د حزب وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق چې د ملي جبهې له مخکښو غړو څخه و،په یوه لیکنه کې پخپله پردې اعتراف کړی چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو د برخلیک په اړه یې له ځینو بهرنیو هېوادونو سره خبرې کړي دي.

په ټاکنو کې بهرنۍ مداخله هغه مسله ده چې تېرځل یې هم د موجودیت ادعا ولسمشریزې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستې وې.

له هغې وروسته ولسمشرکرزي په ځلونو،ځلونو ژمنه ورکړې چې په ټاکنو کې به د بهرنۍ مداخلې مخه په کلکه نیسي.

د محقق اعتراف

حاجي محمد محقق چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند پرسریې د خپلې اړوندې سیاسي ډلې ملي جبهې له غړو سره تراختلاف وروسته له دغې ډلې سره اړیکې ترینګلې او پریو بل د درنو تورونو ترلګولو پورې رسیدلي،پخپله یوه لیکنه کې اعتراف کړی دی،چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل دریځ ټاکلو په اړه یې له ځینو بهرنیو هېوادونو سره مشوره کړې ده.

محقق دا لیکنه د خپل یوه مخکیني سیاسي ملګري ډاکټریاسا د یوې لیکنې په ځواب کې لیکلې ده.

یاسا چې د افغانستان په نوم د یوې ورځپاڼې د امتیاز څښتن دی،د تېرکال یوماخوستن هغه وخت په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو ونیوه،چې د پاکستان له سفارته د راوتلو په حال کې و.

پریاسا تور پورې شوی و،چې پاکستان ته جاسوسي کوي،خو دغه تور د ملي جبهې سیاسي ډلې او په ځانګړي ډول د محقق له توند غبرګون سره مخ شو.

وېل کیږي،چې یاسا د محقق په فشار له بنده خوشې او خپل عادي ژوند ته مخ واړوه.

یاسا په یوه لیکنه کې چې څلور وړیا مشورې یې سرلیک و،د محقق په ګډون ډاکټرعبدالله،جنرال دوستم او عطامحمد نور ته په راتلونکو ټاکنو کې د یو لاس کیدو مشورې او په دې اړه خپل دلایل لیکلي وو.

د دې لیکنې په ځواب کې محقق د  ولسمشرۍ د دویمې مرستیالۍ په بیه له عبدالله څخه د خپل ملاتړ دلایل بیان کړي او هم یې د خپلې ډلې د مشر احمدضیا مسعود له ولسمشریزې نوماندۍ څخه د نه ملاتړ خبره روښانه کړې.

محقق په ځغرده لیکلي،چې ضیامسعود په هېواد دننه د نه ملاتړ لرلو ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو لخوا هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته د منلو وړ نه دی او ده ته دا مسله له ځینو بهرنیو هېوادونو سره د مشورو پروخت روښانه شوې ده.

یو بل نوی تور

محقق پخپله لیکنه کې د ملي امنیت پخوانی رېس او د ملي جبهې سیاسي ډلې غړی امرالله صالح تورن کړی،چې ولسي ملاتړ او استعداد نه لري او د شخصي ګټو لپاره یې ولسمشرۍ ته د ضیا مسعود د کاندیدولو هڅې کوي.

صالح د محقق د لیکنې په ځوابیه لیکنه کې ویلي،چې محقق د  یوې استخباراتی شبکې له پیسو څخه د خپل تلویزون(چې اشاره یې راه فردا تلویزون ته ده)انتنونه لګولي او د بلې استخباراتي شبکې پرپیسو د دې تلویزون کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.

صالح که څه هم د ملي امنیت د مخکیني مشر په توګه د دې ادعا او پروړاندې یې د نه اقدام له کبله  ترسوال لاندې راخي،خو دا خبره یې بې وزنه نه ښکاري.

ځکه که یو څوک له بهرنیو هېوادونو څخه مستقیمې نامشروع مرستې ترلاسه نه کړي،د ځان سیاسي لیډر ګڼلو باوجود کله هم دې ته غاړه نه ږدي،چې د خپلو مهمو سیاسي پریکړو په اړه له بهرنیانو څخه پخپله اصطلاح مشوره او په واقعیت کې توصیه او حکم ترلاسه کړي.

د پلټنو اړتیا

افغان حکومت او په خاص ډول لویه څارنوالي او امنیتي ادارې مسولیت لري،چې له ښاغلي محقق او نورو هغو کسانو څخه چې په راتلونکو ټاکنو او نورو برخو کې بهرنیانو ته د خدمت او لاسپوڅۍ هڅه او عمل یې کړی،باید زر معلوم او تر پلټنو لاندې راولي.

دا کار که څه هم کیدای شي ستونزمن او ناندرۍ زیږونکی وي،خو افغان حکومت باید هېرنه کړي چې پردغسې لویو خیانتونو سترګې پټونکی جرم یې د واک په لنډه باقي پاتې موده کې جبرانیدای او راتلونکي  ته یې په ډېره ګټه تمامیږي.

 دا پلټنې او ورپسې نورجدي قانوني اقدامت  له دې کبله هم خورا اړین دي،چې د دغسې بدکردارو څېرو ترشا د افغانستان د ځپلو بهرني لاسونه هم افغان ولس ته لاڅرګند او مستند شي.

له ښاغلي محقق او ملي جبهې غړو نه په ځانګړې توګه د افغانستان د فیډرالي کیدو هڅې ته د لمسونکو بهرنیو کړیو پلټنه ډېره ضرور ده،ځکه دا هڅه په اوس شرایطو کې د افغانستان د تجزیې ارمان پالونکې او زمینه سازونکې ګڼل شوې.

6 thoughts on “د حاجي محقق یو مستند جرم/ ارشاد رغاند”
  1. د خیانیو څهرو په مقابل کی ملی او وطن دوسته قوتونه باید سره منسجم او متحد شی.
    که څه هم دوکتور عبدالله د باندینیو چارو وزارت د تصدی په وخت کی داسی کوم کار او خدمت نه دی کړی چی د افغانستان خلک پری وویاړی او د وزارت کورنی او باندینی مامورین یی ټول له خپلو خپلوانو او پنجشیریانو ډک کړ او تر نن پوری هغوی په خپل ځای پاته دی ، نو له دی کبله د هغه د ولسمشری نه هم د خدمت یوه زره توقع نشی کیدای او دهغه دوره به هم زمونږ د تاریخ یوه ډیره کرکجنه او له سرو وینو د بهیدو ، نفرت ، بد بینی او نقاق اچولو نه بل څه نه وی ، خو زمونږ افسوس په دی دی چی هغه به د منفورو ، خاینو، ابن الوقت او اپرچونست ، قوم ګرا او فاشستو کسانو لکه محقق چی د هغه جاسوسی لا پخوا د افغانستان ولس ته معلومه وه او په زغرده یی د وطن دوستو افغانانو تر منځ د نفاق او بدبینی تخمونه کرلی او د خپل پاکستانی معاون – علی یاسا په مشوره او لارښوونه به خپلو شومو اهدافو ته د رسیدولو په لار کی د دوکتور عبدالله له سمتی او په احتمالی بیواکه ولسمشری دوره کی خلاص لاس ولری.
    د وکتور عبدالله د کمپاین په مقابل کی زمونږ ازبکو ، ترکمنو ،ایماقو ، نورستانیو او نورو هیواد والو ته باید ډیره جدی پاملرنه وشی.
    د افغانستان ټول وطن دوست ، مسلمان ، مجاهد ، دموکرات او اصیل بچیان باید د خاینینو د ټولو هلو ځلو مخ نیوی وکړی او په ټول توان سره د هغوی د شومو اعمالو د کولو نه مخکی له مخکی جلوګیری وکړی او که نه سبا به ډیره ناوخته اوبیا به ارمان کول هیڅ ګټه ونه لری.

  2. دا ټول ته جوته ده چی په افغانستان کی په اوس وحت کی یو هم حپلواک ندی او که شته هغوی په کورونو شخصی کاروبار یا دوکانداری کوی او تورونه او تهمتونه چی مونږ یی پر چا ټاپه کوو باید ټول دی وښودل شی نه یو افراد که مونږ یو ته ګوته نیسو نوری خپل ځان ته مو نیولی وی لیکن مونږ پری سترګی پټوو بهتره خبره داده چی تاویل او ماویل پریدو د هیواد په اړه فکروکړو نه داچی تبلیغا توته زور ورکړ و

  3. محقق صحیح سړی دی، د خدای مخ ته ګور دا نژاد پرستی او قام پرستی پریږدی. د افغانستان ملی وحدت ته زور وکړی . مونژ ته کوم پښتون خدمت کړی دی؟ مګر زه متطمین یم چی محقق هم هزاره ګانو ته خدمت کوی او هم پښتانه ته،

  4. هههه

    وای اوښ څه پوښتنه وشوه چه دا غاه د ولی کږه ده
    اوښ وویل ښه نو ه ووایه کوم ځایم برابر دی؟

    په مرتد حکومت کښی د مجوسی مشریک ماکیک ګډون یا د لوط شوی امرالله جان
    سیاست او بازی کمه د حیرانتیا خبره ما ته نه ښکاری دا خو هم داسی دای او وی به

    هغه ښاغلی چه ځان ښاغلی بولی ددوی د یعنی د لوط شوی او مجوس ماکیک په اړه څه موثر
    او څه بریالی موخه لری یا څه لاس ته راوړنه ؟

    او که نلری نو زما په نظر چپه خله بهتره ده

    ګوندی زما لیونی مسافر منزل رانژدی شی بیا به د لوطی او مجوسی نه یوه وړه غوندی
    نازکه او په ناز پوښتنه وکړم چه لوطی جانه تا اول د ځان د ډیر محرم ځای سره خیانت ولی کړی؟
    او مجوسی څخه ښایی لږ پوښتنی زیاتی شی

    په درناوی

ځواب ورکول عبد الخالق له نورستان نه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *