لومړۍ منظرنامه:

احمدشاه ابدالي چې د خپل خدای ورکړي عزم، همت او ميړانې، تدبير،شجاعت او فراست پر مټ یې له ختيځه تر ډيلي پورې او له لويديځه تر نيشاپور او استرآباد پورې یوه ستره امپراتورۍ رغولي وه، شپږويشت کاله په واک کې پاتې شو. په ۱۷۷۳ز کې چې کله ومړ نو تر شا یې د عالمګير په څېر وړ ځای ناستی نه شو پاتې. تيمورشاه چې د احمدشاه بابا له مړينې وروسته د هغه د تخت او تاج وارث شو، له خپل پلار سره هیڅ ډول ورته والی نه درلود او د خپلې رنګين مزاجۍ له امله د افغانانو په منځ کې د «عيّاش نيکه» په نامه یاديږي. نوموړي شل کاله واکمني وکړه. د واک په ټوله دوره کې يې کمزوري له ورایه څرګنده وه. په ۱۷۹۳ز کې تیمورشاه ومړ او زامنو يې په خپلو منځونو کې د پلار د تخت پر سر په خپلوکې ناندرۍ سره پيل کړې. د ده په زامنو کې همایون، شاه زمان، شاه شجاع، شاه محمود، شاهزاده فيروز او ایوب خان د یادولو وړ دي.

څنګه چې تیمور خپل ځای ناستی نه وو ټاکلی، ځکه یې نو له مړينې سم لاسې وروسته زمان شاه خپله پاچاهي اعلان کړه. د زمان شاه پاچاهي په حقيقت کې د پاينده خان د هڅو او هاند محصول وه. نوموړی د ځواکمنې بارکزئ قبيلې سردار وو چې په خپل تدبير او حکمت سره یې یو په بل پسې ټول مخالف ځواکونه لاندې او نور سرکښه او باغي قبائل یې د ځان ملګري کړل. زمان شاه د خپل سلطنت د ستنو له ټينګولو وروسته د خپل نيکه په څير پر هند څو واره بریدونه وکړل خو د خپل هیواد کورینو حالاتو به بيرته را ستنیدا ته اړايست.

افغانستان دغه مهال له ختيځ پلوه د دوو خورا بې رحمه او اسلام دښمنه او افغان دښمنه ځواکونو له ګواښ سره مخامخ وو چې یو يې د پنجاب رنجيت سینګ وو او بل یې فيرنګي امپراتوري وه. رنجيت سینګ په ۱۷۹۹ز کال کې لاهور د شاه زمان له لوري له ټاکل شویو دریو سردارانو ونیو او د واک لمنه یې آن تر اټکه راوغزوله، د افغانانو غفلت او د یوسفزو بې اتفاقۍ ته په کتلو سره خو بيخي د پښتونخوا پر درشل ودريد، د یوسفزو د سَمې سيمه یې تر ولکه لاندې وه او پيښور یې د ټوپک د ډز په واټن وو. انګليسانو هم خورا په مهارت سره خپلې مهرې سره آخوا دیخوا کولې او په هند کې يې تر دغه مهاله په خورا چالاکۍ سره ټول واکمن او ځواکمن پښتانه واکمنان او هندو راجه ګان له واکه ګوښه کړي ول او سوکه سوکه یې افغانستان ته ځانونه رانژدې کول. د هند په ميسور کې د سلطان ټيپو او د هغه د روهيلکنډي پښتنو سردارانو له ماتې وروسته د انګليسانو پر وړاندې له نواب اميرخان سالارزي پرته کوم د پام وړ فیرنګي مخالفه جبهه نه وه پاتې. نواب يې هم په چل ول ګوښه او بالآخره یې د ټونک په نامه د یوې غير مهمې سيمې په حکومت تېر ايست.

له لويديځ پلوه افغانستان د قاجاریانو د مستقيم یرغل تر ګواښ لاندې وو. د ايراني خراسان قاجاري حاکم حسن علي مرزا قاجاري په ۱۸۱۸ز کال کې د هرات افغاني حاکم شهزاده فيروز ته ګواښ کړی وو چې هرات ايران ته تسليم کړي او کنه یرغل ته دې چمتو شي. شمال لوري ته هم حالات د افغانستان په ګټه نه وو. د روسيې تزاري استعمار د کسپين د بحيرې له غاړو څنډو د منځنۍ آسیا د خپلواکو مسلمانو سلطنتونو تروړلو ته مټې رانغښتې وې او د دغه ځای مسلمانان د خپلې بقاء په اړه انديښمن وو، ګواکې له دې امله افغانستان هم له یوه بالقوه ګواښ سره مخامخ وو.

دوه کتلې او دری سيناريوګانې:

خو په افغانستان کې د شاوخوا له حالاتو بې خبره او غافله د ابدالي لمسيان او د سردار پاينده خان بارکزي اولاده د دوو مقتدرو او ځواکمنو کتلو او قطبونو په بڼه په خپل منځ کې د واک او ځواک د سرچينو پر سره سره په جنګ ول. افغانستان دشرمخانو تر منځ د تروړل کيدا لپاره شيبې شمارلې او دوي د مړژواندې هیواد سر ته د واک او اقتدار پراټې پخولې.

دغه مهال د واک پر سر د دواړو کتلو تر منځ د ناندريو دری ډوله بيلابېلې سيناریوګانې شته وې. لومړۍ یې د شاه زمان او د هغه د وروڼو هر یوه شاه شجاع، شاه محمود،همایون، فيروز او ایوب خان تر منځ سيالي وه چې نهايتاً د زمانشاه په ګوښه کيدا پای ته ورسيده. شاه شجاع خو د همدغو ناندريو په پايله کې بالآخره په انګليسي ډنګرو سپور کابل ته راغی، خو څه چې نصيب یې نشوه او د افغانانو د غيض او غضب څپو ته ټينګ نشو.

دوهمه سيناريو د سدوزو او بارکزو تر منځ محاذ آرائي وه چې په لومړۍ برخه کې وزير پائنده خان د شاه زمان له لورې ووژل شو او په دوهمه برخه کې د پاينده خان عبقري زوی فتح خان د شهزاده محمود له لوري ووژل شوه.

دريمه سيناریو بيا د سدوزو د مرستندویه کتلې يعنې د بارکزي سردار پاينده خان د زامنو تر منځ وه. د دې لپاره چې د اوسنيو سردارانو او نخبه ګانو مخې ته مو د ترخو تاريخي حقايقو هنداره نیولي وي، د موضوع د تاريخي ارزښت له مخې موږ ورته دلته په لنډ ډول اشاره کوو.

د لومړۍ سيناريو له مخې د شاه شجاع او شهزاده محمود تر منځ د واک پر سر شخړه روانه وه. د شاه زمان له ګوښه کیدا وروسته شاه شجاع ځان د خپل پلار د سلطنت وارث ګڼل، خو وزيرفتح خان د هغه بل ورور شهزاده محمود له ايرانه راوغوښت او پر تخت يې کيناوه. شاه شجاع د څه مودې لپاره کابل ونيو او محمود یې ګوښه کړ، خو فتح خان د دوهم ځل لپاره هغه بیا تخت ته ورساوه او شاه شجاع په ۱۸۱۰ز کال کې هند ته لاړ. څو کاله وروسته په ۱۸۳۹ز کې انګليسانو د جنرال ویلوبي کاټن (Willoughbby Cotton) په مشرتابه کې د افغانستان پر تخت د شاه شجاع د کينولو په موخه یو پوځي کمپاين واستاوه. خو څنګه چې دا څه په حقيقت کې د فيرنګيانو له لورې یو نګه پوځي يرغل وو، ځکه د افغانانو له لورې له سخت مقاومت سره مخامخ شو او پای کې تيښتې ته اړايستل شو.

د دوهمې سيناریو له مخې د سدوزو او بارکزو تر منځ شخړه وه. پاينده خان بارکزی یو ځواکمن سردار او د ډيرو زامنو پلار وو. په زامنو کې يې د وزير فتح خان محمدعظيم خان، یارمحمدخان، سلطان محمدخان، سيّدمحمدخان، پيرمحمدخان، دوست محمدخان، میرمحمدخان، تیمورقلي خان، عبدالجبار خان، عبدالصمدخان، پُردل خان، شيردل خان، کهن دل خان، میردل خان او رحمدل خان نومونه د یادولو وړ دي. فتح خان د زمان شاه له لوري د خپل پلار له وژل کیدا وروسته خپل عزيزان او وروڼه سره راټول کړل او د خپلواکۍ اعلان یې وکړ، شاهزاده محمود چې په ايران کې يې د ګوښې ژوند تیراوه، راوغوښت او هغه یې د افغانستان پر تخت کیناوه، ځان یې وزير کړ او په دې ډول یې د خپلې اجنډا د تطبيق کار پيل کړ. زمان شاه دغه مهال په هند کې په یوه پوځي کمپاین کې بوخت وو. هغه چې د فتح خان له بغاوته خبر شو نو سم له لاسه راوګرځيد، خو د باغيانو پر وړاندې يې ماتې وخوړله. پخپله دی ونیول شو. په سترګو کې يې سلايي ورتېره کړه او ړوند يې کړ.

محمود د افغانستان واکمن شو خو د ټولواک ټولې چارې او واکونه وزيرفتح خان له ځانه سره وساتل. فتح خان له دغه حالته بشپړه ګټه پورته کړه او د سلطنت سترې څوکۍ او مناصب په خپلو وروڼو وویشل. محمدعظيم خان یې د کشمیر واکمن کړ، یارمحمدخان، سلطان محمدخان، سیدمحدخان او پیرمحمدخان یې د پيښور او شاوخوا سیمو حاکمان کړل. دوست محمدخان ته یې کابل ورکړ، میرمحمدخان یې د غزني حاکم کړ، او پردل شخان او شیردل خان یې د کندهار د حکومت په چارو وګومارل، په دې ډول د وزیرفتح خان کورنۍ د افغانستان د سرو سپینو او ولس د برخلیک څښتنه شوه.

د قاجاریانو له لوري پر هرات د یرغل له ګواښ سره سم محمود وزيرفتح خان ته د پولو د ټينګولو او هرات د غښتلې کولو دنده وسپارله. څنګه چې محمود او ورور یې د هرات حاکم حاجي فيروز په خپلو کې له اوږدې مودې رخه سره لرله، ځکه یې نو اشارتاً فتح خان ته د فيروز د کمزوره کولو سپارښتنه هم وکړه. خو وزير فتح خان له دغې اشارې نه د خپلې عُقدې د څرګندولو په برخه کې پراخه ګټه پورته کړه او هرات ته له رسيدلو سره سم یې فيروز نه یواځې دا چې له واکه عزل کړ، بلکې د خپل حرم د ميرمنو پر وړاندې يې سخت سپک او بې عزته کړ. د شاهي حرم د میرمنو ګيڼه یې د هغوي له غاړو او لاسونو ښکته کړله. د ښځمنو سپکاوی یې هم وکړ او د حرم ټول ګران بيه توکي او آسان یې د غنیمت په بڼه له ځانه سره یوړل. خو کله چې محمود او زوی یې کامران د فتح خان له دغې اضافه کاري خبر شول، نو هغه یې د ځان لپاره سخته سپکه وګڼله او هغه یې د فتح خان له لوري د واک د غصب په هڅه تعبير کړه. محمود خپل زوی کامران ته هرات ته د تللو او وضعيت د پلټلو امر وکړ. کامران چې وضعيت وليد نو یې محمود ته وليکل چې فتح خان د ټولواکۍ خوبونه ويني او زما هيڅ خبره نه مني. کامران د دې لپاره چې د فتح خان پر خلاف يې خپل او د پلار زړه سپین کړي، له هغه یې وغوښتل چې د شاهي حرم د میرمنو زیور او شاهي توکي بیرته هغوي ته وسپاري، خو فتح خان خورا له کبره ډک ځواب ورکړ. کامران هم په یوه ميلمستيا کې د فتح خان سترګې په برچو ور وايستلې او له ځان سره یې بندي کړ.

دغه مهال د فتح خان وروڼو د محمود پر خلاف بغاوت وکړ او کابل يې ونيو. محمود هرات ته راغی او له فتح خانه یې وغوښتل چې وروڼه یې له بغاوته لاس اخيستلو ته اړباسي. خو فتح خان ورته عذر وکړ چې دی اوس معذور دی او هیڅ يې له وسه نه کيږي، محمود چې داحالت وليد نو خپلو کسانو ته یې د فتح خان د وژلو امر وکړ او په دې ډول د فتح خان پر تن په یوه وار لسګونه بربنډې تورې راښکته کړای شوې او په خورا بې دردۍ سره ووژل شو.

په دې ډول د دغه مهال دوهمه سيناریو او ورسره جوخت د ابدالیانو د واک دوره ختمه او بارکزیان د افغانستان نوی حاکمان شول.

د دريمې سيناریو له مخې د ابداليانو (سدوزو) له سقوطه وروسته په خپله د بارکزو وروڼو په منځ کې هم د واک او ځواک پر سر خونړۍ شخړې روانې وې.

له بده مرغه هغه اختلاف، افتراق، نفاق او شقاق چې د سدوزو د واک د خاتمې او بارکزو د مطلق اقتدار سبب شو، په بارکزو کې یې هم ريښې وغزولې. هر یوه د ځان لپاره لويه ونډه غوښتله.

د افغانستان پر خلاف باندني ګواښونه نور هم ژور شوي وو. د همدغو بارکزيانو د واک پر مهال سیکانو لومړی نوښار ونیو او وروسته يې پيښور لاندې کړ او تر جمرود پورې ټوله سيمه یې لوټ تالان کړه.

د پاينده خان بارکزي دومره ډير زامن وو، خو دوه وروڼه په یوه لاره نه وو. خپل منځي باور يې نه درلود. یو ورور له بله وروره بې غمه نه وو او هر یوه یې له بله خار خوړ. ټول وروڼه پخپل منځ کې د «لوړ واک» یا اقتدار اعلی د ترلاسه کولو لپاره د پردې تر شا سره ښکر په ښکر وو. سردار محمدعظيم خان د فتح خان سکنی ورور او د پاينده خان مشر زوی وو. د هغه له مړينې وروسته یې زوی د کابل د تخت دعوه وکړه. دوست محمدخان تر ده وړاندې کابل نیولی وو او ځان یې د واک اصلي وارث ګڼل. د کاکا او وراره تر منځ دغه کشمکش روان وو چې شیردل خان له کندهاره راغی، وراره يې تېر ايست او بندي يې کړ. کابل يې ونیو او د عبیدالله خان د شتمنۍ پر سر یې له دوست محمدخان سره ناندرۍ پيل کړې. په پای کې له پيښوره څلور واړه وروڼه راغلل او د دوي تر منځ يې سوله ور وکړه. شیردل خان یې د عبیدالله خان له شتمنۍ سره یو ځای کندهار ته واستاوه او دوست محمد یې د کابل حکومت ته پريښود.

د دغو وروڼو تر منځ د دغه خپلمنځي اختلاف په پایله کې لومړی له دره خیبر نه نیولې تر پيښوره پورې ټوله سیمه د دوي له لاسه ووتله او وروسته یې کشمير هم له لاسه ورکړ.

دوهمه منظرنامه:

د یويشتمې پيړۍ پيل دی، د شلمې پيړۍ په پای کې افغانانو د خپل بيساري مقاومت پرمټ د وخت یو زبرځواک شوروي اتحاد مات کړ، د نژدې دوو ميليونو انسانانو په قرباني کولو سره یې د نړۍ محکومو ولسونو ته د ازادۍ درس ورکړ، خو د شوروي له ماتولو او د هغوي له لاسپوڅو نه د کابل د نيولو سره سم زموږ مشران پرته له دې چې هیواد ته د ورپيښو ګواښونو او خطراتو احساس وکړي، د سدوزو او بارکزو په څېر د واک او ځواک پر سر په خپلو کې سره په جنګ شول، څو کاله بې امانه کورنۍ جګړه روانه وه چې د هیواد پاتې برخه یې ورانه ويجاړه کړه، له هغې وروسته د طالبانو د واک په شپږکلنه دوره کې نسبي کراري راغله او خلکو یو څه د ارام ساه واخيستله. خو د ازادۍ غوښتنې او اسلام غوښتنې هغه بڅرکي چې د شوروي پر خلاف د جګړې پر مهال د ولس په زړونو کې لګيدلي وو، د طالبانو پر مهال په ژبغړاندو لمبو واوښتل او نژدې وه چې اسلام د افغانستان او شاوخوا ولسونو د برخليک یوه اوږدمهاله برخه ګرځيدلې وای.

د شوروي له سقوطه وروسته پر نړيوال بساط شته زبرځواکونو دا هر څه څارل او پر دې پوهيدل چې افغانان او افغانستان د خپلې دغې ازادۍ خوښونې او اسلام خوښونې پر مټ ژر دی که وروسته، پر یوه نړیوال قطب د بدليدو په حال کې دي، ځکه یې نو د دغه صورتحال تدارک ته ملا وتړله او پر افغانستان یې يرغل وکړ.

نن ورځ که له یوې خوا افغانستان له باندني يرغل سره مخامخ دی،او لويديځوال د نولسمې پيړۍ د استعماري زبرځواک انګليسانو په ډول په بالفعله ډول په افغانستان کې جارحانه حضور لري او د همدغه حضور پر خلاف له تېرو ديارلسو کلونو راپديخوا د ملّت په استازيتوب د طالبانو مقاومت هم روان دی، نو له بلې خوا هیواد په سيمه ايزه کچه هم د شته نيمه استعماري سیمه ايزو ځواکونو تر حريصانه ګواښونو لاندې دی. لکه څنګه چې رنجيت سینګ پښتونخوا د خپلې جغرافيا برخه ګرځولي وه او آن کابل یې تر نظر لاندې وو، کټ مټ همداسې د احمدشاهي افغانستان تر نيمايي زيات پيکر مو د ګاونډيانو په پچه ختلی. کاشکې داسې وای چې هغوي زموږ د وجود په همدغه برخه بسنه کړي وای، دا دی موږ ګورو چې په کابل یې سترګې خښي کړيدي.

ايران د قاجاري او صفوي استعمار د ميراث خواره په بڼه نن هم په افغانستان کې د خپلې ستراتيژيکي ژورتيا د لا اغيزمنه کولو په نیامت ډير په مهارت سره خپلې مهرې آخوا ديخوا اړوي. شمالي خوا ته مو پراته د مرکزي آسيا مسلمان هیوادونه لا هم د پوټين تر مشرتابه لاندې د روسيې د ستراتيژيکي ګډو مرکز او محور دی. چين مو د يوه بل ګاونډي په توګه له حالاتو غافله نه دی…!

خو ای وای چې زموږ مشران که له يوه پلوه په خپله د آمريکايي استعمار زيږنده دي، نو له بله پلوه د عقل او فکر له لحاظه هم تر هغوي پورې تړلي دي.

دوي سره له دې چې د آمریکايي څرخکو په بدرګه د ولس په اراده مسلّط کړای شول، خو دې څه ته په کتلو سره چې دوي د دوي په وينا له ځانه سره د افغانستان د ژغورنې او سوکالۍ، امنيت او آبادۍ خوب درلود، ملّت پر ځان ومنل. دې ملّت پر دوي همدومر حق درلود لکه څومره چې هغوي د دوي د خړې پړې ماضي او ککړ حال سربيره په مشرۍ ومنل.

خَلَف د سَلَفو پر ليکه:

خو له بده مرغه د شاه شجاع په څير راوستل شويو سردارانو هم د خپلو اسلافو په څير د ننګَوَنو او خطراتو ادراک ونکړای شوای، افغانستان له څلورو خواوو، له ځمکې او آسمانه د يرغلګرانو او استعماري خصلت لرونکو مغرضو هیوادونو د حرص او پراختيا غوښتنې تر جغ لاندې وريت پاتې شو او دوي د دې پر ځای چې افغانستان د نيابتي رقابتونو له ډګر نه د سولې پر یوه کور واړوي، افغانان د یوه نالوستې، ناروغه او فقير ولس نه په یوه لوستې، روغ رمټ، بسيا او هوسيا ملّت واړوي، هغوي یې لا نور د نيابتي جګړو په لومو کې ښکېل کړل، هغوي يې لا زيات نالوستې کړل او که سړی د پښتنو په سيمه کې د زده کړو اوسني بحران ته وګوري نو په دې قضاوت کې به بېځايه نه وي چې سرداران له نورو جګړه مارانو سره یو ځای د پښتنو د قصدي جاهله کولو په پروسه کې د مغرضو ګاونډيانو او یرغلګرانو لاسپوڅي او شريکان پاتې شويدي.

اوسني نخبه ګان چې د خپل متکبّرانه خصلت له مخې خپلو اسلافو سردارانو ته ورته دي، کټ مټ د هاغه مهال د دری ګونو سيناریوګانو په بڼه دلته په خپل منځ او همدا راز له نورو سيالانو سره د واک او ځواک، د لوټمار او داداګيرۍ په جګړو کې ښکېل پاتې شول.

کرزی چې د بُن د تړون له مخې د وزيرفتح خان پلان ته ورته د یوه پلان له مخې راوستل شو، ډير ژر خپلو محسنینو ته هم په یوه بَبَو بدل شو. له راتګ سره سم یې واکونه د خپلو وروڼو تر منځ ووېشل. ورور یې احمدولي کرزی چې د کندهار بې تاجه پاچا وو، د نخبه ګانو د کورنيو تر منځ د سيالیو، تربګنیو او ستراتيژيکي رقابتونو په لا ژورلو کې ستر نقش تر سره کړ. خليل کرزی چې د کرزي آکا وو، کټ مټ د عطاء محمدخان په څير چې له وزيرفتح خان سره یې رخه لرله، د کرزي د آبا مخالف وو. زامنو یې همدغه عُقدې سره پاللې، خو په آمریکايي کمپ کې دواړو په ګډه ډوډۍ سره خوړله، خو کله چې په کور دننه د واک او ځواک خبره شوه، نو خليل د کرزي او د هغه د وروڼو او د ولس ترمنځ له شته فاصلو نه په ګټه پورته کولو سره د قوم په منځ کې واړول، د احمدولي کرزي له لاسه په ټپي شویو زړونو یې ملهم کيښودل او د هغه د ملاتړ حوزه يې په یومخيزه ډول د ځان خواته کړه. د خليل هوښيارو او زده کړو زامنو هم له یوه پلوه په کور دننه د پلار له شته پرستيژ نه د ځان د مطرح کيدا په برخه کې ګټه واخيستله او له بله پلوه یې په ټوله کې د خپلې کرزي مخالفې قضيې د تقويّت لپاره د خپلو زده کړو او آکاډميزم پر مټ خارجي دوستان ولټول، او په دې ډول یې سوکه سوکه ځانونه د یوې متوازي جانداره او جهانداره کورنۍ په بڼه رامنځته کړل.

دې څه د کابل اوکندهار پر ګدۍ د حاکمو وروڼو غوسه راوپاروله، خليل کرزی له خپلو څو نورو ملګرو او خپلوانو سره په یوه مرموزه بريد کې ووژل شو چې ګومان کيده تر شا یې همدا د سردارانو او نخبه ګانو د کورنيو تر منځ شته تربګنۍ د یوه مهم عامل په بڼه ولاړه وه.

په کندهار، ارزګان او هلمند کې په کمه موده کې په لسګونو درانه او په خبره پوه قومي مشران ووژل شول چې په ښکاره یې له هیچا سره هیڅ ډول بدي نه لرله او د جرګو مرکو د ولسي څټو په بڼه یې هم له دولت او هم له طالبانو سره ښې اړيکي لرلې، خو له وژل کيدا وروسته يې د ولس د خولې تبصرې دا وې چې د واک پر هَرَم ناستو ځينو نخبه څټو ترې خار خوړ او شک نشته چې د همدغه خار په ټس کې دې وژل شوي وي.

د حشمت خليل د وژنې کره عوامل به له بې پرې جنائي ستراتيژيکي تحقيقاتو وروسته څرګند شي، خو د هیواد د واک د کړیو تر منځ روانو پيچلو تړاوونو او لوبو ته په کتلو سره کیدای شي دغه عوامل هيڅکله په ډاګه هم نشي، خو که سړی د حشمت له وژنې نه یواځې یوه ورځې وړاندې د هغه پر ضد د کرزي د دولت له لوري تر سره شوي کړنې په پام کې ونيسي چې تر مخ یې دولت د کندهار هوائي ډګر ته مخامخ د هغه یوه ستره کلا ونړوله او په دې ډول یې هغه ته یو مرموز اخطار و رکړ، نو په دې قضاوت کې کيدای شي د غلطۍ او اشتباه ګنجايش کم پاتې شي، چې دغه وژنه هم د سردارانو د خپل منځي رقابتونو یوه پايله وه او کيدای شي دغه پيښه په دې برخه کې لومړنۍ او وروستنۍ وژنه پاتې نشي.

خو هغه څه چې په دې برخه کې ډير مهم دي هغه زموږ د افغانانو هغه بدمرغي ده چې هر روغ سړی مو ارګ ته له رسيدا وروسته ناروغ شي، هر سړی مو چې له واکه دباندي وي په واک وي او چې واک ته ورسيږي بې واکه او ليونی شي.

هیواد مو دا مهال له لسګونو نه بلکې له سلګونو چلینجونو سره مخامخ دی، زموږ مشران او نخبه ګان مو د دې پر ځای چې ملّت د ننګونو پر خلاف مبارزې او مقاومت ته سوق او په دې برخه کې رهبري کړي، د بانکونو د چور کولو، د ځمکو د غصب، د قراردادونو د انحصار، د اختطافونو او هدفي وژنو په کار کې یو له بله په سيالۍ او رقابت اخته دي.

په دې برخه کې مو په پاتې اُمیدونو هغه مهال د خزان سيلۍ ولګيده چې اشرف غني مو په ډیر درانه مارجن تر ارګه ورساوه، خو ای وای چې هغه هم معامله وکړه او معامله هم د دښمن په سپارښتنه…! او په دې ډول زموږ د وطن د ګودر د ښځمنو هغه متل ريښتيا شو چې هغوي چې سړي دي، هغه بیا ليوني دي…!!!

9 thoughts on “د حشمت خليل وژنه او دوه منظرنامې/ عنایت الله کاکړ”
  1. سلامونه
    فکر کوم داسی لیکنی تر وخت مخکی او دافغانانو به منخ کی نورهم دبدبختی سبب شی

  2. ته ډیر درواغجن او پردی غلام یی. ددی دکورنۍ ترمنځ هیڅ دښمنی نه وه. د حشمت کلا د هغه په خوښه د سړک د پراخیدو دپار نړول سوی وه.

  3. ای بی وجدانه بی تمبزه لیکواله رب دی گوتی ماتی کڑہ هغه که واک غوشتی نو واک ولی پریگدی هغه که د واک تگی وای دامریکا یانو په سترگو کی به یی سترگی ننویستلی

  4. د اشرف غني او وزیر فتح خان یې سره څه. د هغه د او د کرزي او د غلجو او درانو د مسألې یې سره څه؟ د ایران او روسیې او کرزي د وروڼو د اختلاف یې سره څه؟ او بیا هم هڅه کوې ایران او روسیه یاد او خپل د انګرېز او مغول میراث خور پنجابی هیڅ یاد نه کړې. .

  5. کاکړ صاحب !
    ته په تللی یي خلیل کرزی نژدی څو دیرش کاله پخوا په کوټه کی وژل شوی دی او د حشمت خلیل کرزی کلا دوه کاله پخوا تهدید شوه ، نړول شوی نه ده.
    اسد سمندر

  6. Da Asad Samander da khabari pa ta-aid Khalil Karzai da Rosano pa wakht ke pa Quetta ke wawazhal so. Da porta mazmoon likoonkai hum da ISI da SHEETANI madrasay terbeyat yafta ramaloomazhi. Da langootay da chawdaloo ifteekhar yawazi aw yawazi da ISI da gholamanoo dai.

