حکمتیار

۱۳۹۶/جوزا/۸

په دغه کتنه کې چې د حزب اسلامي د امیر په کور کې وشوه د اندونیزیا سفیر او د حزب اسلامي امیر د افغانستان او سیمې په اړه خبرې وکړې. مجلس د قران عظیم الشأن په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شو، د تلاوت په پای کې د اندونیزیا سفیر وویل چې د قران مجید په اورېدو او قرائت سره د مسلمان زړه ډاډمنېږي او دا هغه څه دي چې یوازې مسلمانان ترې برخمن کېږي. د مسلمانانو توګه باید د الله تعالیٰ شکر ادا کړو، پر مصیبتونو صبر وکړو او د ستونزو حل یوازې الله تعالیٰ وګڼو.

د حزب اسلامي امیر وویل، اندونیزیا د اسلام په تاریخ کې او په اسلامي امت کې ځانګړی معنوي ځای لري، ما په ۱۹۹۰ یمو میلادي کلونو کې اندونیزیا ته سفر کړی و. د ولسمشر سوهارتو وخت و، په پلازمینه جاکارتا کې د استقلال په لوی جومات کې مې وینا او لمونځ وکړ، ډېرې خوږې خاطرې ترې لرم. موږ او تاسو د یوې کښتۍ سپاره یو، برخلیک او هدف مو ګډ دی. د زړه له تله درنه مننه کوو چې د افغانستان او د هغه د ځورېدلو خلکو سره خواخوږي لرئ. هیله ده زموږ په هېواد کې دا تپل شوې جګړه پای ته ورسېږي.

د اندونیزیا سفر وویل، موږ تاسو او ټول مسلمان امت په معنوي لحاظ یو ملت یو، موږ تل غواړو چې د خپلو نورو مسلمانانو وروڼو سره په هره برخه کې مرستې وکړو او ټینګې اړیکې ولرو. موږ او تاسو الحمدلله ډیر مشترکات لرو، د همکارۍ او ګډ کار لپاره چمتو یو.

د حزب اسلامي امیر وویل، موږ ته ستاسو معنوي حمایت کافي دی. لکه څرنګه چې د شوروي یرغل پر وخت د نړۍ مسلمانانو افغانانو ته دعاوې کولې او الله عزوجل پر افغان مظلوم ولس ورحمېده، که د اندونیزیا په جوماتونو کې د افغانانو لپاره رب ته دعاوې وشي دا زموږه لپاره لویه مرسته ده.

زموږ مقصد د روانې جګړې ختمول دي، جنګ زموږ څخه هر څه وتروړل، فقر، ناامني، بې وزلي او ټولنیزې ستونزې یې زموږ پر ملت حاکمې کړې. له بده مرغه دا جنګ له بهره زموږ پر ولس تپل شوی دی، زموږ په ولس کې هېڅوک جنګ نه غواړي، ولس مو له جګړې ستومانه دی، موږ لس کاله له شوروي ځواکونو سره په جنګ کې وو، په لسو کلونو کې یې زموږ یو نیم میلیون هېوادوال شهیدان کړل، شپږ میلیونه یې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته مهاجر کړل، تقریبأ ټول هېواد یې را ته وران کړ، له نېکه مرغه زموږ مؤمن او په دین او وطن مین هېوادوال په معجزوي ډول په دغه لویه معرکه کې بریالي شول، له بده مرغه جنګ ختم نه شو، اسلامي نظام ته د رسېدو په درشل کې وو چې یو شمېر کورنیو او بهرنیو دسیسو پر دې لاره کې خنډونه واچول، په مختلفو نومونو جنګ دوام وکړ تر دې چې ناټو او امریکا ته په میراث پاتې شو، په دې جنګ کې هم دری لکه افغانان شهیدان شول،  دا جنګ هم ان شاالله پای ته نیږدې شوی دی، هیله من یو چې موږ ددې جګړې لپاره د خپلو اخلاصمنو دوستانو په مرسته یو افغاني حل پیدا کړو، جګړه نوره پای ته ورسیږي او داسې ورځ راورسېږي چې موږه په ګډه بهرنیو ځواکونو ته ووایو چې نور ستاسو پاتې کېدو ته اړتیا نشته.

د اندونیزیا سفیر وویل، کامیابي او ناکامي دواړه د الله عزوجل ازموینې دي، پوهېږو چې په افغان ولس دا څلوېښت کاله جګړه روانه ده، ډېر ځورېدلی دی، خو مطمئن اوسئ هر څومره چې یو مسلمان ملت وځورېږي او صبر پرې وکړي؛ پایله یې ښه او مثبته وي، ان شاالله تاسو ته به الله عزوجل د سولې، ارامۍ او سوکالۍ اوږدمهاله نعمتونه درکړي، تاسو به په نړۍ کې یو ځواکمن او یو موټی ملت وپېژندل شئ او هېڅ تېري کوونکی به ستاسو په وړاندې د تېري جرئت ونه لري.

د حزب اسلامي امیر وویل، یقینأ چې د هرې تیاري وروسته رڼا راځي، موږ الحمدلله راتلونکي ته هیله من یو، پر خپلې بریا کې شک هم نه لرو، موږ له شوروي ځواکونو لوی جنګ وګټلو، هېچا دا ګمان نه کاوه چې شوروي ځواکونه به په افغانستان کې ماتې وخوري، دا هر څه د عقیدې، ایمان او صبر برکت و، د دې جګړې پر ګټلو او رښتینې سولې ته رسېدو باندې هم پوره ډاډمن یو.

د اندونیزیا سفیر د مجلس په پای کې اسلامي امت ته په ځانګړي ډول په ستونزو کې را ګیر افغان ولس ته په ولاړه له دیني او اسلامي ولولو او احساساتو ډکه د نېکمرغۍ دعا وکړه.

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه

One thought on “د حزب اسلامي امیر په کابل کې د اندونیزیا له سفیر سره وکتل”
  1. د دوه وروڼو د اخوت په فضا او احساس کی ډیر خوږ او د ایمانداری نه ډک بحث ډیر اخلاص زیږوونکی او د اسلامی ورورولی درسونه لری چی الله رب العزت او مؤمنان ورباندی خوشحالیږی او اطمینان زیاتیږی .
    الله رب العزت دی زموږ امرا ،علما او ټول امت ،اخوت او د مسلمان قدر پیژندنی ته هدایت او ټول فی سبیل الله په مرصوص صف کی محکم راټول او د دنیا او آخرت عزتونه ورکړی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *