تاند- د حزب اسلامي شورا په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ

د حزب اسلامي شورا اتحاد، چې مشري یې وحید الله سباوون کوي، نن/جمعه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتي په دوهم پړاو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د شورا مشر الحاج وحیدالله سباوون وویل، د حزب اسلامي اتحاد شورا به، چې پنځه سیاسي ګوندونه او ۱۴ شوراګانې پکې شاملې دي، په دوهم ځلي انتخاباتو کې د ډاکتر غني ملاتړ وکړي.

1

سباوون وویل، یوازې ډاکتر غني په افغانستان کې داسي اغېزمن اصلاحات راوستلی شي چې په نتیجه کې یې په هیواد کې سوله او یووالی رامنځته کېږي.

د حزب اسلامي یوه بل مشر قاضي محمد امین وقاد وویل، دوی پرېکړه کړې چې د ډاکتر غني ملاتړ وکړي ځکه چې نوموړی تر ټولو مناسب کاندید دی چې هیواد ساتلی شي.

قاضي وقاد وویل، د حزب اسلامي شورا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ځان ژمن بولي او د ملي یووالي لپاره د ډاکتر غني ترڅنګ درېږي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي د حزب اسلامي د شورا د پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل:«نن یوه تاریخي ورځ ده ځکه چې د ملي وفاق د خوب لور ته پر مخ روان یوو.»

ښاغلي غني له خپلو مخالفانو وغوښتل چې د ده له ټیم سره لاس یو کړي، ملي یووالی وساتي او مثبتې سیالۍ ته لار اواره کړي.

0 thoughts on “د حزب اسلامي شورا په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ”
  1. دا ډېر نیک او پر ځای اقدام دئ ، مونږ د حزب اسلامي دې حرکت ته د قدر په سترګو ګورو اود لوی خدای په دربار کې دعا کوو چې هغه ورونه چې د ځينو دلایلو په اساس اوس هم د دښمنانو په خدمت کې دي لږ د دې مظلوم اولس په حال رحم وکړي او راشي نر غوندې په داخل کې په اصولي لارو مبارزه وکړي او خپل وطنوال پریدي چې په سوله کې ژوند وکړي ـ نور بس دئ ، په لس هاو زره کونډې او یتيمان لرو

ځواب ورکول afzal rahman babakerkhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *