بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

له لانجمنو او تقلب ډكو انتخاباتو؛ د راولاړ شوي بحران په اړه د حزب اسلامي دريځ او د حل طرحه:

• د بهرنيو ځواكونو وروستيو اظهاراتو، اقداماتو او اعترافاتو ته پام سره په قاطع توگه ويلى شو چي دوى په ټولو سياسي، نظامي، اجتماعي او اقتصادي برخو كي له بشپړي ناكامي سره مخامخ شوي او زموږ په هېواد كي ئې ستري ستري ستونزي او بحرانونه زېږولي دي. انتخابات يو له هغو مواردو وو چي د پراخ او شرمناك تقلب او مغرضانه لاسوهنو له كبله د بحران د مزيد تشديد باعث شول، د دې پر ځاى چي د بحران په حل كي زموږ مرسته وكړي او په نتيجه كي ئې يو ځواكمن، د ولس له حمايت برخمن مقتدر حكومت رامنځته شي او ټول لوري ئې له ځنډ پرته نتائج ومني.

• نن له يوې خوا متحده ايالات له وسله والو طالبانو سره نه يوازي د خپلو مخكنيو مغرورانه دريځونو خلاف مذاكرات پيل كړي او پر يوې معاهدې ئې تعهد او لاسليك كړى بلكي د خپلو ځواكونو د بشپړ ايستلو ژمنه او د دوى په لاس د تپل شوي حكومت پر ځاى د مصالحې په پايله كي د يوه نوي حكومت د رامنځته كېدو خبره كوي!! بلي خوا ته د جان كېري د مخكنۍ خونړۍ تجربې د تكرار هڅه كوي؛ يو ځل بيا د ارگ او سپېدار تر منځ؛ بل سهامي شركت جوړول غواړي، دا په داسي حال كي چي د وحدت ملي حكومت په اړه ئې تل ويلي: د نړۍ تر ټولو زيات مفسد حكومت؛ د كابل وحدت ملي حكومت دئ!!! د همدغو متخاصمو ټوليو په اړه وايي: دوه وړې ډلي؛ د ځان غوښتني له امله؛ لگيا دي بحران ته لمن وهي، په حكومت كي د لويي برخي ترلاسه كولو پر سر چنې وهي؛ په داسي حال كي چي د دې حكومت عمر ډېر لنډ دئ!!

• امريكا د ارگ او سپېدار تر منځ؛ د مصالحې تر نامه لاندي د اقتدار د وېش هڅي كوي؛ په داسي حال كي چي دوى بايد د جگړې د ختمولو هڅه كړې وى، ارگ ته ئې ويلي وى چي د حزب اسلامي او طالبانو بنديان آزاد كړي، د ټولو اغېزمنو لوريو په مشوره او توافق د سولي عالي شورى جوړه كړي، د مذاكرې هيئت جوړ او بين الافغاني مذاكرات پيل كړي او د سولي په وړاندي ټول پراته خنډونه له منځه يوسي!!

• موږ د اقتدار د وېش معامله نه يوازي په دې بد وضعيت كي يوه غيراصولي، د قانون او د ملت د ارادې خلاف لوبه گڼو؛ بلكي تل ئې مخالفت كوو، دا يوه گنده لوبه او له ملت او د هغه له رأيي سره خيانت دئ، دا د ملت حق دئ چي د خپل زعامت په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي، د اقتدار په دائره كي د هر چا او هري ډلي موقعيت او مقام بايد د ملت له لوري او د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري وټاكل شي، نه دا چي بهرنيان؛ تر يوه او بل نامه او بهانې لاندي؛ د اقتدار د وېش پرېكړه وكړي او فرمان صادر كړي چي څوك بايد چېري ودرېږي او د اقتدار كومه برخه ترلاسه كړي!! دا د افغان سرلوړي ولس او د هغوى د آزادي ارادې سپكاوى او تحقير دئ، له آزاد قوم سره نه ښايي؛ يوازي له غلامانو سره ښايي!!

• د راولاړ شوي بحران د حل لپاره او دې ته په پام سره چي سوله راتلونكې ده، بهرني ځواكونه له وتلو پرته بل بديل او انتخاب نه لري، په راتلونكو څو مياشتو كي به حتماً پر يوه نوي حكومت توافق كېږي، دولت او په دولت كي شامل او ترې بهر سياسي گوندونه بايد خپل دريځونه توحيد كړي او له واحد دريځ او معقولي طرحي سره په بين الافغاني مذاكراتو كي برخه واخلي، موږ نورو لوريو ته وړانديز وكړ چي اوسنى حكومت دي تر هغه پاته وي چي د مذاكراتو په ترڅ كي پر بل حكومت توافق وشي، نه د مشاركت غوښتنه وكړو او نه د مخكني ملي وحدت حكومت د دوام او اعادې مطالبه، فقط څو شرائط وړاندي كړو:
• څلور مجموعې (دولت ساز، سوله او اسلامي عدالت، ثبات او همپالنه او د مخكني جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي او محمد حنيف اتمر مجموعه) دي؛ پر داسي شورى توافق وكړي چي په همدې مودې كي به د سولي په شمول د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط د تصميم او پرېكړي وروستۍ مرجع وي، پرېكړي به ئې په اجماع او اتفاق سره وي او هېڅوك به ئې د ويتو كولو حق نه لري.
• د مصالحې عالي شورى دي رامنځته شي چي د سولې اړوند ټولو مسائلو كي به د وروستۍ پرېكړي بشپړ صلاحيت لري، همدا شورى به د سولي طرحه جوړوي، د ټولو اغېزمنو لوريو دريځونه به توحيدوي، زموږ مطالبات او سرې كرښي به مشخص كوي، د سولي هيئت، تركيب او صلاحيتونه او وظائف به ئې ټاكي او تر پايه به د سولي د بهير مديريت كوي. موږ دريو لوريو (سوله او اسلامي عدالت، ثبات او همپالنه او مخكني جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي) له دې طرحي سره توافق وكړ او له خپل توافق مو ټول كورني او بهرني لوري خبر كړل!! زموږ په وروستۍ غونډي كي هم دا خبره يو ځل بيا ياده شوه او وويل شول چي كه دولت ساز ټيم له دې طرحي سره توافق وكړي نو موږ پر خپل قول ولاړ يو او په دې توگه لانجه پاى ته رسي.
• هيله مو دا ده چي په دې حساس پړاو كي هېڅ لورى داسي دريځ او تگلاره غوره نه كړي چي د بحران د مزيد تشديد باعث شي، د كرسيو پر سر نزاع؛ ډېره بدرنگه لوبه ده؛ هغه هم په داسي حال كي چي د دې حكومت د دوام په اړه هېڅ تضمين نشته؛ د امريكا او طالبانو تر منځ په معاهدې كي هم په څرگندو الفاظو د نوي حكومت يادونه شوې.
• خپلواك او سرلوړي افغانان به هېڅکله دا ونه مني چي نظام او څرنگوالى ئې د بهرنيو په خوښه او د معامله گريو له لاري جوړ او پر ملت تحميل شي، د تېرو څلورو لسيزو خونړيو او ناكامو تجربو همدا ثابته كړه، نه شوروي اتحاد وتوانېدو خپل لاسپوڅي حكومتونه پر سرلوړو او آزدي غوښتونكو افغانانو تحميل كړي او نه ناټو وتوانېده!!
• دا ستونزي ټولي د امريكا د غلطو، بدمرغو او بدموخو سياستونو طبيعي پايلي دي؛ امريكا ونه غوښتل؛ شفاف انتخابات ترسره شي او افغان ولس پرېږدي چي د خپلي خوښي قيادت او نظام رامنځته كړي، انتخاباتي لوبه ئې داسي تنظيم كړه چي له حزب اسلامي انتقام واخلي، رأيي ئې غلا كړې، د درملوگ كمپنۍ او د انتخاباتو كميسيون ئې اړ كړل چي د زرگونو محلونو رأيي، اسناد، مدارك او بايومترك وسائل غلا او تري تم كړي او نتائج داسي راوباسي چي همغه ډلي په تقلبي رأيو د لوبي گټونكي معرفي كړي چي نن ئې وړې وړې ډلي گڼي او د ستونزو عامل ئې بولي. جنابانو! دغه چي نن ئې په وړوكتوب او قدرت غوښتني تورنوئ؛ تاسو د قدرت پر گدۍ كښېنولي او د همدوى لپاره مو تر يو مليون زيات افغانان وژلي!!
• موږ د هغو پر حال هم تأسف كوو چي سخت وارخطا دي او وايي: د دوو رقيبو دولتي ډلو د ناندريو او اختلافاتو له كبله امريكا گواښ كړى چي خپلي مرستي كموي او خپل ځواكونه له افغانستان باسي!! په داسي حال كي چي دغو ځواكونو او مرستو د افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو پرته بله هېڅ نتيجه نه درلوده، هر شريف او خپل ‌هېواد او ولس ته ژمن افغان بايد د جگړې او د هغې د عواملو د پاى ته رسېدو تمنا وكړي او د اشغالگرو ځواكونو د وتلو هره پرېكړه او پيغام ئې بايد د خوښي باعث شي نه د خفگان او اندېښنې باعث!!

حزب اسلامي افغانستان

د ۱۳۹۹ د حمل ۲۵مه

One thought on “د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه”
  1. ښاغلی ګلبدین خان نه د دین شو نه د سادین شو، نه د خلکو نه د اولسونو، نه مجاهد، نه طالب، نه خلقی نه پرچمی او نه عالم او نه معلم او نه ملاشو. یا په بل عبارت دغه سړی نه مسبت دی او نه منفی همیشه په خنثی حالت کی دی، او په دې ورځو کی تری هم خپل تښتی او هم پردی، لکه خلک چه د اوسنی اوبا یا وایروس څخه تښتی.
    دا ولی؟ دا ځکه چه د غه مغروره او کبرجن سړی د پیښور د شمشتو څخه شروع تر اوسه افغانستان په وینو کی ولړلو، همدا اوس ښاغلی اولسمشر غنی چه د عبدالله سره په کوم غم اخته دی دا هم دګلبدین د لاسه ځکه د دیی ټولو لوبو اساس د ګلبدین څخه شروع شویدی، د دغو ټولو غمیزو او ناخوالو بنسټ د ګل بین څخه شروع شوی دی.
    افغانان نور د ګل بین په تشو اعلامو، خبرو او لیکنو نه غولیږی.

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *