په افغانستان کې د جګړې په غلط منطق به بلاخره د جګړې ټول ښکېل اړخونه پوه شي. خو بدبختي داده چې دوی د دې جګړې په منطق له پوهېدو سره سره روانې جګړې ته دوام ورکوي.
افغانستان د جګړې جغرافیه نه ده او په کار ده چې دا جګړه د جګړې سیمې ته په هغو جنګیالیو پسې یوړل شي، چې امریکا او ناټو یې د افغانستان په کلیو او بانډو کې لټوي.
له تېرو یوولسو کلونو راهیسې نړۍ واله ټولنه د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ او القاعدې خلاف جګړه پيل کړې؛ خو لا تر اوسه نه یوازې دا چې جګړه پای ته ورسېږي، القاعده له منځه یوسي، بلکې لا پسې جګړه پراخېږي او روانه جګړه، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د اوږدې جګړې په نوم ثبت شوه. لا هم روښانه نه ده چې دغه جګړه به کله او د څومره نورو افغانانو په وژنې پای ته رسېږي.
افغان حکومت په وار وار له دې جګړې سره خپل مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې جګړه باید د وسله والو پر اصلي پټنځایونو او مرکزونو ترسره شي چې له پولې هاخوا دي. په تېرو یوولسو کلونو کې امریکا او نړۍ والې ټولنې د افغان حکومت دغه غوښتنې ونه منلې.
له یوولسو کلونو وروسته اوس یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي هم منلې چې امریکا او نړۍ والو ملاتړو یې په افغانستان کې سترې تېروتنې کړي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز زیاتوي، چې د امریکایانو تېروتنو په افغانستان کې ترهګرو فعالیتونو ته لار هوار کړې ده.
هغه له یوولسو کلونو وروسته په دې اعتراف وکړ، چې د ملکي افغانان د تویو شویو وینو د مخنیوي امکان شتون درلود، خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.
د دې خبرې مانا دا ده، چې په تېرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې جګړه ناسمه او ناحقه وه او باید دغه جګړه د پاکستان په خاوره ترسره شوې وای، چېرې چې وسله وال ملاتړي لري، روزونکي،روزنځایونه، مرکزونه او اوږدمهاله اډې لري.
هغه ویلي، په افغانستان کې د امریکا تېروتنې لامل شوې، چې ماته خوړلي طالبان جګړې ته نوې ساه واخلي او بېرته په افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده وساتي.
نوموړي دغه راز، د هغو طالبانو په نه پخلا کولو کې هم په امریکا نیوکه کړې، چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې له افغانستانه پاکستان ته ستانه شوي ول او د سولې خبرو ته یې لېوالتیا درلوده.
اوس هم افغان حکومت په ډېر عقلانیت سره د ډابنز دې خبرو ته غبرګون ښودلی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویلي، تر ټولو ستره تېروتنه په غلط ادرس کې د ترهګرۍ د جګړې ترسره کېدل و.
د دغو تېروتنو په پایله کې زرګونه بېګناه افغانان ووژل شو، راتلونکی نسل له رواني او فزیکي پلوه زیانمن شو، له ودانیزې او پرمختیايي چارو بې برخې شول، کورونه یې وران شول، ښوونځي یې په بمونو والوځول شول او نېږدې ټوله هستي یې نیستي شوه.
اوس باید دا پوښتنه له چا وشي، چې د دومره افغانانو د وژنو، وینو تویولو، ورانیو او نورو ویجاړونو مسوولیت د چا په غاړه دی؟ اوس څوک شته چې له امریکا او نړۍوال اېتلاف نه د دغو تېروتنو په پایله کې د رامنځته شویو تلفاتو په اړه حساب وغواړي؟
د دې جګړې په اړه د ولسمشر کرزي او د هغه د حکومت دريځ عقلاني او پر ځای و او امریکا باید له ډېر وړاندې دغه دريځ اورېدلی وای او د افغانانو د کلیو او بانډو پر ځای یې جګړه له کرښې هاخوا وړې وای.
سره له دې چې امریکا د نړۍ په کچه له پرمختللو ټېکنالوژیکي وسایلو برخمنه ده او په خورا اسانۍ کولای شي، چې د افغانستان روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؛ مګر د دې جګړې د اوږدېدو یو لامل همدا دی چې د جګړې په اصلي محور یې تمرکز نه دی کړی او جګړه یې په فرعي لارو سمه کړې ده.
په ۲۰۰۹ کال کې هماغه مهال چې ښاغلي اوباما غوښتل د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا پر ستراتېژۍ له سره غور وکړي، زما په شمول ګڼو افغانانو دا وړاندیز وکړ چې په دې ستراتېژۍ کې دې د جګړې په ريښو تمرکز وشي یا په بله مانا، جګړه دې د افغانستان له جغرافیې هغو سیمو ته یوړل شي، چې جګړې ترې سر راپورته کړی دی او نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې ده.
مګر په تاسف سره چې ولسمشر اوباما د افغان حکومت او افغان ملت په ګډون د ګڼو کورنیو او نړۍ والو شنناندو دا نظر له پامه وغورځاوه او افغانستان ته یې د دېرش زره نورو پوځیانو د استولو پرېکړه وکړه.
اوس چې امریکا غواړي له افغانستانه ووځي او جګړه د افغان پوځیانو په اوږه ور واچوي دا به په حقیقت کې له مسوولیت تېښته وي. دا به عادلانه نه وي چې د امریکا له لوري پیل شوې جګړه دې افغان تنکی پوځ پای ته ورسوي.
اوس امریکا یو ښه انتخاب په مخ کې لري او دا هماغه انتخاب دی چې افغان حکومت یې له تېرو څو کلونو راهیسې په وار وار امریکا ته وړاندیز کاوه، چې هغه له پولې پورې خوا د وسله والو خلاف د جګړې پیلول او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول دي.
که چېرې امریکا جګړه د افغانستان له خاورې له کرښې هاخوا د وسله والو پر اصلي پټنځایونو متمرکزه کړي او د پاکستان پر استخباراتي شبکو فشار راوړي، چې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي، له شک پرته چې پیل شوې جګړه به ختمه او وسله وال به له منځه لاړ شي. تر هغې چې په دې انتخاب فکر ونشي او د ولسمشر اوباما پر مېز د وسله والو پر اصلي مرکزونو د جګړې طرحه په لومړیتوب کې ونه نیول شي، د روانې جګړې پای ته رسېدل او د امریکا د تېروتنو مخنیوی به ناممکنه وي.
ډیر په زړه پوری مطا لب فر یدون جان لیکلی هیله کوم چه هر لیدونکی ورته متواجه او تبصره ولیکی.