  7. زه چي کله د افغانستان در مسیرتاریخ کتاب لولم او له اوسنیو حالاتو سره یي مقایسه کوم< نو ژړا راځي اودرې درسونه عجالتا ترې اخلم: لومړی داچې دا کتاب باید حتما پښتو ژبې ته وژباړل شي. دویم داچې دا کتاب باید حتما د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې شامل شي. او دریم داچې هرافغان باید حتما دا کتاب څو څو ځله ولولي، کنه مونږ به هیڅکله له فتنو او توطیو څخه خلاص نشو.

  8. دا پورته ځينو ملګرو چې سپکې ورکې ليکلي هغوي دې لږ خپل ګریوان ته سرونه ټيټ کړي چې دوي څه اوتې بوتې وايي! آیا یو لیکوال د خپل شخصي نظر په څرګندولو سره تر ښکنځلو لاندې نيول کيدای شي؟ تاسې ليکلي چې د کورنۍ تر منځ هيڅ شخړه نه وه، دا خبره غلطه ده او دا خبره مو هم غلطه ده چې تاسې ليکلي چې حشمت خان خپله کلا په خپله نړولي ده. تاسې په ۶ جولاي ۲۰۱۴ باندي بر فيسبوک د حشمت خليل په لاس ليکل شوی لاندې پوسټ وګورئ چې د پورته دواړو خبرو حقيقت او ستاسې د ادعا غلطي درمعلومه شي. نوموړي له دغه پوسټ سره جوخت د خپلې نړول شوي کلا نه دانې عکسونه هم پر لیکه کړي او په ډاګه کړي یې ده چې دا هر څه د ليوني کرزي دسيسه ده:

    «سلامونه

    اونیکي هیلي درنو دوستانو!
    خدای (ج) دي وکړي چي جوړاوروغ به یاست.ګرانودوستانوپه فیسبوک کي دنه لیکلو
    یوازني علت همداوو. چي دهیواددسرنویشت موضوع وه اوداماته دوستانو دومره
    مهمه وه چي اولني دخداي (ج) عبادت دوهم سیاسي مبارزه.دوستانو دالله ( ج)
    په فضل تاسي پوهیږي چي موږ سیاست وګټۍ. اوددي قضاوت به آینده وخت وکړي.
    دوستانو تاسوته معلومه ده چي سیاست قرباني غواړي.اودسیاست ګټل بغیر له
    قرباني خوند هم نه لري.زه ترهغه انده قرباني ته چمتووم اویم. چي یو زوي لرم
    هغه هم دخداي په اعظیم نامه ورته قرباني کوم.دهیواد دسوکالي لپاره.

    دوستانوددي قربانیو له جملي څخه تاسو پرون ولیدل چي دهوایی ډګر مخامخ دقلعه
    دیوال چی شپږ سوه شل متره اوږدوالی لری دلیونی حامد کرزی په امر دبي
    کفایته والي اوبی سواده ًقومندان رازق لخوا دهرڅه قانوني اسنادو
    په شتون کي نړیږي.
    داهم ددوي دناکامه سیاست بیګه ده.پدي معني دوي غوښتل چي زما احساسات
    راوپاروي.اوزه ددوي دګلستان دلغړیانوسره په خشونت لاس پوري کړم. اودوي ته
    بهانه پیداشوي واي چي هغه دي حشمت خلیل (کرزي) داسي کوي.اوپدي
    باندي هم زه ښه پوهیدم چي نه ماته ًًقومندان هلته شته اونه هم دده دلاس آله
    والي ویساء.اونه خپله کرزي اونه هغه دتوطییی جوړونکي کندهاري غله چي تل
    اوبه خړوي اوکبان په کښي نیسي.
    ګرانه اولسه زه ډاډ درکوم. چي یوه قطره وینه مي په بدن کي وی.زه به ددي
    ظالمانو په مقابل کي دریږم.اوخاین ته به خاین وایم اوقانوني جزا به ورته
    ِِغواړم. لاندي تصویورنه دپرون دنړیدلي قلعه دي.
    »
    https://www.facebook.com/photo.php?fbid=1437889046487516&set=pcb.1437889633154124&type=1&theater

ځواب ورکول nabi ahmadzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *