يو ځل بيا ښکاره او ددې ولايت يو رښتنى خدمتګار يې ورڅخه واخيست.
ښه مي ياد دي، يو وخت مي ورسره مرکه کول، زه ورته انتظار وم، چي د يوې پاکستانۍ کمپني مسولين راغلل او ښاروال ته يې وويل، چي موږ هغه سولر ( لمريز ) څراغونه ولګول او نور يې کار خلاص سو.
ښاروال ورسره غبرګه کړه، څو کاله مو موږ هيواد را برباد کړ اوس يې بيا بربادوئ، ما ستاسو لګېدلي څراغونه وليدل ژر يې خلاص کړى، ما ستاسو څراغونه نه دي پکار ، دومره بې کيفيته، خو زه سل دانۍ اخيستلاى سم.
باور وکړئ، هغه څراغونه يې بيرته په ليري کړل او بيا يې بل شرکت ته ورکړل، چي د ښه والي له امله يې اوس هم د کندهار تياره واټونه روښانه کړي دي.
دې ته ورته سلګونه خاطرې يې راسره دي، چي د واسطه بازانو، غاصبينو، زورواکانو، چارواکو او فسادو کارکوونکو ته يې په زغرده کولې.
هغه به د شپې او ورځي په ښار کي ګرځېده او د هرې ستونزي د ليدلو سره سم به يې اقدام کوي او جالبه لا داده، چي د ښاروالۍ عوايد يې د ماليې وزارت د عوايدو سره سم کړي وه، خو اوس ……
اى! ددې وطنه خدمتګاره، ستا روح لا اوس هم زموږ په ښار کي چوپړ وهي او د مغرضو کسانو په وړاندي مبارزه کوي، خو يوازي ته زموږ سره نه يې.
منم، چي اوس زموږ د ښار بڼه بدله سوې ده، چټليو او کثافاتو پر سر اخيستې ده، ځمکې د پخوا په شان غصبېږي، هرڅوک په خپل سر بې معياره ودانۍ جوړوي، ستا هغه کارکوونکي، چي په خپل کور يې لا د يو چا څخه د پيسو غوښتنه نه سواى کولاى اوس د ښار په هر چوک کي په عامه فساد کوي…… خو زموږ هيله بيا هم ستاسو په شان يو مبارزه ته ده، چي دغه ستړي او ستومانه ولس ته د ارامۍ ساه ورکړي.
خداي دي يي فردوس جنت په نصيب كري او زموز خلكو ته دي خداي د شه او بد توپير وروشيي
KHODAY DI WO BAKHSHY .Zma sara di talim aw tarbeye pa pohanzy ki hamsinfy wo.
خداي دي يي فردوس جنت په نصيب كري ا
I really appreciated his hard and forgettable work in Kandahar and we lost a very good person from Kandahar we will never have such honest and clean person in this position.
Jenat Naeem and Janat Perdost de pa naseeb se
سلام
الله دي يي وبخشي پر وطن مین او رښتنی کس و. خدمتونه يي د ستایلو وړ دي
په ویاړ دي یی داسی څه وسی چي نه هیریدونکی وي لکه د يوي سيمي نومول د ده ښاغلي په نوم باندي تر څو نور ځيني درس او پند واخلي
په درنښت
خدای پاک دی غلام حیدرحمیدی واقعا چی یو تکړه او دی اخلاص څخه ډک سړی وو دی خپلی وظیفی سره یی مینه لرله او په صداقت او ریښتینولی سره یی اجرا کوله الله دی ورته مغفرت او بښنه ورته وکړی