د حزب اسلامي د مرکچي هیئت غړي ولسمشر ته پګړۍ ورپه سروي

تاند – نن مازدیګر په کابل کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون له لاسلیکولو څخه وروسته د حزب اسلامي استازي هیئت ولسمشرغني ته د درناوي پګړۍ ور په سر کړه.

په دې هکله د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې په پیل کې د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو پلاوي مشر انجنیر محمد امین کریم له ولسمشر څخه مننه وکړه او ویې ویل، د سولې د تامین په برخه کې ستاسو اراده، حوصله او استقامت د دغو مذاکراتو د بریا لامل شو، او زیاته یې کړه چې د خدای تعالی په مرسته او د سولې پر حقانیت ستاسو د باور له برکته نن د افغانستان خلک او نړیوال د سولې د توافقنامې د لاسلیک د دغې لوی لاسته راوړنې شاهدان دي او نورو وسله والو مخالفینو ته هم د سولې د امید دروازې پرانیستل کېږي.

ولسمشر ته د پګړۍ په سرولو د غونډې برخه وال
ولسمشر ته د پګړۍ په سرولو د غونډې برخه وال

انجنیر محمد امین کریم وویل، د نظام د ملاتړ، د هېواد د دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیاریو، او زیاته یې کړه چې د سولې د دې هوکړې له انفاذ وروسته به ژر تر ژره د هېواد پلازمېنې ته د حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د راتګ زمینه برابره شي.

اعلامیه لیکي چې، بیا د اسلامي حزب د سیاسي برخې مسوول ډاکټر غیرت بهیر ولسمشرغني او ټول افغان ملت ته د سولې د بریالیو مذاکراتو د لویې لاسته راوړنې د بریا مبارکي وویله. هغه ولسمشر ته په خطاب کې وویل، د سولې د تامین په برخه کې دکوښښونو له امله به تاریخ ستاسو نوم په زرینو کرښو ولیکي.

ډاکټر بهیرزیاته کړه، د سولې پروسه اسانه او ساده پروسه نه ده، خو د هېواد د ولسمشر او د حزب اسلامي د مشر د مدبرانه لارښوونو له برکته په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدله. هغه هیله وښوده چې د سولې د مذاکراتو دغه لاسلیک شوې توافقنامه به ژر تر ژره عملي بڼه غوره کړي.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې د دوی له وینا او څرګندونو څخه وروسته ولسمشرغني وویل، د الله تعالی شکر ادا کوم چې کلونه وروسته په هېواد کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل. هغه د سولې عالي شورا او په ځانګړي ډول د پیرسیداحمد ګیلاني او د حزب اسلامي د سولې د مذاکراتو پلاوي او ټولو هغو شخصیتونو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ګټور ګامونه واخیستل.

د حزب د مرکچي هیئت غړي انجنیر امین کریم او ډاکټر غیرت بهیر له ولسمشر سره ستړي مه شي کوي
د حزب د مرکچي هیئت غړي انجنیر امین کریم او ډاکټر غیرت بهیر له ولسمشر سره ستړي مه شي کوي

اعلامیه د ولسمشر غني له خولې لیکي چې نیت او اراده د پرمختګ اساس تشکیلوي او نن به حزب اسلامي او د افغانستان ملت ته دا ثابته شوې وي چې د سولې په برخه کې زما نیت محکم دی.

ولسمشر غني وویل چې، د هېواد د ولسمشر په توګه یې دا اسلامي او ملي دنده ده چې په افغانستان کې د قانوني او باعزته سولې د تامین لپاره عملي هلې ځلې او اقدامات وکړي. هغه ژر تر ژره د حکمتیار د راتګ هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې هر حزب چې په ولسواکیزه، سوله ییزه او منسجمه توګه صحنې ته داخلېږي، نو سیاسي هندسې ته مثبت بدلون ورکوي.

ویل کیږي چې د دغې کتنې په پای کې د حزب اسلامي د سولې پلاوي مشرتابه او د حزب اسلامي نورو غړو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د سولې په برخه کې د هغه د هڅو له امله د فضیلت او عزت پګړۍ ور په سر کړه.

5 thoughts on “د حزب اسلامي استازو ولسمشر غني ته د درناوي پګړۍ ورپه سر کړه”
  1. زما خو شخصا مجاهدینو سره چندان جوړه نه ده، خو دا وایم چې دی شیطانانو دولت لا مخکی په لاس کې دی
    که مونږ عبدالله او محقق او نور وحشیان بښلای شو او که د جنایتکارانو نه اتل جوړولای شو نو ولی حکمتیار نه شو بښلای
    هر وخت چې دا نور لنډه غران محاکمه شول نو بیا دې حکمتیار هم محاکمه شی.
    د حکمتیار راتګ یو ښه والی به دا وي چو نور نو د پنجشیر لنډه غران به په خپل ځایونو کې کښینوی، او دوئ به بیا دومره جراات و نه لري چې پښتانه په سپکه یاده کړی

  2. الْحَمْدُ لِلَّهِ ډير دي خوشهالي خبر ده کډي خو هسي هم دراوني دي افغانستان ته خو وس ضرور درزو ځکي چي زمونږ مشر درزي صلح به راشي وطن به اباد شي

  3. ولس باید دحکمتیار سره کلک ودریژی ترڅو خپل اودملک عزت اواستقلال ترلاسه کړو
    هغه دقتل اوقتال خبری په تولوافغانو لیدرانو کی شته/خوپه حکمتیار کی جدیت اودلیدرشیپ تفوق ډیر مهم دی چی زمونژ ولس ضرورت ورته لری

ځواب ورکول haider ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *